له هېرودت نه تر کننګمه: 

شهسوار سنګروال

د افغان کلمه په يو شمېر کتابونو کې د اسلام سپېڅلي دين له خپرېدو د مخه او وروسته په بېلابېلو بڼو ياده شوې ده موږ تاريخ يمني، اداب الحرب والشجاعه، طبقات نا صر ي، تاريخ ګزيده او نور د بېلګې په توګه يادولی شو. فرانسوي عالم دوپوسن ليکلي دي پختون يانې افغان …«د افغانستان قومونه» په نوم کتاب کې د الفسټن له قوله ليکل شوي دي چې «افغانانو» د غزنوي محمود او نورو غزنوي شاهانو د لښکر يوه ستره برخه جوړوله خو په غور مېشتو سيمو کې همدغو پښتنو خپله خپلواکي ساتلې وه، د الفسټن د څرګندونو له مخې ګورو چې افغانان پښتانه او پښتانه افغانان ګڼل شوي دي.

 له دغو څرګندونو څخه دې پايلې ته هم رسېږو چې لومړی خو د افغان نوم په پرله پسې توګه يو شمېر ختيځ پوهانو ياد کړی دی، دويم دا چې افغان او پښتون يې يو د بل مترادف ګڼلی دی. دريمه خبره د الفسټن د يادونې له مخې دا ده چې پښتانه يا افغانان که د سلطان محمود په لښکر کې هم وه ولې په دغه سيمه کې د يوه ستر قوم په توګه د واک او ځواک څېښتن وه.

په دغه مهال يانې د دريمې، څلورمې او پنځمې لېږدي پېړيو په شاوخوا کې افغانانو چې ځنو څېړونکو په خپلو ليکنو کې هم پښتانه ياد کړي او هم افغانان، په دريو سيمو کې د واک او ځواک څښتن وه. چې د ساري په توګه د غور شاوخوا سيمو کې سوريا ن، د کابل نه نيولې تر زابل پورې لويکان او لغمان، ننګرهار نه را واخله تر ملتانه پورې لوديان چې پلازمېنه يې پخپله د ملتان ښار وو يادولی شو.

داچې د مخه مو وويل دريم شاپور د ځان لپاره (۳۰۹ – ۳۷۹ ع) د اپکان Apkan لقب غوره کړی وه ښايي دا نوم به له دېنه د مخه هم وه.خو دا چې دا به د کوم تن نوم وه يا به د کوم ټبر نوم وه لا تر اوسه په دې اړه بشپړ معلومات په واک کې نشته او پدې اړه ژبپوهانو هم دومره ژوره څېړنه نده کړې چې د دغو کلمو اصلي رېښه (اپکان = اپه ګان، ابګان، اوګان، اوغان او نور) ومومي. ولې دغه خبره لا هم سپينه شوې نه ده چې په يادو شوو کلمو کې کومه کلمه لومړۍ کلمه وګڼل شي…؟ موږ دا هم وويل ، وروستيو څېړنو ښودلې ده چې د افغان له اوسني نوم نه د مخه نوم «اوغان» وه دا ځکه چې په ظفر نامې، ملفوظات تيموري او په مطلع السعدين کې دغه کلمه په ورته بڼه راغلې ده.

«ابونصر محمد بن عبدالجبار عتبي پخپل نامتو کتاب يميني کې ښکلي دي چې افغان د اوغان معرب دی.»([1]) بيلو هم ورته خبره کړې ده، ولې دلته بيا پوښتنه پيدا کېږي چې ولې دريم شاپور ځانته د اپګان= افغان لقب غوره کړ؟

د مخه هم وويل شول، پرته له شکه چې ابګان = اوغان او په معاصره بڼه اوسني افغان ، نه يوازې د پښتون مترادف دی بلکې د دغو دواړو نومونو څښتن ټبر ميلمه پال هم دی او مېړنی هم، نو ځکه يې ښايي دغه نوم د ځان لپاره مناسب ګڼلی وي؛

په پښتو ادبياتو کې هم له لرغوني ادبي پېر نه را واخله تر مينځيني ادبې پېر او ان تر اوسه پورې د افغان  کلمه د ننګ، تورې، اتلولۍ او د نورو دا ډول کړو وړو ستاينه ده لکه د خوشال خان خټک دغه شعر:

د افغان په ننګ مې وتړلـه تــوره

ننګيالی د زمانې خوشال خټک يم

د ساسانيانو په دربار کې له مېشتو پښتنو مشرانو را واخله د غور تر پښتنو مشرانو پورې چې د افغان نوم ورته منسوب وه په پرېکنده توګه نشو ويلی چې ګنې د افغان نوم د ساسانيانو له واکمنۍ نه پيل شوی دی. که چېرې  داسې وي نو دغه نوم څرنګه ساساني دربار ته ورسېد؟ او يا ولې په دغه دربار کې بل قوم ته دغه نوم منسوب نشو؟ له دغو څرګندونو ښکاري چې دغه نوم له دغه مهال نه ښايي د مخه هم پښتون ټبر ته کارول شوی وي چې بيا وروسته پښتنو همدغه د افغان نوم له ځان سره تر ملتانه پورې يووړ چې هلته غوري لوديانو (شيخ حميد لودي، نصر لودي…) حکومت کاوه.

پښتنو غوريانو د خپل واک او ځواک لمن ورو ورو د هند نيمې وچې بېلابېلو نورو سيمو ته وغځوله ــ

يو شمېر پښتانه که د ساسانيانو په دربار کې د افغانانو په نوم يادېدل خو په هندوستان کې بيا د پټان په نامه هم نومول شوي دي.

کننګم د هند په لرغونې جغرافيه کې د «اوپوکين يا افغان» تر سرليک لاندې ليکي: «زه ډاډه يم چې د هون څانګ، د اوپوکين مطلب هرومرو افغان دی.»([2])

همدا رنګه يو بل څېړونکی داسې انګېري: «پښتانه له امو نه تر اټکه، له هراته تر کشمېره، له کرمانه تر ملتانه او له چتراله د عربو تر سمندرګي پورې استوګن وه… پښتانه له پخوا نه هندوستان ته لېږدېدلي دي، هلته يې لوی او واړه حکومتونه جوړ کړي دي او په ايران يې هم يو څه موده واکمني کړې ده.»([3])

يو شمېر څېړونکي لکه محمود کتبي، برهان الدين ميرخواند، عبدالرزاق سمرقندي، او نور پدې اند دي چې که يو شمېر تاريخپوهان افغان د پښتون ټبر مترادف ګڼي خو د افغان کليمه اوس افغاني مغلو، افغاني ترکانو، افغاني تاجکانو، افغاني شيعه ګانو، افغاني سونيانو، افغاني هندوانو، افغاني هزارګانو او نورو مېشتو بېلابېلو قومونو ته هم استعالېږي.

هېرودت Herodotus (۴۸۶ – ۴۲۶ م ز) د لرغوني افغانستان د يو شمېر قومونو يادونه په خپل نامتو اثر چې په لندن کې ژباړل شوی او خپور شوی دی کړې ده چې ډېر پخوا په افغانستان کې مېشت او ودا ن ول.

نوموړي تاريخپوه چې د تاريخ پلار ګڼل کېږي د اپرېتي = اپارتي (اوسني اپرېدي)، باکتريا (باکتر = باختر Bactrian’s)، پکتيکا (Pactyica) او پختويس (پکتويس) نومونو يادونه کړې چې د پام وړ ګڼل کېږي.

د لرغونو اريايانو په لرغوني کتاب ريګويدا کې د پني، بريسا (بړيڅ) پروته (اپرېدي) يادونه هم شوې ده. په مهاباراتا کې چې په سنسګرت ژبه کښل شوی دی د اسواکا يادونه هم شوې ده او د هېواد د تاریخپوه احمد علي کهزاد اسواکا يا اسواغانه د سنسګرت ژبې يوه ترکيبي کلمه ګڼلې چې د آس او مکان مانا لري. دلته د آس کلمې يادونه وشوه، د دې کلمې په اړه بايد وويل شي ،هغه مهال چې په باختر کې اسپه کورنۍ واکمنه وه ،دغه بخدي واکمن د دلهرا اسپه، وشتاسب، ګرشاسپه (غرشاسپه) او داروت اسپه په نومونو ياد کړ شوي دي.

ګرشاسپه (غرشاسپه) چې په اووم نسل کې د قومونو د شجرې له مخې فريدون (په اوستا کې تري تونا traitona  را غلی دی) ته رسېږي .ولې فريدون بيا په لسم پښت کې يما ته ځان رسوي چې ګرشاسپه (غرشاسپه) کورنۍ د زابلستان واکمن تېر شوي دي. خو غرشاسپ (ګرشاسپ) د پېشداديانو کهول ګڼل شوی دی.

په اوستا کې د ده پلار تريته Tritta په ګوته شوی دی. نوموړی د هېواد په لرغوني تاريخ کې هغه څوک دی چې له سوما (هوما) څخه يې زوخا جوړه کړې ده.

همدارنګه د زرتشت پلار پوروش اسپه هم خپله شجره د اسپه کورنۍ پورې تړي.

نامتو لرغون پوه «ارين» د سوات او باجوړ وګړو په ډله کې د اسپه زي aspazi ټبر يادونه کړې ده.

وروستيو څېړونکو دغه وګړي يوسف زي ګڼلي دي.

يو بل نامتو لرغون پوه سترابون اسپه زي (هپه سي) په نوم ياد کړي دي. خو سراولف کېرو په پټانز نومي کتاب کې دغه دواړه يادې شوې کلمې يوه کلمه بللې او د اسپه زي معرب يې اوسني يوسفزي ګڼلي دي.

«پوهاند جاوېد هم اراکوزيا (يا اراخوزيا) الکوزی، ساکزي ،سهاک (ساک) او دا ډول نور نومونه يو د بل سره ورته ګڼي([4])

که چېرې ساک زي، سهاک، ضحاک يو شی وګڼل شي نو د دې کلمې ريښه ښايي ساک = ساکا وي او که داسې وي نوساکا (ساکان) کلمه په هخامنشي ډبرليکونو کې د saka په بڼه انځور شوې ده. چې په تورات کې اشکوز = اشکناز، په يوناني متونو کې Skuthui ياده شوې ده.

له دغو څرګندونو نه برېښي چې د هيواد په لرغوني تاريخ کې ساک (ساکان چې له مخزېږدي او زېږدي پيړيو کې واکمن وه) اوسني سهاک، اپرېتي اوسني اپرېدي، بختيان اوسني پښتانه (پختون= پښتون)، ستاګېدي اوسني خټک، ګنداريان (ګندهارا) اوسني کنداريان او نور يادولی شو.

تازيان اندری حصـاری قافــله در قافلـــه

بختيان اندر صحاری کاروان در کاروان

                                      (مسعود سعد سلمان)

پختګان بر چون بختيان افتان و خيزان مست شوق

ني نشانـــي از مي و ساقــــي و مـي دان ديـده انــد

بختيــــان نفس مــن کــــــه جــــرس دار شـــونـــد

از دهـــــان جـرس افغـــــان خـــراسان يـــــابـــــم

                                                (خاقاني)

نامتو ختيځ پوه برنارډ ډورن هم لکه د يو شمېر نورو ختيځ پوهانو په څېر د پښتنو په اړه اوږدې څرګندونې کړې دي او په پای کې د خپلو څېړنو په ترڅ کې دې پايلې ته رسېدلي چې پښتانه (ډورن د افغانانو تاريخ۷۲مخ) دهندو اروپايي ولسونو د هغې سترې کورنۍ غړي دي چې لرغونی تاريخ لري. جورج روز بيا د خپلوڅېړنو پدغه اړخ ټينګارکوي چې پښتانه (وګورۍ روزجورج د شرق سلطانان۷۹مخ) ديوه خپلواک اولس په توګه په هغو سيمو کې ژوند کوي چې ټول ملي او سنتي روايتونه يي خوندي کړي دي. نوموړي دا هم پخپل نامتو اثرکې ليکلي دي «پښتانه د فارس سلطانان ول او په کلونو کلونو يي پر هند واک چلولی دی.»([5])

يو بل نامتو تاريخپوه برون Brown چې د ايران په تاريخ يي ډېرې څېړنې کړې دي کاږي: «د غور واکمن ټبر د فېروز کوه د غره اوسېدونکي پښتانه دي.»([6])

تامسن وليم بيل Tamsun – W – B د واکمنو پاچاهانو ټبر د غوري افغانانو د ټبر پاتې شوني ګڼي. ولې بيلو په ځغرده ويلي دي چې دا کلمه اريايي ده.

افغان تاريخپوه مير غلام محمد غبار کښلي دي چې پاکت يان يعنې پښانه د پاختيا په غرونو کې خواره شول. ځنې د بوديزم پلويان ول او ځنې بيا د زرتشت پلويان.

پوهاند حبيبي ليکلي دي: «ساکان چې ګرځنده يو کوچی ټبر و د امو سوېل ته د باختر په سيمو کې له پکت – پښت او پښتنو سره ګډ شول د ساکه نوم يې په دغه پښتنو کې پرېښود.»([7])

د دغه اند په هکله يوې ژورې څېړنې ته اړتيا ده چې آيا ساکان له پښتنو سره ګډ شوي دي او که پښتانه له ساکانو سره؟

له دې مهمه لا دا ده چې پښتانه د ساکانو زوزات دي او که ساکان د پښتنو ټبر يوه ساکي څانګه ده؟

دريمه پوښتنه لا دا کېدی شي چې دغه دوه لرغوني ټبرونه پخپلو کې نږدي تربوران دي او که يو د بل اولاد ده؟

هره خبره چې وي ويبه خو د ساک، ساکا، سهاک، ساکزي، اسحق زي، ساکان، افغانان او په ټوله کې د پښتنو د قومونو په شجره کې ساک زي او سهاک دوه نامتو قومونه دي چې د افغانستان په ډېرو سيمو کې مېشت او ودان دي.

زما د پوهې له مخې ساکان د اوستايانو، پارتيانو، ماديانو او پارسيانو تر څنګه پنځم اريايي ټبر ګڼل کېږي. ولې ساکي کوچي ټبر او پاکت يان (پاختيان = پاکتانه = پختانه) د تاريخ په اوږدو کې ډېر نږدې اوسېدلي دي. ښايي په دې بنسټ سره دغه دواړه ټبرونه د يو پلار اولاده وګڼو.

ساکان د هندو اروپايي وګړو يوه څانګه ده چې په اوستا کې يې توريا (ښايي اوسنۍ مانا يې تورزن وي) بولي. نامتو ختيځ پوه برنارد ډورن کښلي دي: «پښتانه د هندو اروپايي وګړو څخه يو لرغونی ټبر دی چې لرغونی تاريخ لري.»([8])

اثوريانو پخپل مهال ساکان «اشکوزي» بللي دي. د تېرو څرګندونو له مخې که چېرې موږ د ساک (سهاک) او ساکي ريښه يوه وګڼو بيا خو په تورات کې د ويته اشکوز (اشکناز) ويل شوي دي چې اوس موږ په يوناني متونو کې دغه کلمه د Skuthui په بڼه ليدلی شو.

هخامنشيانو بيا ساکان بللي دي او د بيستون په ډبرليک کې سکاسم (اوسنۍ بڼه شکاشم) ياد شوي دي.

ډېرو څېړونکو د ساکانو استوګنځی د واکمنۍ په مهال غور، سيستان او يو شمېر نورې سيمې ښودلې دي او همدارنګه پښتانه هم په بلخ، غور، سيستان، فراه، غزني او د کابل په شاوخوا کې استوګن ول. همدا لامل دی چې پښتانه په ويدا کې د پکتاس په نوم، هيرودت د پکتيان په نامه او بطليموس د پکتين په نوم ياد کړي دي.

همدا راز د پښتو ژبې نامتو څېړونکي جورج مارګنسټرن د تاريخي او مقايسوي ژبپوهنې له مخې چې نوموړی ډارمسټر نه وروسته پدې برخه کې لوړ مقام لري ليکلي دي: «پښتو په ختيځې اېراني ژبو کې د ساکانو لرغونې ژبې ته دومره نږدې بولي ،چې  وا يي پښتو د ساکایو ه لهجه ده.»([9])

که چېرې موږ پښتو د ساکې ژبې يوه لهجه وبولو نو بيا خو پښتو ژبه لږ تر لږه دوه زره کاله پخوا معموله وه.

دا به ډېره ګرانه وي چې د پښتنو د اصلي ټاټوبي په اړه وويل شي چې دوی لومړی چېرته ودان ول؟ ولې کورني او بهرني څېړونکي په دې اند دي چې د پښتنو لومړی ټاټوبی لکه د نورو اريايي قومونو په څېر بلخ دی. لکه د تاريخپوه غبار خبره که چېرې پاکت يان (پاکتانه = باختانه) اوسني پښتانه وي د دوی اصلي ټاټوبی باختر دی.

پوهاند حبيبي ليکلي دي: «سوريان د خراسان او غور د افغانانو يو ټبر وه چې تر اوسه هم د هرات شمال لوېديځ د بادغيس د زور آباد (سور آباد) په شاوخوا کې د زوري (سوري) په نامه استوګن دي.»([10])

د پښتنو د شجرې له مخې د سوري کورنۍ له نوميالو څخه يو هم د خرنک زوی شنسب وه چې د منهاج السراج په قو ل دحضرت علي همهالی وه دده په وخت داسلام دين ومانه. دی لومړنی حکمران وه چې له ده نه وروسته د ده اولاده امير فولاد غوري (سوري) پر تخت کېناست.

نورو څېړونکو او شجره کښونکو هم د سوريانو په اړه ډېره څه ليکلي دي او دې پايلې ته رسېدلي دي چې دوی د لوديانو له پښته دی او اصلي ټاټوبی يې غور وه.

له لودي او سوري ټبر نه زموږ د هېواد په تاريخ کې ډېر نوميالي پېژنو چې نه يوازې په افغانستان کې واکمن ول بلکې له هېواد نه بهران دهند په نيمه وچه کې هم ټولواکمني چلولې ده چې موږ دشنسب له اولادې  نه امير فولاد غوري، امير کروړ سوري، شيخ حميد لودي، نصر لودي، امير سوري، امير محمد سوري، امير بوعلي د محمد سوري زوی او نور د بېلګې په توګه يادولی شو.

پدې اړه پوهاند عبدالحی حبيبي کاږلي دي: «ابو المظفر معزالدين محمد بن ساسم قسيم اميرالمؤمنين هم د ختيځ او الی شنسب پاچا وو.»([11])

د دغې کورنۍ يو ستر واکمن غوري شهاب الدين و، چې د خپلې ټولواکمنۍ لمن يې ان د هند تر نيمې وچې پورې وغځوله.

د همدې لړی په بنسټ لودي بهلول، لودي سکندر، لودي ابراهيم، سوري شېرشاه، سوري سليم شاه او په سلګونو نورو نوابانو او د پښتنو مشرانو د هند په نيمه وچه په مرکزي او سيمه ييزه کچه حکومت کړی دی.

همداراز د افغانستان په معاصر تاريخ کې له ميرويس نيکه نه وروسته محمود هوتک او شاه اشرف هوتک نه يوازې د افغانستان واکمن وه بلکې د خپلې ټولواکمنۍ لمن يې ان د ايران تر اصفهانه پورې وروسوله.

احمد شاه ابدالي چې په ۱۷۴۷م کال په تخت کېناست نو د خپلې واکمنۍ د پراختيا او پرمختيا لپاره يې مټې را ونغاړلې او د يوې لويې ټولواکمنۍ بنسټ يې کېښود چې شمال ته يې امو سيند، سوېل ختيځ ته يې کشمير او ډهلي او لوېديځ ته مشهد او نيشاپور پورې شاوخوا سيمې تر خپل واک لاندې راوستې.

[1] – د ادبياتو تاريخ ۳۲ مخ.

[2] – تږی پوهاند حبيب الله پښتانه ۵۵ مخ.

[3]  – همدغه اثر ۶۵ – ۱۱۴ مخونه.

[4]  – پوهاند جاوېد، اوستا ۲۵ مخ.

[5]  – روز جورج د شرق سلطانان ۷۹ مخ.

[6]  -سنګرال شهسوار د افغانستان د تاريخي جغرافيې څرنګوالی ۴۳۱ مخ.

[7]  – حبيبي پوهاند عبدالحی د افغانستان لنډ تاريخ ۶۴ مخ.

[8]  – ډورن برنارډ د افغانانو تاريخ ۷۲ مخ.

[9]  – تږی پوهاند حبيب الله پښتانه ۴۶ مخ.

[10]  – د افغانستان لنډ تاريخ ۱۷۱ مخ.

[11]  – حبيبي پوهاند عبدالحی د افغانستان لنډ تاريخ ۱۸۱ مخ.

2 thoughts on “افغانان کله پښتانه او پښتانه کله افغانان وګڼل شول؟”
  1. بعضی تاریخنویسان پشتونها را ازیکی از دوازده قوم گمشده بنی اسرائیل میدانند و حتی میگویند که پشتونها اولاده افغانه نواسه طالوت یا شائول پادشاه اسرائیل میباشد که در غور اقامت گزید و اولاده اش بعدآ به دین اسلام رو آورند.

    برایم جالب است آقای سنګروال صیب از این ذکر چنین یک تئوری قوی تاریخی اجتناب ورزیدند.

    این چیزی نیست که از آن ما بشرمیم . من منحیث یک افغان و پښتون به خون ام و شجره ام افتخار میکنم، حتی اگر این خون وشجره ام از اسراییل هم باشد!
    از مسلمانی ما یک و نیم هزار سال میگزرد اما خونما قدامت اش از آ ن به مراتب بیشتر است.

  2. دخاقاني په شعر کې د (افغان ) له کلیمې څخه مراد کله هم پښتون پشتون او افغان نه دی ، بلکه دلته افغان له جرس په څنګ کې دشوراوفغان په مانا راغلی دی .
    دداسې مهمې موضوع په اړه دیوې علمي او تحقیقی څیړنې په هیله
    خدای مو مل لوستونکو

ځواب ورکول zarigul ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *