د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به سبا د اسیایي لوبو په پایلوبه کې د سریلانکا له ملي ټیم سره مخامخ شي.

دا لوبې په جنوبي کوریا کې روانې دي. افغان لوبغاړو هانګ کانګ ته په نیمه پایلوبه کې په اتو ویکټو ماتې ورکړه او سریلانکا بنګله دیش له مخې لرې کړ.

که چیرته افغان کرکټ ټیم پایلوبه وګټي نو دا به د لوبو په ډګر کې د افغان لوبغاړو د سرو زرو لومړی میډال وي چې ترلاسه کوي یې. البته پایلوبې ته له رسیدو سره سم افغان کرکټ لوبغاړې د سپینو زرو د میډال د اخیستو جوګه شوې دي.

0 thoughts on “افغانستان د اسیايي سیالیو په پایلوبه کې له سریلانکا سره مخامخ کېږي”

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *