تاند- د ایران د ترانسپورت او ښاري پرمختیا وزیر عباس اخندي د افغانستان د ښار جوړونې او ښاري پراختیا له وزیر سید سعادت منصور نادري سره د رېللارې په وسیله د افغانستان او ایران د نښلولو په باب خبرې وکړې.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د ترانسپورت او ښاري پراختیا وزیر وویل چې ژر به د ایران او د افغانستان د هرات ترمنځ د اورګاډي پټلۍ سره وصل او استفادې ته چمتو شي.

ده وویل، د دې لپاره چې له رېللارې څخه ښه کار واخیستل شي، پکار ده چې د افغانستان د اورګاډي پټلۍ د تاجکستان، قرغیزستان او چین له رېللارو سره وصل شي، په دې توګه به له چینه تر ایرانه د ورېښم لاره بشپړه شي.

د ایرنا پر اساس، د ایران د ترانسپورت او ښاري پراختیا وزیر خپل افغان ساري ته وویل چې پنځه هیوادونه لکه ایران، افغانستان، تاجکستان، قرغیزستان او چین د اورګاډي د پټلۍ د بشپړېدو غوښتونکي دي.

2 thoughts on “افغانستان او ایران به ژر د اورګاډي په وسیله سره ونښلول شي”

ځواب ورکول فدا غازی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *