Afghanistan, Pakistan and India: A Paradigm Shift

د خان ولي خان بشرمل له لوري په کتاب باندې تبصره

شیدا محمد ابدالي علاوه پردې چې د افغانستان له لوري د هندوستان په هیواد کې د سفیر په توګه دنده تر سره کړي ده، د نیپال، بوتان او مالدیف هیوادونو لپاره يې هم د یوه داسې سفیر په حیث دنده ترسره کړي ده چې هلته میشت شوی نه وي (non-resident ambassador). پخوانی دنده يې ملي امنیت مشاور مرستیال او د افغانستان د پخواني جمهور رییس حامد کرزي سلاکاري ده.

د ده وروستی کتاب چې د“ افغانستان،پاکستان اوهندوستان: یوبنیادي بدلون” تر عنوان لاندې لیکل شوی، یو له هغه لویو او غوره کتابونو له جملې څخه دی چې تر ننه د کوم بل افغاني دیپلومات په واسطه نه دی لیکل شوی. دی یو ډیر محور سیاسي شحصیت دی او د خپل هیواد لپاره يې په امنیتي، اقتصادي او کلتوري برخو کې غوره خدمتونه وړاندې کړي دي، د دری واړه ملتونو تر منځ يې د دوستانه اړیکو په رامنځ ته کولو کې په ریښتیني ډول داسې همکاري کړي ده، چې نا ممکن يې ممکن کړي دي.

سفیر ابدالي د حامد کرزي حکومت ته یو منلی شخصیت و، او د ملي امنیت د ډیرو مهمو مسایلو په پالیسي جوړولو کې يې اساسي رول لوبولی دی. په داسې حال کې چې نوموړي د ملي امنیب شورا د مرستیالی تر رهبری لاندې ناستو او  د ملي امنیت شورا ناستې يې تنظیمولې، د مختلفو افغانانو او نړیوالو تر منځ يې د ستراتیژیکو همغږیو او پوهاوي راپوهاوي چارو کې خورا مهم رول لوبولی دی. د ده په دا ډول فعالیتونو کې د هیواد امنیتي، اقتصادي او سیاسي اړتیاوې انعکاس شوي دي. د ډیرو ستونزو سره سره د یادولو وړ ده چې سفیر ابدالي د دې تر څنګ چې د افغانستان او هندوستان هیواد تر منځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو ټینګولو پر چارو بوخت و، د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ يې د ستراتیژیکې ملګرتیا تړون په لاسته راوړلو کې هم د یوه ښه مباحث په حیث دنده تر سره کړي ده.

‘افغانستان،پاکستاناوهندوستان: یوبنیاديبدلون’یو داسې کتاب دی چې لیکوال يو لوري ته په تاریخي ډول پاکستان هیواد پر ملي تمامیت باندې د هندي طرحو په وجه د پاکستان اروايي ګډوډیو ته ژوره کتنه کړي ده او بل لوري ته د پاکستان هیواد پر هغه هڅو باندې بحث شوی دی چې د افغانستان او جنوبي اسیا ګاونډي هیوادنو تر منځ د اقتصادي پرمختګونو د له منځه وړلو سبب کیږي. د دریو واړه ملتونو د اړیکو په مورد بحث ته لیکوال د هغه پوهانو اثارو ته کتنه کړي ده چې د افغانستان او د هغې ملاتړو هیوادونو لکه د هندوستان هیواد، چې د افغانستان سره د پرمختیايي اړیکو په درلودلو سره پاکستان هم متاثره کوي. دی د خپلې دوکتورا د څیړنې په پایله کې دې نتیجې ته رسیدلی دی چې د بري یوازینی لار د دری واړه هیوادونو تر منځ مشترکې ګټې او کلتوري ارزښتونو پیاوړي کول دي.

د دری واړه هیوادونو د ستونزې د هواري لپاره يې داسې حل لاره وړاندې کړي ده چې ساده او د پوهیدو وړ ده. د نړی په مختلفو ژورنالونو او مجلو کې د لیکوال مختلفې مقالې خپرې شوي دي. په واشنګټن ټایمز (Washington Times)، فارېن افیرز (Foreign Affairs)، دا ډیپلومات (The Diplomat)، ډیپلوماتیک کوریر (Diplomatic Courier)، دا هندو (The Hindu) او د انډین ایکس پریس (Indian Express) کې د ده د مختلفو مقالو ښکاره کیدل او همدارنګه په افغانستان کې د کمزوري حکومت والی او بې ثباتی: د وړاندې تګ لاره تر عنوان لاندې د څېړنیزې مقالې خپرول، دده د غوره لیکوالی څرګندويي کوي. د لیکوال څیړنیزه مقاله د ډهلي پالیسي ګروپ (Delhi Policy Group) له لوري خپره شوي ده.

د ښاغلي ابدالي لیکنې پر دې هم ډیرې مهمې دي چې دی یو افغان دی او د افغانستان په هکله مسایل د یو افغان له دید څخه راسپاړي. په داسې حال کې چې د خارجي لیکوال او روشن فکران د افغانستان او د افغانستان د ستونزو د ټولو ابعادو په هکله کافي مالومات نه لري. د کتاب د عنوان څخه هم څرګندیږي چې لیکوال د سیمې راتلونکي ته خوشبین دی. دی دې موضوع ته د جمهور رییس اشرف غني په څیر د یوه روښانه راتلونکي په ډول ګوري. لیکوال د هر اړخیز منطقوي پرمختګ ته لیواله دی او اقتصادي اړیکو جوړولو ته ډیره توجه ورکوي. دی ځای ځای پاکستاني لوری په افغانستان باندې د ستونزو ور اچولو او د پاکستان هیواد له لوري د افغانستان او د سیمې د نورو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران، چین هندوستان او مرکزي اسیا هیوادونو تر منځ د اقتصادي پرمختګونو پر وړاندې د ستونزو رامنځ کولو پر سر ملامتوي.

دده دې کتاب په سریزه کې لیکوال په خپله لیکي چې “ د مرکزي اسیا، سویلي اسیا، سویل ختیځې اسیا او د منځني ختیځ تر منځ د اتصال نقطې په حیث، افغانستان د خلکو، تجارت، انرژي او توکو د ښه لیږد را لیږد لپاره د لاسه وتلي او یا ورکه اړیکه ده. علاوه پر دې لیکوال د افغانستان ستراتیژیک او جغرافیوي موقعیت ته په کتو سره، په دې اند دی چې د افغانستان جغرافیوي موقعیت د ګاونډي هیوادنو سره د اړیکو په درلودلو کې خورا مهم رول لري او دې ته اشاره کوي چې افغانستان د پخوا څخه تر ننه پورې د تجارتي راکړو ورکړو لپاره یو غوره منځلاری مارکېټ دی. سفیر ابدالي په دې تاکید کوي چې که څه هم د سیالی اساسي پیل د 1893 م کالونو څخه هغه وخت پیلیږي چې د انګلستان هیواد له لوري پر دواړو هیوادونو باندې د ټولواکمنی د کنټرول په موخه د ډیوریڼد کرښه تحمیلیږي، ولې بیا هم  اوسنی حالت د 1947 م کال څخه راپدیخوا تر ننه پورې د دواړو هیوادونو تر منځ د ښو اړیکو نه درلودلو پایله ده.

د سردار داود خان عصري او ملت غوښتونکی مفکوره پارونکي وه. په 1955م کال کې د مخالفو عناصرو د زړه ورتیا سبب شوه. د اګست پر 31، 1955م کال داود خان ښځو ته ددې اجازه ورکړه چې ښځې کولای شي د عامو خلکو تر منځ بغیر د حجاب څخه را څرګندې شي او د شاهي کورنی ښځې په ټولنیز تاریخ کې د دوهم ځل لپاره د عامو خلکو تر منځ بغیر د حجاب څخه لیدل کیدې. د داود خان دولتي اصلاحات د امیر امان الله خان په فکرونو کې نغښتي وو. امیر امان الله خان د یوې داسې عصري ټولنې منځ ته راتګ ته ژمن و، چې د افغانستان د ټولو وګړو لپاره د بشر حقوق او ملکي ازادي خوندي وي.

داسې یو اسلامي ملت چې په خپله اسلامي عقیده ټینګ ولاړ وي، دا ډول فکرونو او پرمختګونو ته په پاکستان کې ښه راغلاست نه ویل کیدو او داسې تصوراتو ته يې پرمختیا ورکوله چې هندوان او مسلمانان یو د بل کلک دښمنان دي او د دوی دواړو تر منځ ژوند کول سخت دي.

لیکوال په څرګند ډول لیکي چې حالاتو هغه وخت په یو نه یو ډول سره بدلون وموند چې افغانستان د داود خان د واکمنی پر مهال او وروسته د هغې، له USSR سره د پوځي ملاتړ تر لاسه کولو او همدا شان په زیربېنايي پروژو او ټولنیزو اصلاحاتو باندې بوخت شو. ښاغلی ابدالي په افغانستان کې د ملکي جنګ په هکله څرګندونې کړي دي او د امریکا او سعودي عربستان په مالي ملاتړپه پاکستان کې د اوو مذهبي ډلو له لوري د جهادي خلکو روزلو ته اشاره کړی ده. خارجي لوبغاړو هر یو يې د افغانستان په ویجاړولو کې خپله ونډه اخیستي ده. د بېلګې په ډول د چین او سعودي عربستان هیوادونو هم مجاهدین حمایه کول. دا چې مجاهدین په غرنیو سیموکې بلد خلک و، د روسي ځواکونو پر وړاندې يې ښه جګړه تر سره کوله.

د پیټر تامسن (Peter tomsen) د افغانستان جنګونه (The Wars of Aghanistan, 2011) کار ته په کتو سره، سفیر د ګلبدین حکمتیار هڅې د ملي یوالي حکومت سره د سولې په برخه کې چې په دې نیږدې وختونو کې يې صورت نیولی دی، هم اشاره کړي ده. د 1990م کال د اکتوبر په میاشت کې ISI ( د پاکستان څارګره اداره) داسې یو پلان طرحه کړو چې له امله يې د افغانستان مرکز کابل د دوامداره بمباری لاندې نیول کیږي.

که څه هم تاریخې شواهد څرګندوي چې په افغانستان کې د سخت دریځې ډلې او تالیبان د پاکستان په پوځي او تحنیکي همکاری د مذهب په نوم رامنځ ته شوې، پاکستان باید دا درک کړي چې افغانستان د پخوا په څیر نه دی، بلکې د افغانستان په نړیواله سطخه ودریدل او د ناټو  هیوادنو، د امریکا متحده ایالاتو او هندوستان سره د قوي اقتصادي اړیکو درلودلو په وجه يې بدلون موندلی دی. سفیر ابدالي د Indus په نوم د اوبو معاهدې ته په اشارې سره له پاکستانه غواړي چې د هندوستان سره خپلې اړیکي ښې کړي او زیاتوي چې دا د هندوستان او پاکستان د همکاری یوه ښه بیلګه ده.

په افغانستان کې بې ثباتي دواړه په پخواني او اوسني وختونو کې د بهر څخه تحمیل شوي ده. د افغانستان په چارو کې هر وخت خارجي قواوو د حاکم رول هڅه کړي ده. دا ډول هڅې د افغانستان په تاریخ کې د بې ثباتی عمده لامل دی. لیکوال پیریانو جګړې په نوم کتاب چې Steve, 2011 لیکلی دی، ته په کتو سره لیکي چې ټول وختونه د پاکستان، ایران، هندوستان او سعودي عربستان په څیر ګاونډي هیوادونو د خپلې خوښې وړ افغاني نماینده ګانو ته مرمی او پیسې لیږدول.

د دې تر څنګ چې په افغانستان کې د هند د ښووني روزني تګلارې تر ډېره بریده اغیزمنې دي، ولې تراوسه د زده کوونکو د حاضرۍ په برخه کې مسلې شته دی. البته باور کیدای شی چې د ښووني روزني په برخه کې  له نیمو څخه ډېر زده کوونکي یې د ښووني روزني تر مرکزونو رسولی دی. ابدالی وایی: هند او افغانستان په خپل منځ کې د تاریخ په اوږدو کې له یو بل سره پراخې اړیکې لري. د دي اړیکو په اړه ابدالی د لیکوال داتا (Datta) له ماخذونو استفاده کوی او لیکي: افغانستان لومړنی هېواد دی چې په 1995م کال کې یې د هندوستان خپلواکي غوښتونکو سوباش  چندرا بوس، براکت الله او نورو اتلانو ته پناه ورکړه. د لا نورو شواهدو په خاطر سفیر د کابل میشتو په اړه وایی چې نوموړی هند ته سفر او هلته د وچې میوې او نورو توکو د پلورلو لپاره زمینه سازې دا په ګوته کوی چې زموږ اړیکې تاریخي بڼه لري.

 په خپل کتاب کې شیدا د ناکامو دولتونو بیلګې راوړي او هغه ننګونې او کږلیچونه چې افغانستان ورسره لاس او ګریوان دی، داسې بیانوی، افغانستان د یوې ناکامې کاری ادارې، بیوروکریسی، د روزل شویو او مسلکي وګړو له کمښت، کمو معاشونو، شفاف ګمارنی او د ښه مدیریت او اروزنی له نظام څخه محروم دی. د دې ترڅنګ اداريفساد ، غیر منظم اداري نظم ، د تریاکو زیاتوالی او قاچاق په څېر ننګونو سره مخ دی او دا هر څه د افغانستان اقتصاد ننګوی. لیکوال شیدا زیاتوی چې پدې برسیره چې امریکا او  نړیوالې ټولنې په افغانستان کې په میلیاردونو ډالره مرسته وکړه خو ولې بیا هم د تریاکو په کرلو کې کموالی نه ترسترګو کیږی بلکې لیکوال وړاندیز کوی چې په افغانستان کې باید هغه څه وشي چې امریکا په کولمبیا کې د تریاکو د کنټرول په موخه ترسره کړي و.

د کتاب په یو څپرکی کې چې د پاکستان او افغانستان د تاریخی اړیکو په اړه دی لیکوال د پاکستان او افغانستان په اړه د شته مسایلو په اړوند خبرې کوي او لیکی چې پښتونستان او د ډیورنډ مسله هغه څه دی چې پاکستان یې په افغانستان کې د سخت دریځو ډلو د ملاتړ لپاره هڅولی دی. د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه لیکوال لیکي: چې افغانستان د خپل ستراتیژیک موقعیت او پاکستان د ښکیلاک د ګوډاګیتوب له امله له بیلا بیلو مسالو سره مخ دی. همدا علت دی چې پاکستان په کشمیر او افغانستان کې د سخت دریځو ‌ډلو د روزلو څخه لاس نه اخلی بلکې د خپل ځان بقا د ترهګرو په روزلو کې ویني.

لیکوال د پاکستان او افغانستان په اړه یوې ژورې مسلی ته اشاره کوی او ذولفقار علی بهټو پدې تورنوی چې نوموړی د ترهګرو د روزلو د تګلارې جوړونی لپاره د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې د افغان سیل په نوم یوه څانګه جوړه کړه څو له مذهبی سخت دریځو سره د افغانستان د ورانولو په موخه د خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړي. هر چاته مالومه ده چې ذولفقار علی بهټو د سوسیالیسټي اقتصاد او سخت دریځۍ په انتخاب کې ګنګس و. دا مالومداره خبره ده چې نوموړی لومړنې صدراعظم و چې د پاکستان په اساسي قانون کې یې په 1973م کال کې د سخت دریځۍ عناصر ور شامل کړل.

لیکوال لیکی چې پاکستان یوازینې هېواد نه و چې د سخت دریځو ډلو د روزلو په برخه کې یې لاس درلودلی دی بلکې متحده امارت، سعودیه، امریکا او غربی هېوادونه هم د افغانستان په کورنیو شخړو او ګډویو کې لاس درلود. کورنیو مجاهدینو افغانستان چور کړ او عادي وګړو ته یې دا چانس په لاس ورنکړ چې د مشری لپاره یو څوک پکې ولټوي څو د افغانستان د مشری لپاره په دوی کې یو مناسب شخص انتخاب کړي.

لیکوال د پاکستان اقتصادي، سیاسي او نظامي مداخلو ته اشاره کوی او د پاکستان پوځ تورنوی چې په افغانستان کې یې تل د ګډوډۍ لپاره کار کړی دی.شیدا د پاکستان د مداخلی درې ډولونه داسې بیانوي: د روسیې د راتګ په بهانه، دویم، د افغانستان کورنۍ شخړې او دریم، د طالبانو د ماتې وروسته په افغانستان کې مداخلې. لیکوال د امریکې ناکامیو ته هم ګوته نیسی او لیکي که چېرې امریکا د روسیي له ویستلو وروسته له افغانستانه په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې لاس نه وای اخیستی نو افغانستان به کورنیو شخړو ته نه ورټېله کیده.

د خپل کتاب په څپرکي کې لیکوال د هند او افغانستان تاریخي اړیکو ته ۲۰۰۰کاله پخواني فکر کوی. نوموړی لیکي چې د هند او افغانستان تاریخي اړیکې له مشترکو مذهبي ارزښتونو هم اغیزمنی دی خو ولې دا له اسلام وړاندې وو. نوموړی زیاتوی چې بودایزم، هندویزم او زرداشت دینونه هغه دینونه وو چې افغانستان یې تر خپل اغېز لاندې راوست او افغانستان په بدل کې د صوفیزم په څیر له انساني ارزښتونو ډک مذهب ور وپیژنده.

لیکوال خان عبدالغفار خان د هند په خپلواکي کې ستایلی دی او نوموړید پاکستان د مداخلی په اړه لیکي: دا یوازې افغانستان ندی چې د پاکستان د مداخلو له امله له مشکل سره مخ دی بلکې بل لور ته د سیمې ټول هېوادونه له یو بل سره د اقتصادي، امنیتی او ستراتیژیکو اړیکو څخه هم محروم دی او پاکستان یوازینې هېواد دی چې د ټولې سیمې ثبات یې له مشکل سره مخ کړی دی.

خو د دې برعکس لیکوال د هند نقش په افغانستان کې ستایی او لیکي چې هند هغه هېواد دی چې افغانستان سره د ظرفیت لوړولو، بنسټیزو کارونو، بشری مرستو او کوچنیو او لویو پروژو کې په لویه کچه مرسته کړی ده. نوموړی لیکی چې هند یوازنی هېواد دی چې له نیمو زیات زده کوونکی یې د ښوونځیو لپاره تشویق کړي دي. دوی ته يې په ښوونځیو کې د خوراک څښاک زمینه برابره کړی ده څو  زده کوونکی په خپله خوښه راشی او له درسونو استفاده وکړي او همدا ډول لیکوال د هند نورو پروژو چې پدې کې د غنم لیږد هم شامل دی خبره کوی.

لیکوال د هند له حکومت څخه خورا خوښي ښایي چې د افغانستان ودانولو کې یې د کندهار په هغه سیمه کې چې چېرته په 1990م کې د پاکستان مرسته اسامه بن لادن ژوند کولو، د هند لخوا د کرنې په برخه کې یو منظم او با کیفیته پوهنتون رامنځته شو.

لیکوال په خپل کتاب کې د هند د همکاریو څخه یادونه کوي او لیکي چې د افغانستان پارلمان ودانۍ، سلما بند، په زرګونه بورسونه او د ظرفیت جوړولو په برخه کې مرستې هغه څه دي چې افغانانو ته به تل یاد وي. شیدا دلته د پخواني ولسمشر کرزی وینا را اخلی: غرب او امریکا په افغانستان کې د خپل مقصد لپاره دلته میشت دی خو ولې که چېرې موږ د یو بې غرضه ملګری د مرستو خبره کوو نو د هند نوم یې په سر کې راځي.

هند د افغانستان سره د هر اړخیزې همکاری ترڅنګ له روسیې سره د افغانستان لپاره په نظامي برخه کې هم تړون لاسلیک کړ څو افغانستان ته اسلحې ورکړي، خو ولې په خپل یو بل څپرکي کې لیکوال د افغانستان د ګډویو محصول هم د هند او پاکستان نیابتي اهداف ګڼي. نوموړی پدې اند دی که چېرې افغانستان ته مصالحت لپاره واک ورکړای شی نو د دي دواړو هېوادونو ترمنځ د حالاتو د ښه کیدو په ترڅ کې په سیمه کې امنیت رامنځته شي او اقتصاد او سوکالي به وده وکړي. لیکوال یو څو بیلګې راوړي او لیکي: د هند او پاکستان ترمنځ سوله او کامیابي خبرې به افغانستان ته ددې موقع په لاس کې ورکړي چې هند او پاکستان ته آزاد سفر وکړای شی. هند او پاکستان به له منځنې اسیا څخه د موادو د واردولو لپاره د افغانستان له ستراتیژیک موقعیت څخه کار واخلی.خو ولې لیکوال بیا په تکرار او ټینګار سره وړاندیز کوي چې دا هغه وخت شونی ده چې پاکستان د افغان ضد سخت دریځو په خلاف جدی اقدام وکړي. د دې ترڅنګ لیکوال په خپل کتاب کې د ټاپي، کاسا، د ورېښمو لار او نورو لویو پروژو په اړه بشپړه بحث کوي. همدا ډول لیکوال د چین او پاکستان ترمنځ اقتصادي پروژو او چاه بهار بندر باندې علمي تحلیل کوي.

لیکوال د دې ټولو پروژو لپاره تر ټولو ستر سرخوږې  د لشکر طیبه، تحریک طالبان او حقاني په شان سخت دریځو شبکو شتون تر ټولو ستر خنډ بولي. نوموړی پر دې ټینګار کوی چې پاکستان باید په نړیواله کچه د سخت دریزو له ملاتړه را وګرځول شی څو سیمه ایز ثبات ته لاره هواره شي. لیکوال امریکي ته هم خبرداری ورکوی چې باید افغانستان د روس په څیر د بیا لپاره یوازې پرینښودل شي. همدا ډول نوموړی پر نړیواله ټولنه غږ کوی چې د افغانستان له موقعیت سره مرسته وکړی څو افغانستان د منځنې، جنوبي او غربي اسیا ترمنځ د یو پل حیثیت خپل کړي.

 لیکوال د خپل کتاب په اخر کې د طالبانو او سخت دریزو له 2004-2006م کالونو وروسته را ژوندې کولو باندې خبرې کوي. همدا ډول نوموړی لیکي چې پاکستان څنګه وکولای شول چې په کوېټه کې د طالبانو د مشرۍ په روزولو  کې نقش ولري.

لیکوال پر افغانانو غږ کوی چې د لسیزو راهیسې روانو مشکلاتو څخه ځان راوباسي. افغانان باید پدې پوه شي چې افغانستان په سیمه او نړۍ کې یو کلیدي نقش لوبولی شي.

سرچینه: WeForNews

یادونه: د یاد شوي کتاب کتنه په خوست کې د نړیوالو اړیکو د سټراتيژیک مرکز له خوا د سیمه ییزې همکارۍ لپاره د اتصال نقطې په نوم د دوه ورځني کنفرانس لپاره ژباړل شوي وه

2 thoughts on “افغانستان، پاکستان او هندوستان: یو بنیادي بدلون/ ژباړه: ایمل ولي”
  1. زموږ د افغانانو دا مشکل دی چه پخپلو استعدادونو باور نلرو. زه وایم راځۍ پخپلو استعدادونو باور وکړو. پر پاکستان کتاب به څه وي چه د پاکستان، هند او افغانستان په مسایلو کښې یو بوخت افغان سیاستوال او ډپلوماټ یي ونه شي لیکلای

ځواب ورکول جمال کابلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *