د څو ورځو یا اونیو په اوږدو کې افغانستان د ډېرو غمجنو حادثو شاهد دی، د دغو وحشتناکو حوادثو د عملي کېدو بڼه لږه نوې او کم سارې ده ، دا پېښې څه تصادفې نه دي بلکې پلان شوې منصوبې دي چې زمونږ په ګران هېواد کې د دښمن له خوا ترتیب او عملي کېږي، او زه ګومان کوم چې دا ډول وحشتناکې پېښې به لا پسې دوام وکړي ، ځکه چې دښمن د افغان ولس د جوزا د څلوریشتمې فیصلې ډېر زیات وارخطا کړی او اوس خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د هر نوعه پرېوتي او له انسانیته لرې هر عمل ارتکاب ته ذهنا او عملا چمتو دی.

دښمن غواړي افغانستان په خپل منځي قومي جنګونو اخته کړی، د پښتون تاجک د خپل منځي جنګ لپاره یې ډېره سرمایه لګولې ده، خو چونکه د پښتون تاجک ترمینځ مذهبي اختلاف نشته بلکې دواړه سني مذهبه دي ،نو په دې اساس د دوی جنګ ژر نه تودېږي او که ونښلي بنیاد یې کمزوری دی ،نو ژر سړيږي . خو د سنی شیعه اختلاف لپاره دوه اساسه دي :

یو قومي بېلوالی او بل مذهبي بیلوالی . دښمن غواړي له دې لارې د افغانستان دوه معزز قومونه سره په جنګ واچوي ، افغانستان کمزوری کړي او خپلو موخو ته ورسېږي، اوس نو د افغان دولت ، د ذکر شویو قومونو مشرانو او ټولو روشن فکره خلکو ذمه واري ده چې دغه ستونزه څرنګه حلوي .

دا خبره چې د غور قربانیان د طالبانو له لاسه نه دي وژل شوي دا یوه بې اساسه خبره ده ، طالب د بهرنیو استخباراتي کړیو د لاس مهره ده او په اصطلاح ټيشو پیپر دی. دغه کړۍ چې کله او څنګه وغواړي طالب استعمالولای شي، بله دا چې طالب په نظریاتي او سنګري لحاظ سره د سپاه صحابه انډیوال دی او سپاه صحابه د شیعه په ځانګړي ډول د هزاره شیعه سرسخته دښمن دی، که په لوړه سطحه نه وي د طالبانو د ټیټې کچې افراد خو ذهنا او عملا د دوی ملګري دي، دلته به زه یوه واقعه ولیکم چې زما د دغې خبرې لپاره یو نوعه دلیل ده: کله چې طالبانو بامیان ونیوه ، ډېری هزاره وګړي هم ورسره ملګري شول، خو طالبانو په پرې باور نه کاوه، د جنګ محاذ ته به یې بوتلل خو وسله به یې ورته نه ورکوله بلکې د موضع ګانو او مورچلو په کېندلو کې به یې ترې کار اخیسته ، قاري ضیاءالرحمن د مولوي خالص د ورېرې زوی د طالبانو جنګي قومندان و او شاید اوس هم د دغې لارې لاروی وي ،خپله کیسه کوي چې څنګه یې دوه هزاره د موضع د جوړولو په پلمه اول خط ته بوتلل ، هلته یې پرې ځمکنۍ موضع جوړه کړه،بیا یې بل ملګري ته اشاره وکړه هغه هوايي ډزې پیل کړې، ده دغو هزاره و ته وویل چې خطره ده،شورای نظار ډزې کوي ،نوتاسې دغې موضع ته کوز شئ ، هغوی دواړه موضع ته کوزېږي او د بره پرې دوی ډزې وکړي او دواړه ځای پر ځای مړه کړي او د پاسه پرې هماغه د موضع خاورې کاڼي واچوي. دا ډول فکر په عامو طالبانو کې شته ، نو که دوی انکار هم وکړي کار د همدوی دی. په نني عصر کې هره اسلامکاره ډله د خپلو ځینو کړنو پړه په غاړه نه اخلي اګر که په خپلو خاصو مجالسو کې دغه کار به د ځان لپاره ویاړ او افتخار ګڼي، د مثال په ډول لشکر طیبه د ممبیي د پېښې پړه نه مني خو په خاصو مجالسو کې یې د ځان ستره کامیابي مني او په خوشالۍ کې خواږه،یعنې مټایي ویشي. د افغانانو په مخ کې نور ستر مشکلات پراته دي ، په نژدې ورځو او اونیو کې به په نورستان، کنړ او ننګرهار کې نوي جنګونه شروع کېږي، ای ایس ای لګیا ده غواړي د سلفي طالبانو جبهه قوي کړي ،ځکه چې حنفي طالبان د پاکستاني طالبانو سره یو څه نا څه خواخوږي لري خو برعکس د سلفي طالبانو او طالبانو ترمینځ نښتې هم شوي ،بله دا چې په نورستان او کنړ کې سلفي نظریه نفوذ لري او د کنړ سیند هم دلته موقعیت لري ، لشکر طیبه په پام کې لري چې دا محاذ لا زیات ګرم وساتي، د دې لپاره یې د حاجي جاویدالحسن په مشرۍ يوه ډله ګمارلې ده چې د نورستان او کنړ نه ځوانان جذب کړي ،نوموړی د پنجاب د ساهیوال اوسېدونکی دی ، اصلي نوم یې ریاض اسماعیل دی ، په روانه کونړۍ پښتو غږیږي ، په دري هم پوهیږي ، په کابل کې هم اوسېدلی،دلته به یې ځان د کنړي تجار په حیث معرفي کاوه، یوه مېرمن یې کابلۍ ده، د دوی پلان دی چې یوه مدرسه په دیر کې او بله په باجوړ کې د نورستاني ، کنړي او ننګرهاري طالبانو لپاره تاسیس کړي او نور طالبان بیا د لاهور مرکز طیبه ته بوځیاو د دې لارې دغه محاذونه ګرم وساتلی شي،په دې سلسله کې د دوی سره د شونکړۍ ملا امین الله پشاوري، حاجي حیات الله او عبدالرب او نورو خرڅ شویو کنړو، نورستانیانو او ننګرهاریانو همه جانبه مرسته شته. د لشکر طیبه په مدرسو کې اوس هم په ګڼ شمېر کې نورستاني، بدخشاني ،کنړي ، ننګرهاري او کندهاري طالبان شته،نو اوس دا د ملي امنیت او نورو امنیتي ځواکونو دنده ده چې د دښمن دغه شوم پلانونه شنډ کړي.

0 thoughts on “ افغانان باید نور ویښ شي/ ولي احمد”
  1. سپاه پاسداران ايران با همكارى خائنين تاجكـ در ارگان هاى امنيتى كشور پروژه تطبيق كشتار مردم بيگناه هزاره، اوزبيك و تركمن مانند كويته پاكستان را دارد.. از طرف ديگر تحريك مردم در مقابل طالبان و در تعقيب پشتونها و كرزى و نظام.. حادثات غور فارياب و ديگر مناطق مطلقاً پروژه فشار ايران با همكارى خائنين تاجكـ در نظام بخاطر سهم مهره هاى ايران در حكومت آينده ميباشد!

ځواب ورکول speen ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *