988488_393242670793378_1924012389_n

د اذربایجان خبري اژانس وايي چې د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي تکنالوژۍ وزیر امیرزي سنګین پرون/دوشنبه/ په باکو کې وویل، هیواد یې تیار دی چې د اذربایجان له سپوږمکۍ (اذرسپېس) څخه په کار اخیستلو غور وکړي.

د افغانستان د مخابراتو وزیر پخوا ویلي و چې د خپلو مخابراتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره له یوه اروپايي هیواده سپوږمکۍ په بیه رانیسي.

ښاغلي سنګین ویلي و چې سپوږمکۍ به په دوه سوه ملیون ډالره تمامه شي.

د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي تکنالوژۍ وزیر، چې له خپل اذري ساري سره خبرې کولې، دا هم وویل چې د دواړو هیوادونو د متخصصانو ډلې به د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د مخابراتي همکاریو د امکاناتو پرلارو چارو د غور کولو لپاره غونډه او پرېکړه وکړي.

By admin

2 thoughts on “افغانستان د اذربایجان له سپوږمکۍ کار اخلي”
  1. These are really impressive ideas in on
    the topic of blogging. You have touched some fastidious points here.

    Any way keep up wrinting.

  2. دغه برېتو ښاغلي خو پخوا څو ځلې ویلي وو چې خپله سپوږمکۍ فضا ته لېږي، هغه څنګه شوه؟

ځواب ورکول Felicitas ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *