تاند- افغانستان او پاکستان موافقه کړې چې د طالبانو هغه مشران به ځپي چې په هیڅ صورت سوله نه مني.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف دا موافقه د قزاقستان په استانې کې د شانګهای د همکارۍ ټولنې د سرمشریزې په څنډه کې کړې ده.
افغان او امریکايي چارواکي وايي، که پاکستان وغواړي د طالبانو مشران سولې ته حاضرولی شي ځکه چې هغوی په پاکستان کې اوسي.
خو د سیاسي چارو شنونکي د پاکستان پر ژمنو ډېر باور نه کوي ځکه چې دغه هیواد پخوا د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا په څلور اړخیزو غونډو کې هم ویلي و چې یا به د طالبانو مشران سولې ته حاضر کړي او یا لږترلږه به یې له خپلې خاورې وباسي خو وروسته پاکستاني چارواکو ادعا وکړه چې طالبان سوله نه مني او پاکستان یې له خپلې خاورې د دې لپاره نه باسي چې د پاکستان امنیت له خطر سره مخامخېږي.
ارګ د اشرف غني او نوازشریف کتنې ته په اشارې ویلي چې دواړو مشرانو موافقه وکړه چې د هغو طالب مشرانو پر ضد به اقدام وکړي چې پخلا کېدونکي نه دي.
دوی په همدې لړ کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د څلور اړخیز دیالوګ د بیا ژوندي کولو پر سر هم سلا کړې ده.
د سیاسي چارو کتونکي او د پاکستان له پالیسیو سره بلد څارونکي وايي چې ممکن پاکستان دا ژمنه چې د طالبانو نه پخلا کېدونکي مشران به په ګډه ځپي یوازې له نړیوالې انزوا او فشار څخه د خلاصون لپاره کړې وي.
دوی د پاکستان پر نیت په دې خاطر هم شکمن دي چې د ولسمشر غني او صدراعظم شریف له خبرو وروسته د دې کتنې په اړه د پاکستان د حکومت په خبرپاڼه کې د دې موضوع یادونه نه ده شوې.
ولسمشر غني نوازشریف ته ویلي چې د افغانستان حکومت چمتو دی چې له طالبانو سره هم هماغسې سوله وکړي چې له ګلبدین حکمتیار سره یې وکړه.
ده نوازشریف ته په زغرده وویل«طالبان نور وخت نه لري ځکه چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې زغم په خلاصېدو دی او د دوی له تروریستي اقداماتو ستړي شوي دي.»
خو نوازشریف وویل، په افغانستان کې پر سوله او پخلاینه تاکید کوي او باور لري چې د افغانستان شخړه د سوله ییزو خبرو له لارې حل کېدای شي.
بیا هم دوکه او وخت ضایع کولو پرته بل هیڅه نه دي
په پاکستان هېڅکله باور مه کوئ. د ځمکې په سر په بدترینو انسانانو باور وکړئ خو په پاکستان او پاکستانیانو نه.
د دی اونی ټوکه به همدا وی هههه
پاکستان دا ژمنه چې د طالبانو نه پخلا کېدونکي مشران به په ګډه ځپي یوازې له نړیوالې انزوا او فشار څخه د خلاصون لپاره کړې وي.