یو انګرېز ختیځپوه وايي، د افغانستان د بدلانه څرخ د پښتنو په لاس کې دی، نوموړي د افغانستان په تاریخ کې مختلفو بدلونو ته په پام سره دا خبره کړې ده.

په پرونیو ټاکنو کې د پښتنو پراخ ګډون او د ټاکنو لومړنۍ ارزونې چې ښيي  ډاکټر اشرف غني به دا ټاکنې وګټي د دغه انګرېز د خبرې ريښتونولي ثابتوي، ځکه پښتانه له اوسني وضعیت تر پوزې راغلي او دغه ستر نړیوال شخصیت ته یې په دې تمه رایه ور کړه، چې په افغانستان کې به بدلون راولي، خو دا بدلون به هم د پښتنو د رایو په زور روالي، خو له یو څو نورو دلایلو سره.

۱ په ټاکنو کې د پښتنو پراخ ګډون

یو ملګری مې په کابل کې اوسي پرون یې ویل چې تېر ځل یې په ټاکنو کې د کورنۍ څلورو غړو ګډون کړی و، چې ټول نرینه وو، خو دا ځل یې نږدې ۱۵ غړو ګډون وکړ. دوی له دې وېرې ګډون وکړ چې هسې نه ډاکټر عبدالله بریالی شي، خو د ډاکټر عبدالله یو سرسختی پلوي چې زما همکار دی، هغه پرون رایه ور نه کړه، درحالیکه چې تېر ځل یې رایه ور کړې وه، دوی پخپل بریالیتوب باوري و، ځکه یې بیا رایه نه ور کوله، امثالهم یې هم ډېر دي، خو ماښام یې بڼه زېړه وه او نن یې هم رنګ تغیر دی.

۲ لویې پکتیا ته سلامونه

پلار به مې ویل، په افغانستان کې چې هر بدلون راځي که لویه پکتیا ور سره نه وي، راتلل یې ناشوني دي، د پرونیو ټاکنو نتیجو وښودله چې د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر رایې د داکټر اشرغني په رایو کې مهم رول لري. همدارنګه دغو خلکو پخپله د ټاکنو امنیت ونیو، دوی د وسلوالو د مخنیوي لپاره اربکي واېستل، ښځو ته یې اجازه ور کړه چې ګډون وکړي او هغوی هم له ماشومانو سره د ټاکنو په مرکزونو کې لیدل کېدلې.

دوی په رایو کې د ډاکټر عبدالله د پلویانو د درغلۍ د مخنیوي لپاره هم بیدار و، چې ښه بېلګه یې د پکتیکا په برمل کې د ډاکټر عبدالله په ګټه د رایو رسوا کېدل دي.

۳ د طالبانو ګډون

وسلوالو طالبانو چې تېر ځل یې په لوګر کې پښتانه له رایې منع کول دا ځل یې پخپله هم رایې ور کړې، دوی خلکو ته ویل چې ګوتې دې نه شنې کوي، خو رایې دې ور کړي. د خلکو د ډاډ لپاره اول دوی رایې وکارولې.

همدارنګه د میدان وردګ ولایت طالبانو هم له خلکو غوښتي و چې رایه وکاروي، په نیمروز کې خو یې ان د جماتونو په دېوالو د اسلامي امارت په ټاپه ټاپه کړي لیکونه ځړولي و، چې بااستعداه او وړ نوماند ته رایه ور کړي.

وسلوال طالبان ټول د پښتنو په سیمو کې دي او د نورو پرمختګونو په څېر یې له ټاکنو هم پښتانه بې پرخې کړي و، خو دا ځل د دوی دغه اپوټه عمل چې ممکن په نورو سیمو کې یې هم داسې کړی وي، د پښتنو رایه ډېره کړه.

۴ د اشرف غني پلانونه

ډاکټر اشرف غني په هره غونډه کې د ګډونوالو ځانګړنو ته په پام سره خپل پلان روښانه کړی دی او د افغان ټولنې د هر پاړکي لپاره یې جلا خبرې کړې دي. د عالمانو لپاره ځانګړی پروګرام، د غالۍ اوبدونکو لپار جلا طرح، د ځوانانو لپاره د کارمندلو او د متقاعدو لپاره د تقاعد د سرچینو د برابرولو نظریې او داسې نور ټول هغه څه دي چې د اشرف غني پلویان یې له ورځې بلې ته ډېر کړل.

۵ د ښو او مخلصو ملګرو اخلاص

له ډاکټر اشرق غني سره تر ډېره هغه خلک دي چې په افغانستان کې رښتونی بدلون غواړي، دوی دواطلب له ډاکټر سره ملګري دي، خپل شته یې په خدمت کې ور کړي دي، خو مقابل لوری یې هر چاته ښه معلوم دی چې څنګه خلک ور سره دي.

۶ د دوو مرستیالانو پرتلنه

په ټاکنیزو منډو ترړو کې که جنرال دوستم او انجینر محمدخان ته وکتل شي هیڅ یې رول سره پرتله کېدلی نشي. ښاغلي دوستم په هرځای کې یواځې او یا هم له ډاکټر صیب سره په ګډه د لکونو خلکو جلا جلا غونډې جوړې کړې، خو د محمدخان په وینا کې ممکن چا داسې خبره هم نه وي اورېدلې چې عبدالله ته د رایو ور کوونکو شمېر ډېر کړي.

همدارنګه که د محقق ویناوې او  سپکې څرګندونې هم د عبدالله ډېر پلویان د اشرف غني په ملاتړو بدل کړل.

۶ د عبدالله بې پلویانو ملاتړي

له ډاکټر عبدالله سره د لومړي پړاو څو نوماند ملګري شول، خو د هغوی ملاتړو او مرستیالانو د ډاکټر اشرف غني خوا ونیوله، په پغمان کې د ټاکنو ځینې شمېرې ښيي چې له اوو فیصدو ډېرو پغمانیانو ډاکټر اشرف غني ته رایه ور کړې ده، په پغمان کې چې د سیاف ملګري د ده غوښتنې ته لبیک نه وايي او په عبدالله پسې نه ځي، نو په نورو سیمو کې به یې څوک خواست ومني، همداسې نور نوماندان هم دي، چې ملاتړي یې په مختلفو ولایتونو کې له ډاکټر اشرف غني سره یو ځای شول. زلمی رسول چې د قیوم کرزي په ملاتړ یې رایې خپلې کړې وې پخپله له عبدلله سره یو ځای شو، خو قیوم کرزی چې له اشرف غني سره یو ځای شو، ملاتړي یې هم په ده پسې لاړل.

۷ د دیني علماوو ملاتړ

د ډاکټر اشرف غني په ملاتړ په مختلفو ولایتونو کې دیني عالمانو، ملا امامانو د ملاتړ غونډې وکړې. نوموړی یې د اوسني بحران د له منځه وړلو یواځینی وړ ناجي وباله، د دوی هره خبره چې په ټولنه کې ډېر اغېز لري، د اشرف غني ملاتړ یې ډېر کړي.

۸ د جعیت که د ملت نوماند

ډاکټر عبدالله د ټاکنیزو منډو ترړو په وروستۍ ورځ وویل چې د جمعیت نوماند دی، نوموړي په دې خبرې سره د خلکو په یاد کې د ډېرو کلونو د اوږدې جګړې یاد را پورته کړې چې همدې جمعیت ورته لمن واهله، خو په مقابل کې اشرف غني وویل چې د ملت استازی او نوماند دی.

همدا وجه وه چې ملت خپل استازی وباله رایه یې ور کړه او اوس به دې ته شیبې شمارو چې کله به دا ستر مفکر د واک پر ګدۍ کېني او لکه څنګه یې چې ژمنه کړې ده، دوامدار بدلون به راولي.

8 thoughts on “افغانستان بدلوونکی قوم/ ناور کوچی”
  1. که اشرف غنی خفل حکومت کی کرزی او د کرزیانو ډلی ته اختیار ورکړ وبه ګوری چی داشرف غنی حکومت داسی مفسد شی لکه څنګه چی دکرزی حکومت مفسد وه ځکه قیوم کرزی هم له اشرف غنی سره ده اوقیوم کرزی ته دغلا دوکی چل او ول فه اسانه ورځی او که یی یاد نه وی بیا یی له یهودی خسر سخه یادوی

  2. په زړه پورې لیکنه ده، خو یوه تېروتنه پکې ده، هغه دا چې لیکوال د اویا پر ځای اوو لیکلي هیله ده اصلاح شي
    ډاکټر اشرف غنی په پغمان کې له اویا فیصدو ډېرې رایې ګټلې دي، چې د سیاف کور دی
    په درنښت

  3. په زړه پورې لیکنه ده، خو یوه تېروتنه پکې ده، هغه دا چې لیکوال د اویا پر ځای اوو لیکلي هیله ده اصلاح شي
    ډاکټر اشرف غنی په پغمان کې له اویا فیصدو ډېرې رایې ګټلې دي، چې د سیاف کور دی
    په درنښت
    بهرام

  4. دبدلون او دوام همکارانو او خواخوږوته:لکه څنګه چې د عبدللله ټیم په ډیره بی شرمی سره درغلی او بدمعاشی وکری اواس هم لګیا دی دانتخاباتو په مرکزونو کی مداخلی کوی او د خپل سیال ملګری تهدیدوی,نو ددی یوچاره په کار وه او په کارده.
    1:صرف ناری وهل او شیکایتونه کول فایده نه لری او چا ته شیکایت کوی،دکرزی تریخی خو یی ځینی ویستلی اولا په خوا یی خنثی کړی دی،که کرزی غیرت او یا عقل لرلای نو په داسې حساس وخت کی به یی په داسې مهمو پوستونو کی داسی متعصیبین نه پری ښودلای ،یا به کرزی پری خوښ وی یا اغلب ګومان دادی چی هیڅ یی په طاقت کی نشته او دپخوا په شان یو خنثاء شخصیت دی.

    2:دا بدمعاشان نه چغالان دی خو کرزی زمریان ځینی جورکرل او د افغانانواو خپل دقوم وینی یی په وزبیښلې،اوس هغوی ټولو ته په سپکه ګوری،يوه ولسوالی ده او دټول ملت سره سپینسترګی کوی ،که مو نور برداشت کړل نو دهمیشه لپاره به یی په ځان اموخته کرو ،مونږ به په میډیا کی شکایتونه درج کوو او هغوی به په زور ریاست جمهوری کوی او وژنی به مو .

    3:مونږ باید د نوک جواب په سوک ورکرو،زړه درباندی هیڅوک نه سوځی ،خپل حق به په خپل مټو لاس ته راوړی نه په ږړا او په ګیلو ،الله پاک نه ظالم خوښوی او نه هم مظلوم ،که داول تیری ځواب مو ورکری وای نو ددوهم تیری هیمت به یی هیڅ کله نه وای کړی.
    4:را ځی چي د خپل جایز حق دلاس ته راوړلو په خاطر ددوی وهری نا جایزی ته غاښ ماتونکی جواب ورکرو،که هیمت وکړو نو زمونږ خالی لاسونه به یی زړونه داسی ولړزوی چی بیا به ډیر په احتیاط له غاره راوزی ،او خپل په معقول حق به قناعت وکړی،ځکه ظالم همیشه ډارن وی.
    5: زما په نظر چوپ کښینستل به مود بد انجام سره مخ کړی،اوبیا به هرڅه دلاسه وتی وی اولاسو نه به مو تړلی وی،بی زحمته راحت نشته ،نور نو ستاسو خوښه ،تاسو ډیرښه پوهیږی. په احترام سره.

  5. د داسي ورخي دراتلو او داشرف غني دعملي كامونو او دخلكو درضايت داخستلو به انتظار
    ومن الله توفيق

  6. په پغمان کې نږدې څو اویا فیصده رایې ډاکټر اشرف غني ګټلې دي، خو له لیکوال اووه لیکل شوي دي
    هیله ده اصلاح شي

  7. غني پغمان، غني بابا ته 75% رایې ورکړي.
    ———————————————-
    زمونږ ژمنه د ډاکټر صاحب سره دا و ه چی دا وار به 80% رای د پغمان مجاهد او غیرتی ولس د نړی ستر متفکر ډاکټر صاحب اشرف غنی احمد زی ته کاروی او الحمد لله چی همداسی شو بس صرف 5% رای ورته پاتی راغلو.

    انشاالله بریا د ولس ده

ځواب ورکول جاوید ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *