طبیعی خبره ده چی د هر لیدلوري یا ایډیالوژی سپاهیان ځانونه په حقه بولي، خو بیا په افغانستان دی خبری آن دینی رنګ موندلی.عالمان خو خیر د پیغمبرانو وارثین دی . هغه چی ځانونه عالم بولی او د دین احکام له خپلی خیټالوژی نه تحلیلوی هم دین بدناموي او هم ځان د اخرت په ورځی مخ تورن کوي.
څنګه چی لوی سیدجمال الدین افغان ویلی وو د مسلمانانو وروسته پاتی کیدل د هغوی د عالمانو وروسته پاتی افکار دي.
حنفی فقه وایی که چیری د دوو ستونزو سره مخامخ شوی د لویی ستونزی څخه د ژغورلو لپاره ،کوچنی ستونزه وټاکی. تر څو د وړی ستونزی په ټاکلو سره له لویی ستونزی خلاصون ومومی. خو موږ د هغه امام پیروان یو ،بیا هم د دوو ستونزو سره د مخامخ کیدلو په صورت کی همیشه لویه ستونزه خپلوو.
موږ ټول له دی سره موافق یو چی د افغانستان د نوی او ځوان حکومت په راتګ سره لا تر ننه ډيری لوی ستونزی لاینحله پاتی دي. خو د همدی ستونزو او د افغان حکومت د نه ځواکمنتیا دلیل هم د وسله والو موجودیت دی. چی هغوی د وړی ستونزی پرځای د لویی ستونزی ټاکل کیدل غوره کړي.دا سمه ده چی حکومت کی زیاتی ستونزی موجودی دي.
حکومت د فساد ،قاچاق ،مخدره توکو او ښی حکومت ولی په چارو کی پاتی راغلی ،خو که هغو سیمی ته پام وکو کومی چی د وسله والو تر واک لاندی دي . د هماغو سیمو د خلکو ژوند تر هغو ډیر خراب دی کوم چی د حکومت تر حاکمیت لاندی سیمو کی ژوند کوی.
اکثره افغانان د حکومت تر کنترول لاندی سیمو ته پناه وروړي. هلته ورته ژوند کول تر هغو سیمو زیات غوره ښکاري کوم چی د وسله والو تر واک لاندی دي. د افغانستان د حکومت د نه پرمختګ او پاتی راتللو لوی دلیل هم وسله وال دي ځکه که چیری دوی په یوه سیاسی چوکاټ کی د خلکو ترڅنګ کار کول پیل کړی وای ،نن به د افغان ملت د بچیو د مورکی له سترګو اوښکی نه تویدی هم به مو ځوریدلی هیواد د نړیوالی ټولنی وروسته پاتی هیواد نه بلکه یو پرمختللی هیواد وو. وسله والو نه یوازی دا چی د خپلی حنیفی فقی خلاف عمل کوي او د دوو ستونزو سره په مخ کیدلو یی وسله واله مبارزه یعنی لویه ستونزه خپله کړی ،بلکه د حکومت د نه پرمختګ او وروسته پاتی کیدلو عاملین هم دي.
که په اسلامی حکومتولی کی د کفارو سره د اړیکو درلودل کبیره ګناه کڼل کیدله نو بیا به زموږ خوږ پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص کفارو ته اجازه نه ورکوله ترڅو د جزیی په ورکولو سره د اسلامی دولت په چوکاټ کی ژوند وکړي. زموږ د پیغمبر اسلامی دولت به د نړی د کفری نظامونو سره د اړیکو درلودلو لپاره قاصدین نه استول.پیغمبر ص دی نړی ته د کفارو لپاره د دوزخ استولو لپاره ځان مکلف شوی نه ګاڼه. همیشه به یی د کفارو سره پر احسان ټینګار کاوه. لکه څرنګه چی حکم بن قیس مخکی له دی چی ایمان راوړي ټینګ مشرک وو. د مسلمانانو خاوری ته راغی او د مسلمانانو په قلمرو کی یی پیغمبر ص مبارک ته طعنه او پوچ الفاظ استفاده کړل. سملاسی یوه صحابی چی هلته موجود وو توره راوباسله او پیغمبر ص ته یی وویل چی اجازه راکړه سر تر ووهم. خو پیغمبر ص ورته وفرمایل دوزخ ته د خلکو استول هنر نه دی.څه وخت بعد هماغه حکم بن قیس مسلمان شو که چیری هماغه صحابی یی تر مسلمان کیدلو مخکی وژلی وای ځای به یی دوزخ وو. خو حضرت محمد ص احسان پری وکړ جنت یی نصیب شو.
نن داسی وخت رارسیدلی چی د الهی عذابونو مسولیت د خدای بنده ګانو په غاړه اخیستی. په اور کی سوزول په چاړه حلالول ،
پداسی حال کی چی مسلمان اجازه نلری د حلالی په مهال د هغه حیوان مخی ته چاړه تیره کړي ،کوم چی حلالوو. کله چی څښتن تعالی پر حیواناتو په رحم کولو امر کړی ،نو بیا ولی موږ د خدای بنده ګان د انسانانو له وژلو خوند اخلو.
د افغانستان په خاوره کی ۹۹ سلنه خلک مسلمانان دي آیا د مسلمانانو د وژلو پر ضد فتوا به د مسلمان له خولی شوی وي؟
ټول پدی پوهه دي چی وسله وال د بهرنیو استخباراتی کړیو د عملونو د اجرا کولو پرزی دي . هغوی خپلو موخو ته اسلامی رنګ ورکړی. بهرنی استخبارات پوهیږی چی که جنګ ته اسلامی رنګ ورکړل شی ،تر آبده به دوام ولري او هم به یی د جذب لیکی ښی ګرمی وي. ځکه چی د افغانستان په شان جغرافیا کی اوسیدونکي خلک د مذهبی او سیاسی شعور تر پوخوالي نه دی رسیدلي. ژر په یوه منطقی او ضعیف دلیل هم فریب خوري.بیا دا نه ګوري چی نری تکبیر د کافر که د مسلمان له خولی راووت خو ژر د الله اکبر په ویلو سره له ګناه ګار او بی ګناه دواړو سر غوڅوي.
طالبان کاڼه دي دغسې خبرې نه اوري او نه یې لولي بس د افغانستان تباهي او پاکستان ته د ډیورنډ او د جلال آباد د اوبو ګټل په ځان فرض ګڼي
وروره نوم دې هم ندی لیکل شوی ښې موضوع ته دې اشاره کړې ده، الله تعالی دې پر موږ افغانانو ورحمیږي،قدرمنه موږ په بدوکې بد څنګه ولټوو،اوس دعا نشو کولای چاته دخیر دعا وکړو او چاته ښېرا،ګرانه زه یو له هغو کسانو څخه یم چې دطالبانو لخوا دخپل کور کلي پرېښودو ته اړ شوی یم په بل سېمه کې ژوند کوم،دلته قدرمنه یو شی ډېری مهم او دیادولو وړ دي چې ددولتي حاکمیت په ساحه کې دچارواکو دبې مسوولیتۍ،دقانون دنه پلي کیدو،اخلاقي فساد او … له امله ډېر په تشویش کې یو.ولې داخبره بیا هاخوا هومره دتشویش وړ نه وه .
دکابل په خلکو چی دکفر او مرگ فتوا صادره کریده. دمفتی ایمان مشکوک او د طالبانو ایمان هم هذالقیاس