تاند- د نړۍ د اکثرو نورو هیوادونو په شان افغانستان هم د امریکا له لوري د اسراییل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پېزندا وغندله.

د افغانستان حکومت وايي چې د امریکا د دې پرېکړې په اړه یې پخوا لا د دیپلوماتیکو چاینلونو له لارې خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي« یول شوی تصمیم د نړۍ د ټولو مسلمانانو د احساساتو د زیانمن کېدو لامل شوی او په منځي ختیځ کې د سولې پروسه له خطر سر مخ کوي، له همدې امله په دې اړه د فلسطین له ګډون او د خپلواک دولت له حل لارې پرته هر یو اړخیز اقدام په مثبته پایله او دایمي حل لاره نه بدلېږي.
د ملي یووالي حکومت او زمونږ مسلمان هېوادوال د نړۍ له ټولو مسلمانانو سره د یو خپلواک دولت لرلو په موخه د فلسطین د خلکو د برحقه غوښتنو د تامین غوښتونکي دي.»

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي« بیت المقدس د نړۍ د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې په توګه چې ټولو ادیانو ته هم ارزښت لري او د هغه موقعیت باید د بین المللي قوانینو، د ملګرو متلونوسازمان د مصوبو او د نړۍ د میلیونونه مسلمانانو د غوښتنو پر بنسټ تثبیت شي.
لکه څنګه چې لیدل کېږي له نېکه مرغه د دغې موضوع په اړه نړیواله اجماع وجود لري چې د بیت المقدس په اړه یواړخیز تصمیم نه شي نیول کېدلی او د سولې په عمومي چوکاټ کې باید دایمي حل ته ورسېږي.
ملي یووالي حکومت په فلسطین کې د دایمي او عادلانه سولې د تحقق لپاره له اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې سره په همکارۍ د اسلامي هېوادونو د همکارۍ او ملګرو ملتونو سازمان په چوکاټ کې په دوامداره توګه د دې پروسې ملاتړ کوي.»

وسله والو طالبانو هم د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ پرېکړه غندلې ده.

پخواني جهادي مشر عبدالرب زسول سیاف نن په کابل کې په یوه غونډه کې د امریکا دا اقدام وغانده.

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د ټرمپ دغه پرېکړه وغندله او ویې‌ویل چې متحده ایالات نور د سولې د پروسې منځګړی نه‎دی.

د فلسطین د ازادۍ سازمان پلویو عمومي منشي صائب عریقات وویل، د ټرمپ پرېکړې د دوو دولتونو حل‎لاره له‎منځه یووړه او د امریکا ولسمشر د سولې په پروسه کې خپل هېواد له هر ډول رول لوبولو بې‌برخې کړ.

سعودي عربستان د ټرمپ اقدام غیرمسوولانه او د نه منلو وباله.

مصر، ایران، پاکستان او ګڼو نورو هیوادونو د اسراییل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د رسمیټ پېژندلو په اړه د ولسمشر ټرمپ پرېکړه د نړیوالو قوانینو خلاف وبلله.

په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ په دې اړه یوه بېړنۍ غونډه راوبولي.

One thought on “افغانستان او نړیوالو د اسراییل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د رسمیت پېژندلو په اړه د امریکا پرېکړه وغندله”
  1. همین احساسات بیجایی ما افغانها بود که مارا به تباهی کشاند. ما را چی به بیت المقدس . ؟!

    چندین کشور اسلامی و عربی روابط دوستانه با اسرائیل دارند و از آن سود میبرند.
    “سازمان استخبارات اسرائیل یعنی” موساد
    در تعقیب و دستگیری عبد الله أوجلان ، رهبر کردهای ترکیه نقش اساسی را بازی کرد.
    عبد الله أوجلان را کارمندان موساد در کشور کینیای افریقا دستگیر و به دولت ترکیه تسلیم نمود.
    باوجود اینهمه ، رهبران کرد روابط بسیار نزدیک با اسرائیل دارند و از آن بنفع خود و مقصد خود استفاده میکنند .

    وقت آن رسیده است که ما افغانها با کشور اسرائیل رابطه برقرار سازیم تا توانسته باشیم از علم ، دانش و از تخصصات آنها برای افغانستان کار بگیریم .

    اسرائیل نه به ما کدام ضرر رسانده و نه در همسایگی ما قرار دارد که از آن احساس ترس کنیم.

    بگزارید تظاهرات و بیرق آتش زدن را به پاکستانی

    ناگفته نماند که سازمان آی اس آی پاکستان روابط بسیار غلیظ با اسرائیل دارد .

    در سال 1996که طالبان موفق به کشف طیاره مملو از اسلحه را که قوتهای احمد شاه مسعود را میخواست اکمال کند، شدند راپور آنرا موساد به آی اس آی ومتعاقبا آی اس آی راپور را به طالبان داد تا آنها موفق به نشاندن آن طیاره در میدان هوایی کندهار شدند.

ځواب ورکول بارووک سپیزر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *