تاند- د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان نن /شنبه/ افغانستان ته د خپل سفر په لړ کې د افغانستان او ترکیې د ستراتیژیکو همکاریو تړون له افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي سره لاسلیک کړ.

تر دې مخکې افغانستان د امریکا، هند، بریتانیا، ایټالیا او فرانسې په شمول د نړۍ له یو شمېر نورو مهمو هیوادونو سره د ستراتیژیکو همکاریو تړونونه لاسلیک کړي دي. خو ترکیه لومړنی اسلامي هیواد دی چې له افغانستان سره داسي تړون لاسلیکوي.

په دې تړون کې د دوو هیوادونو ترمنځ د کرنې، کانونو، ترانسپورت، بیارغونې او د وړو او لویو تصدیو د ښه کېدا په شمول پر اقتصادي انکشافاتو تمرکز شوی دی.

د دوو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د عملي کولو لپاره به یو کمیسیون جوړ شي او د دواړو هیوادونو ولسمشران به د پروژو د پرمختګ په اړه کالنۍ غونډې کوي.

ولسمشر اشرف غني احمدزي وویل چې د دې تړون لاسلیکېدا د دوو هیوادونو ترمنځ د اوږدمهالو همکاریو لار اواروي.

ښاغلي احمدزي همداراز وویل چې ترکیه به د افغانستان له حکومت سره مرسته وکړي چې افغانستان د ترکمنستان او کسپین سمندرګي له لارې له ترکیې سره وصل شي او د دې ترڅنګ به له افغانستان سره د هوايي چلن په برخه کې کومک وکړي.

د دواړو ولسمشرانو د خبرو په اړه د ارګ اعلامیه:

ولسمشر احمدزی: په ترکیه کې د اقتصادي اصلاحاتو له پروګرامونو څخه به په افغانستان کې هم استفاده وکړو

د افغانستان ولسمشرډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د ترکیې له ولسمشررجب طیب اردوغان سره له کتنې وروسته په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل: هغه اصلاحات چې د ښاغلي اردوغان د نوښتګر سیاست له امله په ترکیه کې رامنځته شوي له هغو څخه به په افغانستان کې هم استفاده وکړو.

د هېواد ولسمشروویل: موږ په نننۍ کتنه کې د اسلامي نړۍ د اوسني حالت او په هغه کې د ډیموکراسۍ د ټینګښت او د پیاوړي اقتصاد په رامنځته کولوکې د ترکیې هېواد د رول،د آسیا د زړه د بهیر او د استانبول د درې اړخیزو ناستو د پروسې د بیا پیل کېدو او د ترکمنستان له لارې له ترکیې سره د افغانستان د نښلولو په اړه خبرې وکړې.

ده زیاته کړه: ترکیه به د ایکو سازمان په چوکاټ کې د اورګاډي د پټلۍ د جوړېدو او د هوایي ترانسپورت د پراختیا په لاره کې له افغانستان سره همکاري وکړي او همدا راز ترکیه غواړي په کابل کې د علي آباد روغتون په یو سمبال طبي مرکز بدل او په کابل کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي په نوم یو پوهنتون جوړکړي.

د افغانستان ولسمشرپه سیمه کې د سولې او ثبات د فضا د رامنځته کېدو په لاره کې د ترکیې د رغنده رول هرکلی وکړ، وې ویل: د افغانستان او ترکیې ترمنځ له پیړیو را په دیخوا نیکې اړیکې موجودې وې او دغه اړیکې د ۲۱ پیړۍ په پیل کېدو سره په نوي فصل کې پیل شوې.

ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي په پوځي او اقتصادي برخه کې د ترکیې هېواد مرستې او همکارۍ وستایلې، وې ویل: نن موږ د افغانستان او ترکيې ترمنځ د دوامدارو ستراتیژیکو همکاریو یوموافقه لیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې د کرنې، کانونو د استخراج او د ودانولو چارو لپاره د دواړو هېوادونو د وزیرانو په کچه کمیسیونونه جوړ او چارې به په ښه ډول تنظیم او په کال کې یو ځل به د دواړو هېوادونو د جمهورو رئیسانو ترمنځ کاري ناستې دوام ومومي.

د ترکیې ولسمشررجب طیب اردوغان د ترکیې په رامنځته کېدوکې د افغانستان رول ارزښتناک وباله، وې ویل: افغانستان په تېر مهال کې له ترکيې سره نیکې اړیکې لرلې دي او دا ایجابوي چې ترکیه د افغانستان ترڅنګ ودریږي او موږ دا ډاډ درکوو چې ترکیه به د افغانستان ترڅنګ ولاړه وي او د افغانستان له خلکو سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

د ترکیې ولسمشروویل: د استانبول پروسه چې زموږ په نوښت پیل شوې وه هغې ته به دوام ورکړو او له پولې څخه د تروریستانو د را تېرېدو د مخنیوي په لاره کې پاکستان حیاتي رول لوبولی شي.

ده همدا راز وویل د اقتصادي اصلاحاتو کوم پروګرام چې په ترکیه کې عملي شو او ښه نتیجه ورڅخه ترلاسه شوه، په افغانستان کې به هم د هغه د عملي کېدو لپاره همکاري وکړي چې دلته به هم د دغه پروګرام تطبیق ښه پایله له ځان سره ولري.

ښاغلي اردغان له افغانستان سره د خپل هېواد د اقتصادي، فرهنګي، سوداګریزو او پوځي همکاریو د پراختیا ډاډ څرګند کړ، وې ویل چې ډیر ژر به په افغانستان کې د مولانا محمد بلخي یادګاري څلی جوړ کړي.

د ترکیې ولسمشرهمدا راز وویل، زه افغانستان ته په خپل دغه سفرکې د افغانستان او ترکيې ترمنځ دوستي او همکاري په څرګند ډول اعلانوم او موږ غواړو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په بېلابیلو برخوکې پراختیا و مومي او د افغانستان زراعتي محصولات د ترکیې بازارونو ته لاره پیدا کړي.

همدا راز د نننۍ کتنې په ترڅ کې د افغانستان د ولسمشرډاکټر محمد اشرف غني احمدزي لخوا دترکیې ولسمشرښاغلي رجب طیب اردوغان ته د غازي امان الله خان عالي دولتي مډال ورکړل شو.

One thought on “افغانستان او ترکیې د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړ”
  1. Selamler,
    Ben bir Turk dostu olarak bu Afghan-Turk antlashmasina chok sevindim.
    Bence arkadash Turkler ,Din,Tip,Askeri,Ma`arif ve Ziraat alanlarinda oteki ulkelerden daha verimli ve tejcrubeliler ve daha fazla yardim yapabilejcekler!
    Teshekkurler.

    Pashtu jbarrh:salamoonah,
    Zah d yaw turkdosty afghan pa sefat, pa dey Afghan-turk tarroun dder khwash shwam.
    Zma pa nazar turkaan malgiry pa dien, tababet, a`skeri, ma`areph aw karhannyz tzango ki la noro malkonu na ddera tajruba lary aw laa ddera mrasta ba wakrry.
    pa mannano sara.

ځواب ورکول Dr.h.z.SAFI .t. ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *