تاند- د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د چهارشنبې په ورځ د نیپال په پلازمېنه کتمندو کې د جنوبي اسیا د فوټبال د سیالیو په پایلوبه کې له هند سره مخامخ کېږي.

افغان لوبغاړي او روزونکي ډېره هیله لري چې پایلوبه به وګټي او د لومړي ځل لپاره به د فوټبال په مسابقو کې هیواد ته د اتلولۍ کپ راوړي.

هندي رسنیو له افغانستان سره د خپل هیواد د ملي ټیم پایلوبه خورا سخته مسابقه بللې ده.

د هندي رسنیو په وینا افغانستان د هند پر لوبډلې څو امتیازونه لري. لومړی د افغانستان ټیم د فوټبال په نړیواله دربجه بندۍ (رینک) کې اوچت دی.

افغانستان په نړۍ کې ۱۳۹ مقام لري خو هند ۱۴۵ دی. پر دې سربېره د هندي رسنیو په وینا د افغانستان د ملي ټیم اووه تکړه لوبغاړي هغه افغانان تشکیلوي چې په اروپا او امریکا کې اوسي، په نسبتاً ښو ټیمونو کې لوبېږي او په فوټبال کې د تاکتیک ښه تجربه لري.

د هندي رسنیو د راپور له مخې د افغانستان په لوبډله کې مصطفي ازاد زوی او مصطفي حدید د جرمني په لیګونو کې لوبېږي خو محمد یوسف په امریکا کې لوبه کړې ده.

خو له دې سره سره د هند لوبغاړي فکر کوي چې دا پایلوبه ګټلی شي ځکه چې هند تراوسه پوري شپږ ځلي د اتلولۍ مقام ګټلی او ویوازې یو ځل نیمه پایلوبې ته له رسېدو پاتې شوی دی.

همداراز تېر ځل هندي لوبغاړي افغانستان ته په پایلوبه کې څلور پر صفر ماتې ورکړې وه.

په تېره اتلولي کې، چې په نوي ډیلي کې وشوه، ریفري د هندي لوبغاړو پلویتوب وکړ، د افغانستان ګولکیپر ته یې نه یوازې په ناحقه پینالټي ورکړه بلکې له میدانه یې هم وایوست.

د افغانستان د ملي ټیم کیپتان فخرالدین امیري تېرې پایلوبې ته په اشارې وايي:«موږ به یقیناً غچ واخلو، سره له دې چې احساس کوو چې تېر ځل ریفري ناځواني وکړه. موږ ترهندي لوبغاړو خورا زیات امتیازونه لرو. هم د تاکتیک له پلوه او هم له فریکي(جسمي) نظره بره یو.»

هند له مالدیپ سره په لوبه کې له یوې بلې ستراتیژۍ کار واخیست چې نتیجه یې ورکړه. مالدیپ په بي ګروپ کې د لومړي ټیم او افغانستان د دوهم ټیم په توګه نیمه پایلوبې ته وتلي ول.

دواړو ټیمونو په خپل منځ کې مسابقه صفر پر صفر مساوي کړې وه.

One thought on “افغانان هیله لري چې د لومړي ځل لپاره به د فوټبال د اتلولۍ کپ وګټي”

ځواب ورکول shams ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *