نویده خوشبو

ولسمشر اشرف غني، په لندن کې له فساد سره دمبارزې په نړېواله غونډه کې د نړۍ د ځينو مشرانو ترڅنګ شرکت وکړ
د فساد په وړاندې مبارزه،او نړيواله همکاري د غونډې له مهمو موخو څخه وه.

ولسمشر هم د فساد په برخه کې د دوېيم ځاى د لاسته راوړلو،او د ده دحکومت د هلو ځلو او مبارزې په اړه وينا ته وبلل شو؛خو لکه څنګه چې يې له راتګ څخه وړاندې د يوې مغرضې ډلې لخوا هر کلى وشو، د وينا پر مهال هم ورته د همدې ډلې لخوا پوره چمتوالى نيول شوى وو.

وړاندې له دې چې ولسمشر په وينا پيل وکړي ،دروغ يا رښتيا ووايي؛چمتو شويو ځوانانو په جرأت او زړورتيا،لوړ غږ او اشارو نارې- سورې او سپکې- سپورې پېل کړې :ته دروغ وايې… ته… ته…!

هغه لا غلى شوى نه و، ولسمشر خبرې پېل  کړې نه وې چې د بل وار راورسېد،او په ورته شعارونو يې نارې کړې !!
او بيا همداسې ورپسې د بل تنظيم شوي ځوان وار شو!!!

ښه، له دې اخلال څه ګټه وه!!؟ څه مو لاسته راوړل؟او ستاسو په وينا :هيواد ته مو څه چوپړ وکړ؟
ولې مو زړونه داسې ډک دي؟ ولسمشر خو نه انقلابي دى،نه هم حزبي يا جهادي، طالب ،غاصب او  فاسد هم نه دى!
څنګه مو ورته وينې خوټيږي؟

که رښتيني مبارزين ياست، نو د محقق د ظلمونو غچ واخلئ غږ پورته او مبارزه وکړئ د قومي ټېکه دارانو،فاسدو او غاصبو ګريوانونه ونيسئ! مدني فعاليتونه خپل ځاى او ځانګړتيا لري؛ دې ډول هدفمندو کړنو ته دهېواد لپاره خدمت نوم نشو ورکولى: دا ځان او يوې محدودې ډلې ته امتياز اخيستنه او تعصب دى!

هر يو تنظيم شوى ځوان د توتاپ پروژې،باميان ولايت، يوټبر او د ټاکنيزو کمپاينونو يادونه کوي په دې عقدوي چلند سره تاسې خپل قوم پالنه،تعصب او شومې موخې ښکاره کوئ چا چې ملت پالنې لپاره خپل کورنۍ نوم   حذف کړى وي؛په هغه د تعصب ټاپه نشي لګېداى د منلو ده چې :ولسمشر  خپلې ډېرې ژمنې او وعدې سر ته نه دي رسولې؛نا امني ده، د سولۍ برخليک مالوم ندى،اقتصادي ځوړتيا،اوزګارتيا،ولږه او…..، په لسګونه نورې ستونزې شته ډېرې هيودال ګيله من او نا خوښه دي،خو د هغوې د ټپونو او دردونو په سر يوه محدوده تنظيم شوې ډله درمل اخلي؛او د هيواد پالنې نوم ورکوي،
له منطق څخه لېرې؛ او نه منونکې ده !

داسې کړنې ،ټبرونه او هېوادونه بدنومه وي،او  ديوې حقيقي پارېدلې موضوع د پټولو لپاره داسې غير منطقي اوغېر حقيقي صحنې تنظيميږي!

ښکاره ده،اعتراض کونکي هيڅ کله په دې ډول غونډې ته نه بلل کيږي،او دغو ځوانانو دبريټانيا حکومت د اجازې او
خوښۍ له مخې دا ډرامه وړاندې کړې او راتلونکي څه موده به بيا ځوانان په بې اتفاقې،نفاق او ځانځانۍ بوخت کړي
په ياد ولرئ،کورنۍ مسلې د کور دننه حل کړئ؛په داسو کړنو تاسو يو کس،ولسمشر يا ډلۍ ته نه ټول هيواد ته سپکاوى او بې احترامي کوئ.

2 thoughts on “افغانستان ته نه؛ يوې ډلې ته خدمت کوئ!/ نویده خوشبو”
  1. خوری لکه تا چی وویل دی هیڅ څوک هم نه ده. مشکل دلته دی.
    دده واک ددغو په لاس کی دی لکه چی مو د لندن په مجلس کی و لیدل او ابرو حیثیت بیی له کامرون و پوښتو.
    ولس څنګه مبارزه وکړی کله چی دی رئیس جمهور نوموړو فاسیدینو ته په لستوڼی کښی ځای ورکړی.

ځواب ورکول عبدالسلام ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *