تاند- پچه بنګله دېش وګټله او غوربه وګڼله چې بیټنګ افغانستان پیل کړي. افغان لوبغاړو د پنځو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۲۵۵ منډې جوړې کړې.

د بنګله دېش په وړاندې د افغانستان د کرکټ په نننۍ مسابقه کې د اصغر ستانکزي او سمیع الله شینواري ملګرتوب سبب شو چې افغانستان بنګله دېش ته لوړ هدف یعني ۲۵۵ منډې وټاکي.

اصغر ستانکزي ۹۰ منډې جوړې کړې او سمیع الله شینواري ۸۰ منډې وکړې.

نوروز منګل ۲۴ او نجیب الله ځدراڼ ۲۱ منډې وکړې.

بنګله دېش ټولټال ۲۲ منډې جوړې کړې.

د بنګله دېش دوه لوبغاړي د لوبې په لومړي اور کې وسوځول شول خو دوه نور یې ښه کلک شوي او تراوسه پوري (۱۲ اور) یې د دغه ټیم منډې ۵۱ ته رسولي دي.

شاهپور ځدراڼ ۲، حمید حسن ۲،  سمیع الله شینواري، محمد نبي۳  او میرویس اشرف هره یوه یو – یو بنګالي لوبغاړی وسوځاوه.

اصغر تانکزي ته ۲۰۰۰ ډالره او سمیع الله شینواري ته ۵۰۰۰ ډالره جایزې ورکړای شوې.

12 thoughts on “افغانستان بنګله دېش ته په ۳۲ منډو ماتې ورکړه”
  1. مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک والله ډیر خوند یی وکی

  2. ماشاء الله، ټولو افغانانو ته ددي په زړه پوري بريا مباركي وايم
    لوبه مي له سره تر آخره وكوته، أفغان لوبغاړو ډيره خوندوره لوبه وكړه
    أفغان لوبغاړو په تيره لوبه كي پاكستان ته هم ماتي وركولاي شوه خو كه كيچونه يي نه واي ډراپ كړي، په كركټ كي يو متل دي وايي: (( كيچونه ميچونه ګټي ))، بايد افغان لوبغاړي ديته زياته پاملرنه وكړي
    دوه لوبي نوري هم لرو، كه چيرته دا وګټو نو ډايركټ فاينل ته وځو ان شاء الله

  3. ماشاء الله، ټولو افغانانو ته ددي په زړه پوري بريا مباركي وايم
    لوبه مي له سره تر آخره وكوته، أفغان لوبغاړو ډيره خوندوره لوبه وكړه
    أفغان لوبغاړو په تيره لوبه كي پاكستان ته هم ماتي وركولاي شوه خو كه كيچونه يي نه واي ډراپ كړي، په كركټ كي يو متل دي وايي: (( كيچونه ميچونه ګټي ))، بايد افغان لوبغاړي ديته زياته پاملرنه وكړي
    .
    دوه لوبي نوري هم لرو، كه چيرته دا وګټو نو ډايركټ فاينل ته وځو ان شاء الله

  4. ماشاء الله، ټولو افغانانو ته ددي په زړه پوري بريا مباركي وايم
    لوبه مي له سره تر آخره وكوته، أفغان لوبغاړو ډيره خوندوره لوبه وكړه
    أفغان لوبغاړو په تيره لوبه كي پاكستان ته هم ماتي وركولاي شوه خو كه كيچونه يي نه واي ډراپ كړي، په كركټ كي يو متل دي وايي: (( كيچونه ميچونه ګټي ))، بايد افغان لوبغاړي ديته زياته پاملرنه وكړي

    دوه لوبي نوري هم لرو، كه چيرته دا وګټو نو ډايركټ فاينل ته وځو ان شاء الله ـ

  5. د افغانستان د کرکټ ملی ټیم بریا ټولو افغانانو ته د زړه له کومی مبارکی وړاندی کوم

  6. Dera manana
    Afghanistan Bangladesh ta pasaloro waketo matey nada war karey bal key pa 32 mando matey war karei daa?
    Da sta so khabar sa hi nadey

  7. مبارک مبارک مبارک
    الله یی دپه سریلانکا هم بریالی کړی ذ
    امین ثم امین

ځواب ورکول Ghairat khan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *