نوازشریف او ولسمشر غني

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د پ��کستان صدراعظم محمد نوازشریف نن په کابل کې ګډې خبرې غونډې ته وویل چې دواړه هیوادونه په سیمه کې د سولې د ټینګېدو لپاره کار کوي.

ولسمشر غني وویل:« جګړه پر دواړو هیوادونو تپل شوې اودوړو هیوادونو ته پکار ده چې په ګډه سوله راولي. د پاکستان دښمنان د افغانستان دښمنان هم دي.»

ولسمشر دا خبره رد کړه چې ګنې هغوی چې پاکستان ورانوي بد طالبان دي او هغوی چې افغانستان ورانوي ښه طالبان دي.

ده دا هم وویل چې افغانستان او پاکستان په منځنۍ اسیا کې کلیدي موقعیت لري.

د پاکستان صدراعظم نوازشریف وویل، ده او ښاغلي غني نن موافقه وکړه چې په افغانستان او پاکستان کې سوله د دواړو هیوادونو په ګټه ده.

شریف ولسمشر غني ته ډاد ورکړ چې د افغانستان هیڅ دښمن د پاکستان دوست کېدای نه شي.

ده زیاته کړه چې دواړو خواوو موافقه وکړه چې د یو بل په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي.

نوازشریف دا هم وویل چې د سیمې د یووالي او نژدې کېدا لپاره به د هرراز اقدام ملاتړ وکړي.

دا له صدراعظم کېدو وروسته افغانستان ته د نوازشریف دوهم سفر دی. لومړی سفر یې د ۲۰۱۳ کال د نوومبر په پای کې کړی و چې حامد کرزی د افغانستان ولسمشر و.

4 thoughts on “افغانستان او پاکستان موافقه وکړه چې د سولې لپاره به په ګډه کار کوي”
  1. دا عقل عالم هم له دنيا خبر ندي. ديرش کاله شو چې هره ورځ موافقې دي او نتيجه يې هم معلومه نده.

  2. دا ټول دروغ دی چی نواز شریف وای چی په ګده به کار کوو. پاکستان په همدغه دروغو تر اوسه پوری د افغانستان حکومتونه عولولی دی او عولوی یی.پاکستان تر اوسه داسی کار نه دی کړی چی د افغانستان د خلکو باور پری وشی ، . د افغانستان حکومت لپاره پکار ده چی د پاکستان په دروغو او چل ځان ختا نه باسی . حکومت ته پکار ده چی د پاکستان پر وړاندی روڼ سیاست غوره کړی .نور د ځان نه عولوی

  3. آفغانستان دي بياهم محتاطه واوسي ځکه پاکستان دآفغانستان په باره کي خپله نظامي ستراتيژې لرۍ دوئ تر موږ ډير ډيپلوماټان دي دخپلو اهدافو دتر سره کولو په خاطر دهرې وسيلې څخه کار آخلې.په روسې کې متل دۍ باور وکړه باوروکړه هګر امتحانوه ئې .مننه

  4. بیا هم یوه تکراری خبره چی پدی وار یی شاید شمیر تر سلم جل هم اوشتی وی خو گـته او پری د عمل فیصدی یی صفر.
    که زه د افغان چارواکو پرجای وای نه می دوی پریشودل چی دلته په راتگ جان په عضاب کری او نه هم زه پخپله ورتلم. دصلحی په اره خو می بیخی خبری نه ورسره کولی

ځواب ورکول وردک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *