تاند- د افغانستان حکومت پاکستان ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان، پاکستان، تاجکستان، د سوداګرۍ او ترانزیت (PATTTA) موافقه ژر تر ژره عملي کړي.

د دې موافقې اجرا افغانستان ته د واګې- اتاري پولې له لارې د هند بازارونو ته د رسېدو امکان برابروي.

د انډیا بیزنس د راپور له مخې، یوه چګپوړي افغان چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط دې ورځپاڼې ته وویل:«موږ اوس د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی چې که دوی غواړي د تاجکستان د پولو له لارې د منځنۍ اسیا هیوادونو ته صادرات وکړي، پاکستان هم باید موږ پرېږدي چې د واګې – اتاري بندر له لارې راکړه ورکړه وکړو.»

ټاکل شوې ده چې دواړه هیوادونه راتلونکې اوونۍ د (PATTTA) موافقې د اجرا په اړه نهايي خبرې وکړي.

په دې اړه لومړی پلا د هند د سوداګرۍ او صنایعو پخواني وزیر اناند شرما خپل پاکستاني ساري مخدوم امین فهیم ته په ۲۰۱۲ م کال وړاندیز وکړ. وروسته د نریندرا مودي په مشرۍ د هند اوسني حکومت د دې وړاندیز کلک ملاتړ وکړ.

د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګري راکړو ورکړو اوسنۍ اندازه په کال کې (۲۰۱۴- ۲۰۱۵) کې تر ۶۹۴ ملیون ډالرو اوړي. دا په داسي حال کې ده چې په ۲۰۰۲ – ۲۰۰۳ م کال کې ۸۰ ملیون ډالره وه.

2 thoughts on “افغانستان، منځنۍ اسیا ته د پاکستان صادرات د هند او افغانستان له راکړو ورکړو سره مشروط کړل”
  1. زئی مڑہ خپل کار کویئ ۔یا بہ ہندوستان سرہ راکڑہ ورکڑہ کوئی او یا پاکستان سرہ۔دواڑہ مزے مو و نہ لیدلے کوتی کوتی

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *