عکس: پوهنیار حبیبي –

جمهور ريیس داكټر اشرف غني سټيفن فرډريك سټار، چې د جان هاپكن پوهنتون پوهاند دئ، كابل ته راغوښتى و.

ډاكټر سټار په كابل پوهنتون كې د خپل كتاب [Lost Enlightenment] په باره كې ليكچر وركړ او ويې ويل افغانستان يو وخت د دنيا د تمدن مركز و. ځكه دا ځمكه د علماوو زېږنځای وه. د علم او پوهې مركز و. افغانستان ته له دنيا گوټ گوټ نه خلك راتلل چى د دې ځایه علم يوسي. د دې ځاى خلكو له علم او هنر سره علاقة وه او نور خلك به د دې ځای له خلكو د علم، كلتور او فرهنگ د زده كړې لپاره راتلل. د دنيا نورو كلتورونو ته دلته احترام كيده. د خلكو افكار متمدن وو.غټ فكرونه يي درلودل او تنگ نظري نه ول.

ده وويل، رازي، ابن سينا، غزالي، البيروني او نور مشهور علماء په دې ځاى كى د تمدن د بقا مسئولين ول.

ډاكټر سټار وويل، ابو ريحان البيروني، چې د سلاطينو د ظلمونو له لاسه هند ته لاړ او بيا بيرته غزني ستون شوى و، لومړنی كس و چى د دنيا د بلې خوا په باره کې یې، چى د امريكا وچه وه، خپله فرضيه يا هيپوتيسيس د هرچا نه مخته پيشنهاد كړى ول. البيروني بيا په دې فكر كې و چى د دنيا هاغه طرف (امريكا) كې خو وچه شته چى ژوند به هم پكې وي يا نه؟

نو البيروني په غزني كې د امريكا د لويې وچې فرضيه د اول ځل لپاره وړاندې کړه چې دا د افغانانو لپاره لوی ویاړ دی.
څه وشو او ولى افغانستان يا دا منطقه دې حال ته راغله؟ او تمدن ولى ركود وكړ؟

ډاكټرسټار، چې د منځنۍ اسيا په علومو كې ماهر دى، وويل: خارجي يرغلونه، د علماوو وژلو، او د علم، منطق او هنر پرضد جنگ افغانستان او سیمه سخت خراب كړل. چنګيز او مغولو ته يې اشاره كوله. سټار په دې ركود كې غزالي هم ملامت وباله او ویې ويل چې ده د سلجوقيانو د سلاطينو سره نږدې اړيكې درلودې او د ده په وخت نور علماء په خوف او رعب كى اوسېدل چې د دې كار مخه بايد نيول شوې وای.

پوهاند زياته كړه چى له افغانستانه عالمان وتښتېدل، او نورو همسايه هيوادو كى ميشت او بالاخره مړه شول. علم ركود وكړ او بلاخره تمدن له مينځه ولاړ. خو دې ركود ٥٠٠ كاله وخت ونیوه.

د اميرامان الله خان وخت كې چې اروپا د نورې نړۍ سره د ريل خط په ذريعه د اقتصاد د بهبود پخاطر ځان وصل كړ افغانستان يو بل چانس درلود، خو افغانستان د سياسي وجوهاتو په خاطر په هاغه وخت كې چې نړۍ د تمدن او ترقي په لور روانه وه يوځل بيا د داخلي او خارجي سياستونو ښكار او د نړۍ د اقتصادي کاروانه پاته شو.

ده خپل كتاب ته په اشاره وويل، افغانان څنگه يو ځل بيا خپل ورك تمدن لاسته راوړلائ شي.؟

افغانان دې ځان د اورګاډي د پټلۍ په وسیله له ګاونډیانو سره وصل كړي. او له دوی سره دى فرهنگي او اقتصادي روابطو ته لار هواره كړي. د اقتصاد د ښه كولو ليارې دې عامو خلكو ته پرانستل شي، او افغانان دې علم زده كړو ته يو ځل بيا زور وركړي. دا د تمدن د بيرته ژوندي كولو لپاره افغانانو ته اولين شرط دئ.

One thought on “افغانستان ته تمدن يو ځل بيا، او څنګه؟/ پوهنيار نبي حبيبي”
  1. ګران پوهاند صاحب!
    له هرڅه مخکې درته نېکې هیلې ډالۍ کوم.
    آیا ستا په فکر که له نورو لوبو او تورو استخباراتي لومو را تیرشو، دا ستا هیواد به مو دې ته پریږدي چې د علم او تمدن په لاره باندې خپل ټول خدای راکړی عقل او فهم وکاروو؟
    مونږ خو اوس په خپله خاوره نړیوال او ګاونډیال دې ته نه پریږدي چې یوازې انساني ژوند ولرو، نه داچه بیا افغانستان ستا سو له لارښوونو او تاریخي پوهې سره سم علمي او کلتوري افغانستان شي.

ځواب ورکول Sharif ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *