تاند- د ولسمشر بارک اوباما یوه جګپوړي یاور نن /دوشنبه/ وویل چې متحد ایالتونه او افغانستان به سبا /سې شنبه/ امنیتي موافقه لاسلیک کړي چې له کبله به یې د روان کال له پای ته رسېدو وروسته شاوخوا لس زره امریکايي پوځیان اجازه پیدا کړي چې په افغانستان کې پاتې شي.
په همدې حال کې د افغانستان نوي انتخاب شوي ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د کورنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر د ملي امنیت سلاکار وګوماره چې له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي.
حنیف اتمر، چې د رنګین دادفر سپنتا ځای نیسي، د کرزي په حکومت کې لومړی د کلیو د پراختیا او بیا رغونې وزیر و، وروسته د پوهنې وزیر شو او درېمه دنده یې د کورنیو چارو وزارت وه. اتمر د درې واړو وزارتونو په کار کې د کرزي د حکومت یو تر ټولو بریالی وزیر ګڼل کېده.
د سپینې ماڼۍ جګپوړي سلاکار جان پودیسته وویل، امریکا ونه کړای شول چې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د امنیتي موافقې لاسلیکولو ته راضي کړي خو نوی حکومت به دا کار سبا وکړي.
پودیسته دا خبره وروسته له دې وکړه چې د نوي افغان ولسمشر د لوړې په مراسمو کې یې ګډون وکړ.
د امنیتي موافقې د لاسلیکېدو په صورت کې امریکايي پوځیان د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او په اضطراري حالاتو کې ملاتړ ته دوام ورکولی شي.
د امریکا ټول محارب پوځیان د روان میلادي کال د دسمبر تر ۳۱ پوري وځي.
درنو دوستانو زما تبصره شايد دی پورته مطلب سره دومره نږدی اړيکه ونلری اما کله چي ما دزلمی خليل زاد مصاحبه داريانا تلويزيون څخه واوريدله زه يووار بيا پر دی مطمين شوم چي امريکا او دهغوی سياستوال څومره دروغ اودروغجنه ديپلوماسی مخته وړی ، دنړی اوافغان ولس سترګوته خاوری شندی دا چي پاکستان ددوی خبره دافغانستان دسولی په هکله نه منی داددوی دوه مخي سياست ته وګوری .نودلته دتړون مساله ده الله دی زموږ ملت ته خير را پيښ کړی