تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د دوو هیوادونو ترمنځ پر امنیتي موافقې سلا وکړه خو یوه مهمه مسله لا هم نا حله پاتې شوه.

ولسمشر کرزي او جان کیري له اوږدو خبرو وروسته نن شپه ناوخته په یوه خبري غونډه کې وویل چې امریکا د افغانستان ټول اصلي شرطونه مني.

کرزي او کیري وویل چې د افغانستان د بشپړ حاکمیت او د بهرني یرغل په وړاندې د افغانستان د ملاتړ په اړه د کابل غوښتنې ومنل شوې مګر د افغانستان د قوانینو په وړاندې د امریکايي پوځیانو د مصونیت په اړه دواړه خواوې نتیجې ته ونه رسېدې.

کرزي وویل چې په دې اړه دې لویه جرګه پرېکړه وکړي خو جان کیري وویل، که لویې جرګې پرېکړه وکړه چې د جرم په صورت کې دې امریکايي پوځیان په افغانستان کې افغان محکمې محکوم کړي، موافقه کاملاً فسخه کېږي ځکه چې امریکا خپل قانون نه شي بدلولی.

ده وویل امریکا په ګڼو هیوادونو کې پوځیان لري او په ټولو کې امریکايي پوځیان د هماغه هیوادونو په محکمو کې نه بلکې د امریکا په محکمو کې محکومېږي.

ده دا هم وویل چې ګڼ شمېر امریکايي پوځیان په امریکا کې محکوم شوي او یا یې دوسیې په محکمو کې تر غور لاندې دي.

ښاغلي کرزي وویل چې له دوو ورځو خبرو وروسته له جان کیري سره د امنیتي موافقې په پنځو لانجمنو موردونو موافقې ته ورسېد.

ده دا پنځه موردونه داسي په ګوته کړل: پر افغانستان د بهرني یرغل د اصطلاح تعریف، د امریکايي پوځیانو د خپلسریو عملیاتو بندېدا، د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی او د ملکي تلفاتو مخنیوی.

د کرزي او کیري خبري غونډې ته خبریالانو شاوخوا دوولس ساعته په ارګ کې انتظار وکړ. د دوی خبري غونډه څلور ځلي اعلان او بېرته وځنډېده.

د امریکا او افغانستان پر خبرو د امریکايي پوځیانو له لوري د افغانستان د ملي امنیت له ځواکونو څخه د بیت الله مسود د یوه جګپوړي قومندان د تښتونې موضوع سیوری غوړولی و.

د امریکا او افغانستان امنیتي موافقه له ۲۰۱۴ وروسته وخت لپاره ده چې نړیوال محارب پوځیان له افغانستانه ووځي.

14 thoughts on “افغانستان او امریکا پرامنیتي موافقې سلا شول”
  1. I think I will stop writing comments. Because Taand is only interested in publishing a specific types of comments. This is not the first time I got this impression. Therefore, I request Taand to delete my address from its records. The freedom of expression and free media is just a farce.

    1. خوګیاڼي صاحب تاند یوازې هغه تبصرې نه خپروي چې چا ته پکې سپکاوی شوی وي. دا هم حقیقت دی چې تاند په انګلیسي تورو اوږدې پښتو تبصرې نه خپروي ځکه چې لوستل یې ګران وي. خو د دې معنا دا نه ده چې په انګلیسي ژبه تبصرې نه خپروي.
      له هغو کسانو چې په انګلیسي تورو اوږدې پښتو تبصرې لیکي هیله کوو چې یا په پښتو تورو تبصره لیکي او یا دې په انګلیسي ژبه کارږي.

  2. خدای پاک د وکړی چی کیری کرزی ته شین چراغ نه وی ورکړی چی کرزی له راغوښتونکی لوی جرګی څخه په قدرت کی پاتی کیدل وغواړی همدا رنګه هیله لرو چی جرګی ته د افغانستان د ولس واقغی استازی راشی، ځکه چی امریکایانو ته د دایمی اډو مسله ډیره مهمه ده

  3. I am waiting for my earlier comments to be published. These relate to the above mentioned issue of national importace. I know this cannot change anything. The politician are blind to see and deaf to listen. But I need that my voice is somehow echoed and heard. I do not want to stay silent when the country is heading towards an other bloody conflict. This time internal one where we will be conducting the American war on our soil and with our own life. And all that just to enable a few select to pocket paks of Dollars.

    Dear Taand,

    I am fully capable of writing Pasto but I do not have the keyboard. There is another point too that some of these comments might by read by the foreigners. Let them have it directly without being translated who knows how. I am neither fun of computer and internet but I cannot imagine any other way to get across my message. More than this, is not within my reach. Anyway, few nations in the history have disappeared. Afghans may survive and revive this ordeal too as the history does not stop here and this is not the end of every thing. We Afghans might be destined for a better and more impressive rise. Unfortunately, this will not happen in my lifetime.

    Regards

    1. خوګیاڼی صاحب سلامونه می قبول کړه. که تاسو نور افغانانا غواړی په همدغه کیبورد باندی چی همدا اوس یی لری په پښټو لیک وکړی نو هم کولای شی چی په پښتو لیکنی وکړی. هغه داسی چی تاسو باید په لاندی ډول خپل کیبوټر ته نوری ژبی ورزیاتی کړی.لاړ شی
      start then open control Panel then klik up Regional and Language after that klik keyboard and language you can add any language to your keyboard.
      او کله مو چی خپل کیبوټرد ته نوری ژبی ورزیاتی کړی بیا کولای شی چی په اساني سره له یو ژبی څخه بلی ژبی ته مو خپل کیبوټر ENواړوی.او دا بیا داسی چی که تاسو د خپل کمپیو ټر ښی لاندی خوا ته کوم ځای کی چی ساعت دی د ژبی علامه هم شته چی په
      سره یی لیدلی شی د خپلی خوښی ژبی ته تغیر ورکړی. کله مو چی دا کار تر سره کړ. نو بیا چی په کیبورد کی په هر بټن کوته کیکاږی د پښتو توری به لیکی البته که پښتو ته د تغیر کړی وی. وروسته لږ تمرین غواړی تر څو پوه شی چی په کیبورد کی کوم انګلیسی خرف کوم ته د پښتو ټکی لیکی .
      هیله ده چی سر مو پری خلاص شوی وی او تری ګټه واخلی

  4. زه به د کرزي او کیري جنجال حل کړم: امریکایان او افغانان دې په ګډه یوه محکمه جوړه کړي چې مرکز یې په کابل کې وي. کوم امریکایان چې په افغانستان کې جرمونه کوي هغه دې په همداسې یوه امریکن افغان کورټ کې محاکمه شي.

  5. کار دمخه لا خلاس دی یواجی موژ ته دا شکاره کوی اوجهان ته. چی موژ خپل گتو ته گورو گتی خو اصلی دامریکایانو پکشی دیری دی یابه کرزی داکوشش وکی چی دالوی پیتی اوبار دملت پر اوزو واچوی. په نامه لویه جرگه به ر اوغواری اوکار به له وخته خلاس وی لکه دربانی تاکل کیده دسولی وشوراته زه خپله پکشی وم دخلگو خوشی اونظرته ونه کتل شوه تحملی پرخلگو ومنل شو جهان ته یی بل رنگ ورکی

  6. I don’t thinks the security agreement is in our interest Whitch we see the last day tragedy from USA soldiers take our loyal TPP commander from our poor , weak , disbelieve security forces and they was watching this shamefully movement . USA is strongly alie with artificial Pakistan to confront afghan national interest .

  7. افغانستان د قهرمانانو کور او بل نوم یې اتلستان دی، تل يې خپله دفاع کړې او آزادي یې ساتلې ده نو مونږ د
    هیواد دفاع له پاره د بهرنیانو ملاتړ ته هېڅ اړتیا نه لرو، له سکندره تر انګلیسي، شوروي اوامریکایي یرغل پورې کوم هیواد زمونږ پوځی ملاتړ کړی ، ولې دوښمن مو پخپله په ګونډو کړی او له هیواده شړلی دی.
    د افغانستان اسلامي هویت په آزادۍ پورې اړه لري او د امریکایی د پوځی هډو په شتون سره زمونږ اسلامي هویت سخت تر پوښتنې لاندې راځي. هغه څوک چې د هیواد پرمختګ د امریکا د پږځي ّډو پورې تړي هغوی شرم او غیرت نه لري ، چې د هیواد د ترقۍ او پرمختګ مسولیت په خپله غړه نشي اخیستلای او د پردیو د غلامۍ ، په هیواد کې د فسق، فساد آو فحاشۍ په منلو غواړي د غرب لکۍ راټینګه کړي د یو اسلامي هیواد له پاره تر دې لوی ذلت او بدبختي نوره نشته چې ځان په کفري ځواکومو ساتي. لعنت دې په کرزي، د هغه په شمالی ټلوالې او ټولو لویدیزپرستو افغانانو وي چې ددغسې یو ننګین او له شرمه ډک تړون بلوی کوي

  8. There is freedom of expresion here in taand but if some one Express her or his self, he or she must have a dari or pashtu keyboards. It is a detering factor but it is how it is. I hope our local languages on internet are expanded and every one have access to it. I hope it does not offend you!

    1. اوس هر کمپیوټر پښتو کیبورډ او فونټونه لري. په خپله یې پکې نصبولی شئ. تاند ته په انګلیسي ولیکئ خو پښتو په انګلیسي تورو مه لیکئ. که لنډه تبصره وي پروا نه لري خو د اوږدې تبصرې لوستل ډېر وخت غواړي نو که اوږده تبصره لیکئ یا یې په پښتو تورو ولیکئ او یا یې په انګلیسي ژبه ولیکئ.
      مننه

  9. السلام علیکم ۰۰۰/ ورونو اومسلمانو هیواد والو امریکا فه افغانستان یر غل کړ ی او داسی یر غل یی کړی لکه فه هندوستان چی انګریزانو کړی و او بیا یی فاکستان او بنګله دیش ورسخه بیل کړ ۰۰۰فعلا امریکا دانګریز فه مشوره او فه دیر دقت فروږ ی عملی کوی باید متوجه اوسو۰۰۰ اوبله خبر دادی چی امریکا خو افغانستان ته داسی نه دی راغلی لکه کویت سعودی اوقطر ته ۰هلته خو یی له هغو ملکو سخه دفاع دتیلو او نوررو زخایرو فه خاطر کوله دلته یی تیری وکړ فه جنګ راغلل او روعب یی فه افغانانو کد کړ۰ چی سر جیګ نکړی او فه الله قسم چی تول تیل او ذخایر خو بار کړی او دابه فه هغه صورت کی وړی چی یوزل یو افغان فه بل افغان فسی واچوی او فدی نام یی رانیسی چی دحکومت فه خلاف دی لکه دمصر او سعودی او نور و ۰بیا به وګوری او کرزی هم فدی فوه دی چی داقیصه را روانه دی خو له داره سه اواز نشی فورته کوولی ۰خو خصوصی ورسخه داسی اوریدل شو وی چی له ما سخه شړی دلی خو تا سو فه وکیلانو او لوی جرګی زور را ولی او فت فت یی فوه کړی چی تیل هم وړی او کیدایشی چی فشی یی کلکی شی افغانستان هم تجزیه کړی۰اونوری فروږ ی هم عملی کړی والسلام

  10. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    زما پوښتنه د افغان ولس له لوستو او يا روڼاندو دا ده، چې ايا کرزي او د کرزي ټيم پّه وروستيو ۱۲ کلونو کې د افغان ولس په ګټه کومه داسې پرېکړه کړې ده، چې د ملت په ګته وي! يا يې داسې عاملمنفعه بنسټ پای ته رسولی، چې موږ يې یاد کړو! په اساسي قانون کې يې پښتو له ملي توبه نيمه رسمي توب ته ورسوله، په افغان ولس يې زورواکان او جنګي جنايتکاران وتپل اوپه مملکت کې يې يو مافيايي سيستم رامنځ ته کړ او په دغه څو شپو کې يې په پټه له جان کېري سره يو څو پاڼې لاسليک کړې، چې کېدلی شي لکه د ډيورند کرښه د افغانستان ټوټې کېدلو او ګروګانېدلو تر څنګ د ټول ملت د اېجارې سند يې ورسپارلی وي!
    افغان ولس بايد بيداره شي او په خپلو ملي ارزښتونو ځان پوه کړي! له نننه لږ تر لږه ۴۰ کاله مخکې ويتنام له امريکا سره په جګړه بوخت وو، خو وسله بيا شوروي اتحاد ورکوله! چې وروسته د جګړې له ختمه يعنې وروسته له ۱۹۷۵ کاله بيا تر ۱۹۹۲ کاله پورې د ويتنام هر وګړی اړ وو، چې د څو کلونو په بهير کې د شوروي اتحاد په فابريکو، کلخوزونو او سوخوزونو کې وړيا او يا په نشت معاش کار وکړي، چې له امريکا سره د جګړې د جنګونو لګښتونه بيرته شوروي اتحاد ته په غرامت کې ورکړي!
    زه چې کله وايم، چې افغان ولس د نړۍ د آزادي سر تېري دي، نو د خپلې خبرې استدلال هم لرم، ځکه د افغان ولس د جهاد نتيجه دا شوه، چې شوروي اتحاد دړې وړې شو، خو تر څنګ يې د اتحاد شوروي ډېر تړونونه هم له ډېرو ملکونو سره له منځه ولاړل، چې په ترڅ کې يې سوسياليستي او د شوروي ملکونه آزاد شول، جرمني يو ځای شوه، يمن يو خای شو، ويتنام د شوروي د جنګي پوره يا ظلمه خلاص شو! خو د افغان ولس رهبرانو او يآ ماجراجويانو د خپلې بې عقلي په ترڅ کې دغه ستر تاريخي بری هم په خوارو او وينو ولړلو!
    د صدام، قذافي او يو شمېر نورو په وژنه د عراق پور هم له روسيې او نورو غرب ځپلو او غرب پلو ډلو خلاص شو، پر افغانستان د امريکا له تېري سره سم پاکستان هم د سلهاو ميليآردو ډالرو څېښتن شو او په لومړيو ورځو کې يې ليا ۴۰ ميليارده پور وروبښل شو، نو پوښتنه دا ده، چې د افغان وينه نورې نړۍ ته دومره ګټه رسوي، نو ولې د افغان ولس رهبران پر دغه مېړني ملت ملنډې وهي، چې کله يې په يو او کله يې پر بل بلوري! چې له کېري سره پټه معامله هم د افغانستان په ګټه نه ده! نو کرزي صيب به ورته ويلي وي، چې : به ارګ خوش آمدېد!! او د تګ په ترڅ کې به يې ورته ويلي وي: ارګ خوشتان آمد!!! خو لکه چې په دې خوش آمديد او خوش بروېد کې يې دافغان ولس بېخ وايستلو!
    معه سلاموکم الاهلول مباحثون
    ملا ميوند آخوند

ځواب ورکول Sayed ashraf sadat ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *