ملکزی

د تیرو څلورو لسیزو په ترڅ کې، زموږ په زرګونو تنکي او غولول شوي افغانان د ایله جاریانو په توګه، د څلورو هیوادونو په اتو مختلفو جبهو کې، د اور او باروتو د بولۍ بازار ته وړاندی شول ترڅو د نورو د هوسونو په درشل کی قرباني او وینه یی په ډیره ارزانه بیه سودا شي. چې له بده مرغه، همدا نن هم دهغوئ بورې میندی، کړوپ شوي پلرونه او بی اسرې خویندی د دغو لادرکو او تري تم شوو ځوانانود راتګ لارې څاري او د غږ د اوریدو په تمه یی د هر زیړي لمر د پلوشو تتو رنګونو ته ګوري او د کوم ښه خبر د اوریدو په هیله، د نیمې شپې د کهکشان غلچکۍ ننداره کوي.

۱- د جنګ د لومړۍ جبهې په توګه، ایران دوه ځلی په زرګونو افغان ایله جاریان د خپلو کور ړنګو جنګونو د جاري ساتلو پخاطر، دوزخي لمبو ته ټیل وهل. اول یی د صدام حسین پخلاف د نولس سوه یو اتیا او اته اتیا کلونو په منځ کې د عراق ختیزو لیکو ته نژدی دوه نیم زره افغانان واستول چېرته چې د جګړې اور  په غرغنډو  او له  وچو سره لامده هم یو شان سوځیدل. د قم د آیت الله ګانو د جنتي فتواګانو له مخې زمونږ په زرګونو هیوادوال بی لارې شول، ځینی یی په پیسو تطمیع شول او په څنګ کې یی یوه غوښنه برخه د هغو اړ شوو افغان بندیانو وه چې د پوډرو او تاریاکو په تور د زاهدان، بیرجند او اصفهان په زندانونو کې یی د فولادي پنجرو تر شا د خپل اعدام شپې او ورځې په ګوتو شمارلې.

۲- دوهمه پلا یی بیا د مذهب د چترۍ لاندی، له اتو تر دولسو سوو افغانان، د عراق تکریت او د سوريي دریو مختلفو جبهو (درعا، حلب او حماة) ته سوق کړل چیرته چې د ایران د القدس د قل اردو د قومندان قاسم سلیماني د سپاه پاسداران په زرګونو ملیشې د حضرت زینب (رض) د زیارت د ساتنې او داعش ته د ماتې ورکولو په بهانه په جګړه بوختې دي. چې ښه بیلګه یی د دایکندي او سیدونکی، توسلي ابوحامد  دی څوک چې د جنرال سلیماني تر قومندی لاندی د فاطمي لواء قومندان وو او څو اونۍ وړاندي د سوریی د درعا په جنوب کې د خپل مرستیال رضا بخشي او نورو لسو تنو همکارانو سره ووژل شو چې مړی یی په ډیر شان شوکت سره په قم کی خښ شو. ولی دغه لواء اوس هم پخپل ټول واک او ځواک سره د بشار الاسد د مرتد رژیم په څنګ کې په توکمیزه او مذهبي جګړه بوخته ده.

۳- بله جبهه چې بیاهم د افغان وینه ورکې ډیره بی قدره توی او مړي یی هلته بی جنازې خښ شول، هغه د ناګورنو قره باغ په سر د ارمینیا او اذربایجان ترمنځ شخړه وه چې په سلګونو افغان جګړه مارو په کی ونډه واخیسته. د دغو جګړه مارو د جلب او جذب لپاره د شمشتو، بډه بیرې، ناصرباغ او کچه ګړۍ په کمپونو کې پراخه او برالا تبلیغات کیدل.

 د ځوانانو د نوم لیکنې وروسته بله مرحله به دا وه چې دوئ به په شنو او خړو تنظیمي ډاټسنو کې کویټې ته یو وړل شول او له هغه ځایه به بیا د ایران مختلفو سرحدي ښارونو ته انتقال او د روزنې او تمرین لپاره ځای په ځای شول. له لنډو عسکري تطبیقاتو وروسته به د ایراني چارواکو په بدرګه، د  ناګورنو قره باغ د جګړې لمړنیو لیکو ته ورسول شول. ډیره د حیرانتیا خبره خو دا ده چې ایران د تل لپاره د شیعه مذهب د محافظ او شیعه ګانو د دفاع لپاره خپله سینه وهلې خو دا ځل یی د شیعه اذریایجان پخلاف د نصرانۍ ارمینیا سره لاس یو کړ او د بی شمیره افغانانو وینه یی د هغوئ په چوپړ کې نذرانه کړه. هر افغان ایله جاري ته به د میاشتنۍ تنخوا له درکه  له زرو تر یونیم زرو ډالرو ورکول کیدی.

۴- بله هیره شوې توده جبهه، د کشمیر او کارګیل (جولای۱۹۹۹) محاذ وو، هلته چې ګڼ شمیر افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او د تابوتونو او جنازو کتارونه یی په چیراټ، ازاخیلو او بډه بیره کې د افغان مهاجرو پنډغالو ته رواړل شول چې د موټرو د چراغونو په رڼاګانو کی خښ او لا یی هم د قبرونو شناختې او لیکې لادرکه دي.

له بله پلوه، کله چې د نولس سوه نوی یم کال د اګست په دویمه نیټه دعراق انقلابي ګارډ په خپل وړوکي جنوبي ګاونډي (کویټ) باندی یرغل ور وړ او د صدام حسین لښکرو د سعودي شمالي سرحدونو ته څیرمه خندکونه وکیندل، نو په اسلامي نړۍ کی د حرمینو شریفینو د دفاع لپاره هر چا سینه وډبوله چې افغان مجاهدین هم له چا وروسته نه وو.       د افغان مجاهدینو لمړۍ جوپه چې دری سوه دیارلس کسه پکی وو د سعودي ختیز ښار ظهران او پایتخت ریاض ته د سعودي په ټرانسپورټي الوتکو کې د هوا له لارې ولیږدول شول. خو لږ وخت وروسته بیرته پیښور ته ستانه او یو تن سرګروپ یی له ماسره هغه وخت په مرکه کې اعتراف  وکړ چې ده پخپله او ځینو ملګرو  یی وسلې خرڅې کړې او شاید یولامل به یی همدا وو چی دوئ ته د ډیر وخت پاتی کیدو اجازه ورنکړل شوه.

خو د پورتنیو حالاتو برخلاف، دا  لومړی ځل دی چې د ارګ له منبره په زغرده او رسمي ډول د حرمینو شریفینو د خادم هیواد، سعودي عربستان سره د ملاتړ او ننګونې غږ را اوچتیږي او په جار سره اعلان کوي چې (د افغانستان دولت او مسلمان خلک له سعودي عربستان سره د ژورو تاریخي او دیني اړیکې د درلودلو  پر بنسټ د الحرمین الشریفین له سپېڅلې خاورې دفاع د هرمسلمان وجیبه بولي، نو له همدې امله د هر ډول ګواښ د رامنځته کېدو په صورت کې به په ټول قوت سره د سعودي عربستان د دولت او د هغه هېواد د مسلمانو او وروڼو خلکو ترڅنګ ودریږي)

دا چې په لبنان کې د حزب الله او په یمن کې د حوثي ملیشو مشران په بیا بیا وایی چې د فلسطین ازادي د مکې او مدینې له فتح کولو سره تړلې ده، نو پرته له شکه د افغان ولسمشر اشرف غني دا  نوښت او زړورتیا چې افغانان د حرمینو شریفینو د تقدس، سپڅلتیا او حرمت دفاع ته چمتو دی، د یوې رغنده تګلارې په عنوان،  یوه سمه  پریکړه ده.

د یو نیک فال په ډول، د افغانستان ولسمشر د رواجي او انزوایي سیاست د چوپې خولې د روژې په ماتولو سره، نه یواځې دا چې د یو دیني رسالت اداء کولو ته اوږه ورکړه، بلکې دافغانستان لپاره یی دعربي هیوادونو په متن کې د درناوي او پاملرنې زمینه هم برابره کړه. ځکه له سلطنت عمان پرته، د خلیج پنځه پاتې هیوادونه، مصر، اردن، المغرب، پاکستان او ترکیه د سعودي عربستان په مشرۍ دعربي ایتلاف غړي دي او دا ټول هغه هیوادونه دي چې د طالبانو سره د سولې په راتلونکو خبرو کې ډیر مثبت او اغیزمن رول لوبولای شي او سر بیره پدی، پدغو بډایی هیوادونو کې زمونږ په لس ګونو زرو ګارګرو ته د ښو کارونو، ښه فرصتونه هم برابریدلای شي.

 یقینا، سوله خیر او یو شرعي حکم دی او جنګ د بربادۍ، کرکې  او نفرت پیلامه ده. د جګړې لپاره د نغارو ډنګول دغرض او مرض نښه ده. خو د یو واحد او مؤمن امت په توګه، د شر غوښتونکو او مفسدینو په وړاندي د یونیم ملیارد مسلمانانو د قبلې دفاع ته دریدل او یو موټې کیدل بیا، مړانه، معقولیت او یوه اسلامي وجیبه ده.

One thought on “افغانان او د حرمینو د سپیڅلتیا دفاع/ ملکزی”
  1. د زموږ د افغانستان سیاستوال په رمز هم نه پوهیږی
    وایی چی یو کس وو یو زوی یی درلود همدغه کس د خپل زوی سره ډیره مینه لرله ډیر ورباندی ګران وو.خو د د تصادف له مخی د همدغه سړی زوی چیرته مړ شو نو دوستانو او خپلوانو یو کس ته وویل چی لاړ شه د مړه شوی پلار په رمز کی پوهه کړه چی د خبل زوی له مرګ څخه خبر شی.
    کله چی مخبر یا خبر رسونکی د مړه شوی پلا ته ورغلی وو نو ورته یی ویلی وو چی که په رمز پوهیږی زوی د مړ شوی دی.
    . اوس نو زمو د افغانستان د دروغو سیاستوالو(کرزی، عبدالله، محقق، امرالله صالح ، سپنتا او نورو) همهغه خبره ده چی په رمز نه پوهیږی او پدی نه پوهیږی چی ولی ډاکټر صاحب اشرف غنی د سعودی او یمن په موضع کی د سعودی طرفداری وکړه. اشرف غنی د سعودی له غمه نه دی مړ او نه د یمن د غمه مړ دی د اشرف غنی هدف دای دی چی سعودی کولای شی چی د افغانستان او پاکستان په شخړه کی ګټور تمام شی که افغانستان د سعودی خوا ونیسی نو سعودی خو هم سترګی لری کیدلای شی چی پر پاکستان باندی فشار راوړی تر څو پاکستان ورپسی طالبان سولی ته محبور کړی.

ځواب ورکول shakir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *