تاند – د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به نن په نوي ډيلي کې د انګلستان له لوبډلې سره په نړیوال جام کې مخامخ شي.

دا لوبه د کابل په وخت د ماسپښین په دوو بجو پیلیږي. د انګلستان کپتان اوین مورګان وویل چې دوی داسې فکر نه کوي چې دا لوبه به خامخا ګټي. مورګان زیاته کړه چې دا ستره لوبه ده او افغانستان یو خطرناکه ټیم لري چې لوبغاړي یې ډیر احساساتي لوبیږي.

د انګلستان ټیم اعلان نه دی کړې چې درې سپین باولران ولوبوي که څرنګه؟ د دوشنبې په ورځ د انګلستان ال راونډر معین علي وړاندیز کړی و چې درې سپین باولران دې ولوبیږي.

د انګلستان کپتان وویل چې پر میدان یو څه واښه ښکاري نو وبه ګورو چې تیز باولر زیات کړو که ورو باولر.

د انګلستان د ټیم بیټسمینان د نړۍ په ډیرو تکړه بیټسمینانو کې شمیرل کیږي، جو روټ، بټلر، هیلز، مورګان، سټوک او رای هغه لوبغاړي دي چې هر یو یې خورا تیزه او ښه لوبه کولی شي او د انګلستان تر نهم لوبغاړي پورې ممکن هر لوبغاړی  ښه بیټنګ وکړي. د باولنګ په برخه کې بیا د انګلستان په تیزو باولرانو کې ټاپلي چې په چپ لاس توپ اچوي خطرناکه دی، سټوک هم که وچلیده، چې تر اوسه یې په نړیوال جام کې ډیر ښه باولنګ نه دی کړی، خطرناکه دی او په سپین باولرانو کې یې عادل رشید او معین علي ښه توپ اچوونکي دي.

افغانستان ښایي همهغه لوبډله ولوبوي چې له جنوبي افریقا سره یې لوبولې وه، نو که چیرته شهزاد بیا هم په پیل کې وچلیده افغان لوبغاړي به وروسته ډاډه شي او ممکن ښې منډې جوړې کړي او د افغانستان له سپین باولرانو سره به انګریزان ښه ونه لوبیږي.

راشد ارمان، حمزه، محمد نبي، شینواری هغه باولران دي چې ښایي د انګلستان ټیم له سخت سر درد سره مخامخ کړي. د انګلستان بیټسمینان له ورو توپ اچوونکو سره ښه نه شي لوبیدلی. تر نړیوال جام مخکې چې کله د انګلستان ټیم له جنوبي افریقا سره د لوبو لړۍ پیل کړه نو په پنځوس اووره او بیا په شل اوروه لوبو کې یې د جنوبي افریقا له سپین باولر طاهر سره په هیڅ ډول ښه لوبه نه شوای کولی او طاهر ډیرې ویکټې هم واخیستې.

 دې ته که وکتل شي نو انګستان به له مشکلاتو سره مخامخ شي، خو بل لور ته د انګلستان ټیم داسې بیټسمینان لري چې د جنوبي افریقا د ټیم ۲۲۹ هدف یې هم تیره جمعه بشپړ کړ او لوبه یې وګټله. خو انګریز لوبغاړي دې ته ګوري چې ننۍ لوبه له افغانستانه په نسبتا ستر توپیر وګټي څو د دې لوبډلې چانس په نیمه پایلوبه کې زیات شي، البته انګریزان د افغانستان له ټیم څخه ویره هم لري، په تیره بیا چې افغانانو تر سریلانکا له جنوبي افریقا سره چې سخت ټیم و بهتره لوبه وکړه، نو له انګلستان سره ښایي نور هم ښه ولوبیږي او که انګلستان له افغانستان څخه لوبه بایلوده له نړیوال جام څخه یې د وتلو چانس زیاتیږي.

One thought on “افغانان نن په نړیوال جام کې له انګستان سره لوبه کوي”
  1. موږ به خپل تیم ته دعا کوو چې خدای ج یې د سرلوړي او کامیاب لري

ځواب ورکول احمد فرید قیومی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *