شاهپور ځدراڼ د هانګ کانګي لوبغاړي له سوځېدو وروسته

تاند- د اسیايی شورا د پریمرلیګ په لومړۍ مسابقه کې د افغانستان او هانګ کانګ ټیمونه مخامخ شول. دا لوبه افغان لوبغاړو په ۶ ویکټونو په داسي حال کې وګټله چې ۴۱ توپونه یې لا لرل.

لوبه هانګ کانګ پیل کړه او په ۴۹ اورونو او ۳ توپونو یې ټولټال ۲۱۶ منډې جوړې کړې.

افغان لوبغاړي د هانګ کانګ د ۲۱۷ منډو هدف په (۴۳) اور کې په داسي حال کې پوره کړ چې یوازې ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي ول.

په دې لوبه کې دولت ځدراڼ ۳، امیرحمزه ۳، محمد نبي ۲ او عثمان غني ۱ هانګ کانګي لوبغاړي سوځولي دي.

عثمان غني په بیټنګ کې هم ښه ځلېدلی دی. ده نن په ۶۸ توپونو ۷۰ منډې کړي دي. د نولس کلنو د ټیم لوبغاړي حشمت الله شهیدي په ۶۷ توپونو ۳۸ منډې جوړې کړې او تر پایه ونه سوځېد.

سمیع الله شینواري په ۴۶ توپونو ۳۸، رحمت شاه په ۴۱ توپونو ۲۳، نور علي ځدراڼ په ۲۰ توپونو ۱۸محمد نبي په ۱۷ توپونو ۱۴ منډې جوړې کړې. محمد نبي او شهیدي تر پایه ونه سوځېدل.

0 thoughts on “افغانستان د اسیايي شورا د پریمرلیګ لومړۍ سیالي په لوی توپیر وګټله”
  1. د تاند ویبپاڼې درنو مسولینو ته!
    ډیره مننه چې راپور مو په خپل وخت او ژر تر ژره خپور او په درنو هیوادوالو مو دا خوږ زیری ولورولو. ډیره ډیره مننه
    س شیرزاد

ځواب ورکول سعدیه شیرزاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *