محمد طارق بزګر

محمد طارق بزګر 

همدا لږ مخکې د کمپیوټر روښانه کولو او فیسبوک ته د ورننوتلو سره سم مې سترګې د یوه دوست په پوست چې لیکلی یې وو: د کابل په اتمه حوزه کې ځوان ډاکټر حبیب نثاري د خپل کتنځي نه د کور په لور د کابل په اتمه حوزه کې د غلو له خوا د موبایل تلیفون له پاره وژل شوی.

دا په داسې حال کې هغه بل پرون مې میرمن کار ته په لاره موبایل تلیفون ترې په ترین کې پاتې شوی وو، له کاره یې زنګ راوواهه په داسې حال کې چې خورا خفه معلومېده وویل موبایل راڅخه په ټرین کې پاتې شو. ما ورته وویل خیر، الله به خیر کړي بل به واخلو. خو اوس دې سیم کارت، او د بانک کارتونه بند کړه، ویې ویل سیم کارت او د بانک کارتونه به بند شي، خو په تلیفون کې ډیر عکسونه وو، د مور عکسونه مې هغه به له کومه کړم. (د میرمنې مور یانې زما خواښې څه وخت مخکې په حق رسېدلی ده). ما بیا ورته وویل عکسونه به هم پیدا شي. لږ وروسته یې بیا زنګ راوواهه چې سیم کارت مې بند کړ، د بانک کارتونه هم بند شول او د ټرین (اورګاړي) هغه دفتر ته مې هم زنګ وواهه چې په ترین کې ورک او موندل شوی شیان ورته ورکول کیږي او بیا یې خاوندانو ته بیرته رسول کیږي، خو ستا د موبایل شمیره او خپله د کار شمیره مې دغه دفتر ته ورکړه که تلیفون دروکړي چې خبر اوسې.

خبره به لنډه کړم. پرون ورځ هم همداسې په تیریدو وه ما ورته د انترنت د لیارې بل تلیفون واخیست مازدیګر څلور بجی وې، د وړوکي زوی سره مې دوکان ته ورغلم چې پیسې ورکړم او تلیفون ترې راوخلم، یقین به مو نه شي چې زه د پیسو ورکولو او د تلیفون د تسلیمولو په حال کې وم چې د میرمنې له خوا زنک راغی، ورته ومې ویل خیریت؟ ویل یې تلیفون پیدا شوی، زه باید اوسلو کې د ټرین دفتر ته ورشم او خپل ورک شوی تلیفون ترې راوړم.

ما د دوکان کارکوونکې ته وویل: مننه له تلیفونه تیر، نه یې اخلم، ویل خیریت، ورته ومې همدا اوس چې چا زنګ راوواهه د میرمنې مې وه، پرون یې تلیفون ورک کړی وو، ما ورته نوی اخیست، ویې ویل چې تلیفون یې پیدا شوی، نو مننه، د دوکان پیغلې په خندا وویل څومره نیک کار، خوشبخته له تاوانه بچ شوې.

نه مې غوښتل دا ولیکم خو د تلیفون له پاره د ډاکټر حبیب نثار  وژل له زړه ودردولم چې دا ولې:

دلته د کفر په ملک کې خورا قیمتي تلیفون، د بانک کارتونو، لیسنس او یو څه نغدې پیسې بیرته امانت د تلیفون مالک ته رسول کیږي. او زما په اسلامي او افغاني هېواد کې بیا یو افغان مسلمان ځوان ډاکټرد خپل موبایل تلیفون په خاطر په ډیر بیرحمه ډول وژل کیږي!؟

نه پوهیږم ستونزه چیرته ده زموږ په اخلاقو، کلتور، روزنه، انسانیت، بیوزلی، باورونو او که بل څه!!؟؟؟

5 thoughts on “افغانستان او ناروې کې د موبایل تلیفون دوه پېښې”
  1. بزګر صاحب.
    که چیری څلویښت کاله په ناروی کی جنګ وشی.نو د ستا د میرمنی مباییل څه چه د ستا کور به هره ورځ د غلو په واسطه ماتیږی،
    ته د افغانستان له حاله څه خبر یی؟مفت سوسیال خوری ،لغته جګه کړی تیز پریږدی.
    خبره ټوله په جنګ کی ده.لږ ویښ شه

    1. غمى پښتون وروره ناروې پرون نه بله ورځ د هټلر له جنګ وتلې له هغې وروسته د روسانو اروپايانو او امريکايانو په کش ګير بوخت هيواد ده همداسې ېي له ګاونډيانو سره کش ګير کړى او جګړو نسل ېي هم نده مړ شوى بلکې اوس لکه د افغانستان تازه سپين ږيرى شوى خبره په جنګ کې نده خبره د ملت مفکوره کې ده هند پاکستان چين او چار چاپيره هيوادونه لکه ايران او داسې نورو کې جنګ نشته خو که دې مبايل ورک کړ نو سل کالو کې ېي هم نشې موندلى نو ته دې په خپل نظر بيا فکر وکړه

  2. غمی،پښتین ته !

    زه نه پوهیږم چه ولی مونږ او تاسو خپل قلمی ادبیات او احساسات نشو کنترولولای.

    آیا ستا دغه تبصره د افغانیت او انسانیت د کلتور سره اړخ لګوی؟

    آیا ستا دغه تبصره به د پښتنو لیکوالانو په لیکنو مسبت اثر ولری؟

    ښاغلی بزګر هغه سړی، هغه لیکوال او هغه ژورنالست دی. چه ځما او ستا د وطن لپاره په دا څلورو لسیزو کی، شپه او ورځ بی دریغه کلتوری او ادبی خدمت کوی، د دعوت په نوم مجله لری، په اروپا او آسیا کی د پښتنو په مجلسونو، سیمینارونو او نورو بی شمیره غونډو او محفلونوکی زحمت ګالی. نو اوس آیا دا به منصفانه وی؟ چه په دغه محبوب شخص او ژورنالیست پسی ځمونږ تور قلم توره لیکنه وکړی.

    په اخر کی وایم په دغه مجازی او تورتمی نړی کی باید هغه لیکنی او تبصری وکړو چه ځمونږ د وطن او خلکو په خیر وی

  3. غمی جانه سلام
    ستا د تبصرې لومړۍ دوې کرښی شاید پر واقعیت بناء وی خو د دوو وروستیو کرښو په هکله درته د یو وړوکی ورور پتوګه خالصانه توصیه کوم چي په عمومی بحث کی د مقابل طرف د شخصیت او عزت د ساتنی اصل باید له پامه ونه غورځول سی
    امّا د پورتنی لیکنی په هکله باید ووایم چي
    د ناروی غوندی ټولنی په لمنه کی د یو ورک موبایل بیرته پیدا کېده کومه معجزه نده خصوصاً د نن ورځی د سمارټ تلفونونو جوړښت او تخنیک ته په کتنه چي بل څوک د کوم غلا شوی موبایل څخه ګټه نه شی اخیستلای
    البته هر انسان او افغان ته د ژوری خواشینۍ سبب دی چي ټولنه ئې د دومره نامنی او بې وزلی سره مخ ده چي یو ګُلالی او معصوم ځوان د موبایل پخاطر وژل کیږی
    هغه څوک چي د خپل مال د درلودلو یا دفاع پخاطر د کوم ظالم لخوا ووژل شی هغه کس شهید ګڼل کیږی او د وژنی مرتکب یو ابدی جهنمی دی
    بله خبره دا چي
    داډول خواشینوونکی او انسانی ضد کړنی نن سبا د یوې خاصی جغرافیا سره اړیکه نلری بلکه کېدای شی او شوی دی چه دا ډول دردوونکی پېښی حتی په متمدن ترینو ټولنو کی هم رامنځته شی

  4. محترم ورور بزګر صاحب!
    الله رب العزت دی روغ او له ټولو مصیبتونو وساته.
    هلته انسانی تربیت او اداره د خلکو په ژوند کی ډیر ارزښت لری خو مع الاسف دلته اکثریت د خدای له نعمتونو پر ځای ګټه نه اخلی حتی ژبه هم غلطه استعمالیږی ،بیا هم ولی؟
    ځکه موږ انسانی او بیا اسلامی تربیت ته لازمی پاملرنه نده کړی او همداسی اداره مو هم کمی لری او حکام مو ځینی یی تعلیم یافتګان بی تربیه دی چی نه د انسانیت خیال ساتی اوتر اسلام خولا ډیر واټن دی
    دلته همدومره بس ده،الله هادی ذات دی.

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *