میرویس جلالزی

۲۰۱۳ کال د خبریالانو لپاره د نړۍ په کچه یو بد کال وو.

له ۲۰۱۲ کال پرته د نورو ټولو کلونو په پرتله ۲۰۱۳ کال د خبریالانو لپاره ناوړه ښودل شوی دی.

د نړۍ په کچه د افغانستان ګاونډی ایران یو له هغو هیوادونو ښودل شوی چې د بل هر هیواد په پرتله پکې ډیری خبریالانو د رژیم له لوري بندیان کړای شوي دي.

د بې پولو خبریالانو د نړیوالې ټولنې  د ۲۰۱۳ کال وروستی راپور کاږي چې د ایران د ولسمشرۍ تر تېرو ټاکنو پوري په دغه هیواد کې ۷۱ تنه خبریالان او بلاګ لیکونکي نیول شوي او زندانونو ته اچول شوي دي.

راپور همدا راز ویلي، په روان عیسوي کال کې، چې وروستۍ ورځې یې دي، یوولس رسنۍ چې ډیری یې چاپي دي تړل شوي دي.

بې پولې خبریالان پر ولسمشر حسن روحاني نیوکې کوي چې په دې شعار یې (رسنیو ته به کاري چاپېریال پراخوو)  د ډیرو اصلاح غوښتونکواو خبري ټولنو ملاتړ خپل کړی و لیکن کله چې واک ته ورسید هر څه بل ډول شول.

د حسن روحاني له اقتدار را پدی خوا نږدې ۴۲ تنه خبریالان  د ایران له بیلا بیلو ښارونو نیول شوي دي.

په ۲۰۱۳ کال کې د ایران د رسنیو اته تنه کارپوهان او فعالین له نهو څخه پیل بیا تر ۱۵ کلونو بند پوري مجرم پیژندل شوي دي.

روحاني د خپل کار د لومړیو سلو ورځو په پای کې ویلي چې لا تر اوسه نظامي فضا پر ملک حاکمه ده او په راتلونکي کې به هڅه وکړي چې له رسنیو سره د همکارۍ لازمي لاري چاري ولټوي.

د بي پولو خبریالانو ټولنه همدا راز په ۲۰۱۳ کال کې د ووژل شویو خبریالانو شمیره ۷۱ تنه ښيي او دا د ۲۰۱۲ کال په پرتله  د خبریالانو په مړینه کې ۲۰ سلنه ټیټوالی ښيي، دا په دې مانا چې په تیر کال کې  ۸۸ خبریالان وژل شوي ول.

د دغې ټولني مرستیال کریستوف دولوار ویلي د خبریالانو د مرګ ژوبلي را ټیټیدل د هغوي پر وړاندي د تاوتریخوالي د کمیدو مانا نه لري او بلکې د نړۍ په ګوډ ګوډ کې د خبریالانو پر وړاندي ګواښونه ډیر شوي دي.

افغانستان، سوریه ، هند، فلیپین، سوماليه او پاکستان هغه ملکونه دې چې په ۲۰۱۳ کال کې خبریالانو ته تر ټولو ناوړه کاري سیمو په توګه یاد شوي دي.

په تیر کال کې د افغانستان د پلازمیني په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې د خبریالانو پر وړاندي د تاوتریخوالي ډیري پیښې ثبت شوې وي.

له وژني، او بندي کولو نیولي بیا تر ګواښونو او هغوي ته په عام محضر کې د سپکو سپورو تر ویلو پوري هغه څه دي چې افغان خبریالان ورسره لاس او ګریوان ول.

د دغه ډول یوه پیښه چې په پلازمینه کابل کې ثبت شوي وه هغه دا وه چې د پروان د والي په امر د هغه ساتونکو د یوه سیمیز ټلویزیون خبریال د مرکې په پلمه یوه رستورانت ته وروبلل او هلته یي په څو تنو وواهه.

5 thoughts on “افغانستان او ایران خبریالانو ته ویرونکي سیمي”
  1. ښاغلی میرویس، ښه معلومات دي مننه. ریښتیا ده چې افغانستان او ایران د رسنیو د کارکوونکیو او بلاګګرانو له پاره د خطر ځایونه دي. خو ورورکه، تاسو چې په کابل پریس ویب سایټ کې چې اوس یې نوم په سرویس خبررسانی آریانا نت اړولی او لا هم د کابل پریس په انټرنیټي ادرس پرانستل کیږي او په سلو کې سل لیکنې یې پښتنو ته کنځلې او سپکې سپورې وي د وزارت مالیه در چنگال افغان ملتی ها تر عنوان لاندې کومه لیکنه خپره کړې ده په دې سره تاسو نه یوازې افغان ملتیانو بلکه ټولو پښتنو ته کنځلې کړې دي. زه نه افغان ملتی یم او نه مې په کې د شمولیت اراده شته خو دومره ویلی شم چې د مالیې وزارت، د افغانستان بانک او یو څو محدودې نورې ادارې داسې وې چې په دا تېرو څو کالو کې په کې مسلکي کسانو کار کړی دی او همدا وجه ده چې ښې لاسته راوړنې یې هم لرلې. د ګل مقصود یې له افغان ملت سره څه؛ هغه د جبار ثات وراره دی او جبار ثابت پخوا حزبی وه او اوس یو سیاسي لوری هم نه نیسي. د خان افضل هډه وال چې تاسو یې نوم هم فضل قادر هډه وال لیکلی دی هم له افغان ملت سره تړاو نشته، یوازې دومره ده چې یو پښتون تعلیم یافته انسان دی. آیا تاسو کله هم د کامران میرهزار د قوم چې تاسو د پښتنو په مقابل کې د یوه ټول یا وسیلې په توګه استعمالوي هغه بې سوادان هم چېرې یاد کړي دي چې په ایران کې یې جعلي ماسټرۍ او دوکتوراې وې جوړې کړې او او نن د افغانستان په حساسو ادارو کې کار کوي او بیا د افغان او افغانستان په مقابل کې هم ودرېږي؟ د پښتنو په مقابل کې همدا ستا د مبارزې د سنګر ملګري کامران میر هزار او پروېز بهمن کومه حربه پرېښوده چې پښتانه یې بدنام نه کړل او تاسو هم په داسې حال کې چې د کورنۍ د غړو په شمول مو ټول د پښتنو په سیټونو په راډېوګانو او نورو دوایرو کې کار کوئ بېرته رالګېږئ او پښتانه بدناموئ. لږ په پښتنو باندې چې له یوې خوا پرې امریکایان بمونه راغورځوي او له بلې خوا یې پنجابیان وژني او له ابتدایي تاسیساتو یې هم محروموي رحم وکړئ. خدای دې وکړي چې سد مو سرته راشي او مخکې له دې چې ستاسو خبرې د همدا کامران میرهزارخېلو له خوا د پښتنو په مقابل کې د وسیلې په توګه استعمال شي تاسو داسې ویناوو ته د پای ټکی کېږدئ. هیله کوم چې تاند به د بیان د ازادۍ اصل ته په پام سره زما پیغام خپور کړي.

  2. دایران مستبد رژیم دکمونیستانو اودهغود دتالیڅټو غلامانو یعنی خلقیانو اوپرچمیانو دکوتایی رژیم ته ورته کارونه شروع کړی دی اوپه دی سره غواړی چه دخلکو اواز غلی کړی چه بالاخره انجام به یی دروسانو اودهغوی دتالیڅټو غوندی وی

  3. د کابل پریس اریانانت کی می د میرویس جان لیکنه ولوسته. د میرویس جان ستونزه له افغان ملتیانو سره نه ده. دی اصلا د ولایات شرقی نه د کدرونو د ورتګ او په کابل کی د مقررۍ تشویش نیولی دی. باور وکړئ چی د دغه ډول پښتنو په حال باندی ژړا په کار ده. تاسو وګوری چې د ده دلیکنی ټول پیغام په وروستي پاراګراف کی څنګه راټولیږی:
    یک مقام وزارت مالیه که نه خواست نامش افشا شود به کابل پرس گفت، اقای زاخیلوال فردی به نام صافی را به صفت معاون د افغانستان بانک مقرر نموده است که وی وظیفه دارد تا وابسته گان اقای زاخیلوال و گروهش را از ولایات شرقی کشور به کابل انتقال داده و به نحوی به ادارات مربوط به بانک مرکزی ارتباط دهد تا صاحب پول و مدرکی شوند…..
    دا چی تاند د ټولو افغانانو رسنی ده او د پښتنو غږ دی باید د داسی خلکو په معرفي کولو کي پخپله لاس وکړي نه دا چی د نورو له خوا رابرسیره شوي حقایق هم پټ کړي. دا ډول خلک خپلې ټولنی ته ورپيزندل په کار دي.

  4. پښتانه همداسی دی چی سد یی وروسته سرته راځی خواوس نوروقومونودپښتنو ورکولوته ملاتړلی ده چی که میرویس هرڅه ورته وکړی هغوی پری اعتبار نکوی ځکه هغوی داځل په کلکه هوډ لری چی ترڅودعبدالله اوعطامحمد نور په وسیله دپښتنوټوله دکلونوکلونوهغه باتوری چی دوی یی یادوی له مینځه یوسی تاسی وګوری چی نیم پښتانه طالبانوله مینځه یوړل اونیم نور هم ددولت دننه اویاهم دمطبوعاتو په جامه کی وردننه کسانومټی رانِغښتی اوپښتانه دخپلو پښتنولخوا ځپل کیږی نوګیله نه له کابل پریس ،خامه پریس ،یک تلویزیون ،طلوع تلویزیون،نورین تلویزیون یانورونه به څه کوو

ځواب ورکول عبدالغني ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *