پړهاند ډاکتر حسن کاکړ

د ٢٠١۴ کال د می د مياشتی ٢٧

پوهاند محمد حسن کاکړ

زمونږ وطن افغانستان هم له غټو ستونزو سره مخ دی او هم د هيلی وړ تحول په کی محسوس دی. ستونزی دا دي چی حکومت په ځان متکی نه دی، خپل ټول عوايد ټولولی نه شی، خپل قوانين تطبيق کولی نه شی، اداری فساد کنترولولی نه شی، او د عادی چارو داجرا دپاره هم باندنيو مالی مرستو ته اړ دی. د وطن پولی هم نامصئونی دی، له ډيرو هيوادونو سره روابط هم د ډاډ وړ نه دی، او يو ډول جنگ هم په کی روان دی. په دی حال کی پانگه په زياد مقدار له وطن نه بيرون ته وړله کيږی. دا ټول سره له دی چی د امريکی حکومت د يو رسمی راپور له مخی د امارت له نسکوريدلو نه وروسته يوازی په ملکی ساحه کی يوسل−او−دری مليارد دالر لگول شوی دی.

په عين حال کی افغانستان کی د هيلی وړ حرکت هم واقعيت لری. دولتی نظام قانونی دی او د انتخاباتو له لاری يو ډول ولسواکی په وطن کی چليږی. د پوهنی او عامه روغتيا په ساحو کی پرمختگ هم شوی دی. اساسی دا ده چی په ملی سويه ويښتيا حس کيږی؛ په نوی نسل کی دغسی ځوانان او ځوانانی هسکی شوی دی چی له عصری تخنيکی وسيلو او عامه رسنيو نه پراخه استفاده کوي. ډير يی په سياسی کلتوری او مدنی ټولنو کی تنظيم شوی دي. په دی ډول په افغانستان کی يوه نوی متوسطه تعليم کړی طبقه ټوکيدلی او اصلاحات غواړی. لا مهمه دا ده چه عامه افغانان ويښ شوی او له حکومت څخه قانونی چلند غواړی. دوی د انتخاباتو په لمړی پړاو کی له سختو شرايطو سره سره يی رأيی واچولی. څه موده د مخه د مشورتی لويی جرگی غړو نژدی په غوڅ اکثريت سره حکومت ته توصيه وکړه چی له امريکا سره امنيتی موافقه لاسليک کړي. دغه موافقه تر اوسه لاسليک شوی نه ده . دا د افغانستان په تاريخ کی د حيرانی وړ يوه بی ساری پيښه ده. خو د ولسمشری آخری نوماندانو هم څرگنده کړی چی په ولسمشر کيدلو سره به يی لاسليک کړی. خو ستونزی غټی او تحول يو نو حرکت دی. د لومړنی هوارول او د دوهمی پياوړی کول د حکومت وظيفه ده. اوس چی د ولسمشر غوره کيدل د ټولټاکلو دوهم پړاو ته رسيدلی د رأی ورکوونکو وظيفه لا ډيره درنده شوی ده، په دی چی دوی يو چا ته اختيار ورکوی چی د پنځو کلو لپاره پری حکومت وکړی. دا هم غټ امتياز او غټ مسئوليت دی، په تيره په اوسنی حال کی چی هيواد له ډيرو غټو ستونزو سره مخ دی. په دغه حال کی دغسی افغان ته ضرورت دی چی د ابتکاری فکر او د غوڅ عمل شخصيت ولری او د قانون پر بنسټ حکومت او چلند وکړی.

زما په فکر داکتر اشرف غنی د دغی ستری وظيفی لپاره ډير مناسب شخص دی. زه دغه نظر په مسئوليت سره وړاندی کوم په دی چی زه هغه له نژدی څخه پيژنم. مونږ له ثور د کودتا نه د مخه په کابل پوهنتون کی استادی کوله. هغه وخت

ارواښاد پوهاند سيد بهاوالدين مجروح، ارواښاد داکتر غلام غوث شجاعی، اشرف غنی او ما وخت په وخت سره ليدل؛ په علمی سيمينارو کی مو چی هغه وخت ډير کيدل گډون کاوه او په کورونو کی سره غونډيدلو؛ په درسی، علمی، او ملی موضوعاتو مو سره بحثونه کول. هغه وخت د کابل ښار آزاده هوا د مباحثو دپاره ښه مساعده وه. پوهاند مجروح د همدغسی ژوند له پاره واليتوب پريښود تر څو په پيښور کی د آزادی په لار کی شهيد کړل شو. او داکتر شجاعی چی هغه هم د فلسفی يو با صلاحيته استاد وو د خلقی رژيم په اکسا کی له مينځ نه وړل شوی وو.

په همدغه وخت کی وو چه ما ښاغلی اشرف غنی له نژدی نه وپيژنده. په لنډ ډول دی ډير قوی ياد لری او تل معقول او منطقی غږيږي. د قانون، اخلاقی اصولو او د ديسيپلين په چوکات کی د ننه ژوند کوی. د سقراط په شان آزادی په قانونی ژوند کی غواړی. له قانون ماتوونکی سره نه جوړيږی، پری باندی غصه کيږی هم. اوس چی ما دی د انتخاباتی مبارزو په تلويزيونی مناظرو کی وليد د پارونکو پوښتنو په وړاندی نه احساساتی کيده. د اشرف غنی دوه مخی توب او ښويه چلند زده نه دی.

رډ غږيږی، او رښتيا وايی؛ او په خپلو اصولو دومره ټينگ ولاړ دی چی په اړه يی ټوکی هم نه خوښيږی. ډاکتر شجاعی د هغه مشر ورور د حقوقو پوهنځی استاد، ډاکتر احمدشاه غنی ته ويل چی دا ورور دی ډير جدی دی او په ټوکو نه پوهيږی.

شجاعی د ادب په چوکاټ کی دننه دغسی غوريالی توکمار وو چی جوړه يی ما هيڅ نه ده ليدلی. په هر حال اشرف غنی بی ځايه او سپک نه غږيږی. هيڅ څوک نه شی ويلی چه ده به چاته ضرر رسولی وي. ده چی په اجتماعی ژوند کی هرڅه کړی د نورو د ښی د پاره کړی دي. دی خلکو ته له خدمت کولو سره خاصه علاقه لری. دا به لدی امله هم وی چی د ده لومړنی تخصص په انسان پيژندنه کی وو.

اوس خو دی د تاريخ، سياست پوهنی، او اقتصاد عالم هم دی. د ماليی د وزير، د کابل پوهنتون د سروال په توگه له دولتی چارو سره هم بلد شوی او د امنيتی ځواکونو د انتقال په بهير کی په وطن کی گرځيدلی او له خلکو سره آشنا شوی دی.

تر هغه د مخه ده د امريکی د جان هاپکينز په پوهنتون کی ښوونه کړی او په نړيوال بانک کی يی کلونه کلونه خدمت کړی. د همدغو خدمتونو او هم د علمی شخصيت له عمله وو چی دی هم د ملگرو ملتونو د او د نړيوال بانک د مشری د پاره په نظر کی نيول شوی وو. کومی اختصاصی ټولنی دی د نړی د متفکرينو په قطار کی هم نيولی وو.

اشرف غنی په داسی کورنی کی لوی شوی چی زياتره غړو يی په خدمت کولو کی نوم ايستلی دی. نيکه يی فرقه مشر عبدالغنی خان وو، تربور يی جنرال شاپورِ احمدزوی وو چی په خلقی رژيم کی له مينځه وړل شوی. پلار يی ارواښاد شاه جهان احمدزوی، او يو تره يی ډاکتر عبدالقيوم کوچی دی چه په خلقی رژيم کی هم بندی شوی وو. مشر ورور يی ډاکتر احمدشاه غنی وو چی يو ډير ټينگ ملی شخص، او زما دوست وو. کشر ورور يی حشمت غنی د قوم مشری کوی. ډاکتر اشرف غنی د پراخ نظر خاوند دی. ده د سولی د خوندی کولو په مقصد د ناکامو دولتونو ټينگولو په لار کی کار کړی او په دغه نامه يی د لاکهارت په ملگرتوب يو اثر ليکلی چه د آکسفورد پوهنتون خپور کړی دی. په دغه نامه او په دغه مضمون ما کوم بل اثر ليدلی نه دی. د شوروی اتحاد له منحل کيدلو نه وروسته چی مخ په انکشاف هيوادونو کی ډير دولتونه په خپلو اساسی وظيفو کی پاتی راغلی او نارامی ډيره شوی ده، دغه اثر بين المللی اهميت پيدا کړی دی. په دغه اثر کی دغو ليکوالو، دولتونو او بين المللی موئسسو ته سپارښتنی وړاندی کړی او په کی دا هم ويلی چی (که زمونږ دغه بی ساری نړيواله شتمنی پراخه کيږی هغه ته بايد د ټولو لاس ورسيږی. مصئونيت بايد د نظامی قوت په استعمال سره تضمين نه شی، که څه هم نظامی مداخله به يو وخت بل وخت ضروری وی. مصئونيت به په کاری دولتونو سره يقينی شی په کومو سره چی د سياستونو او مرستو ناکامی په دغسی غبرگ تړون سره لاندی شی چی افراد، حکومتونه، او بين المللی عاملان د مسئوليتونو او وظايفو په ځالو کی سره ونښلوی).

اشرف غنی چی د نړی د ناکامو دولتونو د سمولو د پاره تجويزونه وړاندی کړی، د خپل هيواد د دولت په اړه به يی لا ډير ژور فکر کړی وی چی د سرطان د کودتا نه را په ديخوا يو ناکام دولت دی. ده پنځه کاله د مخه د (عادلانه نظام لار) په نامه په يو بل کتاب کی د هغه يو عمومی انځور کښلی او په کی يی په مشخص ډول ويلی چی: (اصلی ستونزه په سرچينه کی ده. د دولت کابينه د سرچينی په توگه په دغه فساد ککړه ده).

بيا نو بيځايه نه ده چی د ده په وينا دغه (دولت د يو کمزوری، غله، او فاسد رژيم په نامه ياديږی). د دغه فاسد دولت اصلی قربانيان د افغانستان خلک دی چی تر اوسه هم د جنگ، نآرامی، بی عدالتی، او زيادتره د غريبی په حال کی ژوند کوی. سره له دی چی په تيرو دوولسو کلونو کی له افغانستان سره دومره ډيری مرستی شوی چی په ټول تاريخ کی دومره مرستی ورسره نه دی شوی .

اشرف غنی د ولسمشری يوازينی نوماند دی چی د موجودو ستونزو اصلی سرچينه تشخيص کړی او د اصلاح په اړه يی په مناظرو کی خپل نظرونه هم وړاندی کړی.

دا په واقع کی هغه څه دی چی افغانان يی غواړی. د ده د اصلاحی نظرونو او عالی شخصيت له عمله ده چی ده ته د يو ملی مشر په سترگه کتل کيږی او د ولسمشری چانس يی يقينی ښکاری خو چه ټولتاکنی دا ځل بی له درغليو نه تر سره شی.

له اشرف غنی نه هيله کيږی چی د ولسمشر په توگه اول د فساد سرچينه اصلاح کړی. دا آسان کار نه دی خو ناممکن هم نه دی. موجود دولتی نظام د اجماع او د قانون له لاری په پښو درول شوی. خبره په چارواکو کی ده. ممکنه نه ده چه په موجودو چارواکو سره اصلاحات عملی او ستونزی همواری شی. حتمی ده چه د وزارتونو او د څانگو سروالان نوی وی او ټاکنی يی يوازی او يوازی د لياقت، کار، اختصاصی پوهی، او په يوه کلمه د شخصيت له مخی وي، نه دی ژبی، مذهب، قوميت، سمت او خپلوی په بنسټ. دوی بايد وطنپال او د لوړ ايديال خاوندان او د تحول منونکی وی. اوس دغسی افغانان د ننه په وطن او د باندی کم نه دی؛ دا هم حتمی ده چی چارواکی د قانون له مخی چلند وکړی او هر يو چی بی قانونی کوی په هر مقام کی چی وی محکمی ته وسپارل شی. د انحصاری، ايديالوژيکی، يو گوندی، او مصلحتی حکومتونو وخت تير شوی دی. په اصل کی دغسی حکومتونه وو چی افغان دولت يی ناکام او بدنام کړ. که دغه ټکي جدی ونيول شی خلک به له حکومت نه راضی شوی، ملی پيوستون به ټينگ شوی وی، حکومتی عوايد به ډير شوي او حتی دغه ناولی جنگ به بی اثره شوی وی، دولت به پر ځان متکی شوی او حيثيت به يی لوړ شوی وي. په تيره هغه وخت چی دی له بين المللی موئسسو نه مرستی تر لاسه کړی. په دی برخه د ده چانس تر هر بل افغان نه ډير دی. لنډه دا چی داکتر اشرف غنی دغسی شخصيت دی چی هم په اقتصادی چارو کی او هم د قانون له مخی د حکومت کولو او د ملی پيوستون په تينگولو کی بنيادی کارونه کولای شی. افغانان اوس دغو ټولو ته سخت ضرورت لری. نو دا پر ځای ده چی وويل شی چی افغانان د داکتر اشرف غنی ولسمشری ته ضرورت لری.

يادونه:

زه ليکوال له محترم انجنير فريد شيرزوی وردک نه مننه کوم چی له خپلو ډيرو مصروفيتونو سره سره يی په لنډ وخت کی د دغی ليکنی په تايپ او نشر کولو کی په ورين تندی مرسته کړی ده.__

0 thoughts on “افغانان د ډاکتر اشرف غنی ولسمشری ته ضرورت لری/ پوهاند کاکړ”
  1. با عزته بو هاند كا كر صاحب ؟
    تا خبل تاريخي مسو ليت به خاي كر او هم دي نه دي به خاي كري به خاي كول داجه واقيعتونه دي ويلي نه به خاي كول داجه دلته ستا وظيفه نه ختميزي ملت عامي بوهاوي ته ضرورت لري ته بايد ملت ته درسانو له لاري داسي شه شيان تهيه او دهغو أذهانو ته ورسوي زه نن تا نه بيزنم زه تا له هغه وخته بيزنم جه ته به بوهنتون كي إسناد وي او مونز ستا دشخصيت خخه بوره معلومات درلوده دوطن به خاطر هر نوع هلي اوذلي دهر مو مين أفغا ن وظيفه ده

  2. د پوهاند صيب د نورو ليکنو په څېر علمي، معلوماتي او ښه پيغام لرونکې وه.
    الله ج دې پوهاند صيب ته ډېرعمر او ښه صحت ورکړي.
    پښتانه بايد پوه شي چې ټول ويښ، شعوري، قلموال او روڼ اندي خلک ډاکټر صيب اشرف غني غواړي نوهيڅکوم بايد له فکر او پوهې سره دښمني ونه کړي کنه ورځ به يې بده شي

  3. پوهاند سیب الله ج دی درته اوږد ژوند درکړی تر څو دتل په څیر د افغان غیور ملت د خدمت مصدر وګرځئ.
    مونږ افغانانو پخوا هم په تاریخ کی دری نه جبرانیدونکی سهوی کړیدی:
    – د علامه سید جمال الدین افغان له وطنه ویستل
    -دغازی امان الله خان له وطنه ویستل
    -د شهید سردار محمد داود خان شهیدول او له واکه لری کول
    اوس که خدای مه کړه مونږ ډاکټر سیب اشرف غنی ته ددی فرصت ورنه کړو تر څو د یو ریس جمهور په صفت د افغان خاوری . خدمت وکړي نو دا به د افغانانو تاریخي دریمه نه جبرانیدونکی سهوه وی. مونږ ټولو افغانانو ته بایده دی چی سر په کار او د افغانانو دا امید او خوب په واقعیت بدل کړو. د سرلوړی افغانستان په هیله.

  4. پوهاند سیب الله ج دی درته اوږد ژوند درکړی تر څو دتل په څیر د افغان غیور ملت د خدمت مصدر وګرځئپپ
    مونږ افغانانو پخوا هم په تاریخ کی دری نه جبرانیدونکی سهوی کړیدی:
    – د علامه سید جمال الدین افغان له وطنه ویستل
    -دغازی امان الله خان له وطنه ویستل
    -د شهید سردار محمد داود خان شهیدول او له واکه لری کول
    اوس که خدای مه کړه مونږ ډاکټر سیب اشرف غنی ته ددی فرصت ورنه کړو تر څو د یو ریس جمهور په صفت د افغان خاوری . خدمت وکړي نو دا به د افغانانو تاریخي دریمه نه جبرانیدونکی سهوه وی. مونږ ټولو افغانانو ته بایده دی چی سر په کار او د افغانانو دا امید او خوب په واقعیت بدل کړو. د سرلوړی افغانستان په هیله

  5. پوهاند سیب الله ج دی درته اوږد ژوند درکړی تر څو دتل په څیر د افغان غیور ملت د خدمت مصدر وګرځئ
    مونږ افغانانو پخوا هم په تاریخ کی دری نه جبرانیدونکی سهوی کړیدی:
    – د علامه سید جمال الدین افغان له وطنه ویستل
    -دغازی امان الله خان له وطنه ویستل
    -د شهید سردار محمد داود خان شهیدول او له واکه لری کول
    اوس که خدای مه کړه مونږ ډاکټر سیب اشرف غنی ته ددی فرصت ورنه کړو تر څو د یو ریس جمهور په صفت د افغان خاوری . خدمت وکړي نو دا به د افغانانو تاریخي دریمه نه جبرانیدونکی سهوه وی. مونږ ټولو افغانانو ته بایده دی چی سر په کار او د افغانانو دا امید او خوب په واقعیت بدل کړو. د سرلوړی افغانستان په هیله

  6. ډاکټر محترم له تاسو څخه ډېره مننه کوم چې خپل مسووليت دې ادا کړو. تاسو ډېره اغېره لرئ چې په دغه ډول ليکنو سره افغانانو ته حق او باطل روښانه کړئ.

  7. مننه پوهاند صیب
    ستاسو لیکنه او نظر ډیر رول لري.
    هر افغان باید هر چیرته د ډاکتر غني د بري لپاره کار وکړي.
    د غني لپاره هم نه، بلکې د افغانستان لپاره.
    . بل بدیل (عبدالله) یو لوچک او چورسالار دی
    باید مخه یې ونیول شی.

  8. تاريخ پوه استاد کا کړ ته يو جهان سلامونه
    پوهاند صاحب واېې چې له نشتو مېړو ملک شو مېروکومو مطالبو ته چې تا اشاره کړې کاشکې د ولس مشر کرزي سر ور باندې خلاص شي دا هغه ټکي دي چې موږ د ١٩٧٩کال شا وخوا له بندې خانې وروسته په ښکلې پښتونخوا کې ور سره مخامخ شو . د تا ته يو تاريخ پوه عالم، متدين څېړونکئ او د پښتنې فرهنګ هر اړخيزه سا ينتست ېې تا زموږ د مظلوم ولس ضرورتونه ډير ښه تحليل کړي دى. موږ ستا په يادونه کې د شخصيت او دسپلين په کلمو کې له سره مخاطب يو په لومړي سر کې د تاند له ښايسته ويب پاڼې څخه ډيره مننه چې ستاسې عالمانه مضمون ېې نشر ته سپارلى.لکه څنګه چې مطبوعات اخلاقي بڼه غواړي همدارنګه کله چې لوى خداى په کلام الله کې چې انسان مې د ځمکې پر سر خليفه ټا کلئ نو همدارنګه يو خليفه بايد شخصيت او دسپلين ولري. داکتر اشرف غني د افغانستان زعا مت وړي او که نه خو ددې اهليت لري چې د افغانستان زعيم شي دغه خبره موږ په هېڅ صورت د کومې شخصې ګټو، اړيکو،او بل هر ډول تګلاري لپاره نه کوو. موږ فکر کوو چې ډاکتر
    د افغانستان د ولس لپاره ستر غنيمت دى چې په دې باندى هر اګاه،پوه او عالم افغان پوهږي مخکې له دې چې په دې نوم اوهغه نوم ېې تورن کړو
    په ډيره در ناوي
    ؛

ځواب ورکول خوشال ساپی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *