تاند- افغانستان د کرکټ د اسیايي شورا د پریمرلیګ جام نن د مالیزیا په کوالالمپور کې وګاټه. د دغو لوبو په ترڅ کې افغانستان ۵ مسابقې وکړې چې ۴ یې وګټلې خو یوه یې پر کوربه هیواد، مالیزیا چې د دغو لوبو تر ټولو کمزوری ټیم وو، وبایلله.

افغانستان په نننۍ مسابقه کې نیپال ته په ۱۰۸ منډو ماتې ورکړه. په نننۍ مسابقه کې د افغانستان نوی او تنکی لوبغاړی عثمان غني بیا هم ښه وځلېد.

ده د تېرو ۵ مسابقو په ۴ کې هر ځل تر۵۰ زیاتې منډې کړي دي. په دې مسابقو کې د عثمان غني په شان د نویو استعدادونو ځلېدا د افغانستان د کرکټ د راتلونکي لپاره ښه زېری ګڼل کېدای شي.

نن بیټنګ افغانستان پیل کړ او په ۴۹ اورونو او ۳ توپونو یې ۲۶۲ منډې وکړې.

د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتې منډې عثمان غني او حشمت الله شهیدي وکړې.

عثمان غني په ۶۱ توپونو ۵۱ او شهیدي په ۷۷ توپونو ۵۱ جوړې کړې.

نورعلي ځدراڼ په ۵۹ توپونو ۴۳، محد نبي په ۲۵ توپونو ۳۴، سمیع الله شینواري په ۲۱ توپونو ۱۸، نصیر حمزه په ۲۸ توپونو ۲۰ او شفیق الله په ۸ توپونو ۲۱ منډې وکړې.

دولت ځدراڼ ۴، میرویس اشرف ۲، امیرحمزه ۱، محمد نبي ۱ نیپالي لوبغاړي سوځولي دي.

د باران د اورېدو له کبله د افغانستان منډې د ۲۶۲ په ځای ۲۳۷ ته راټیټې شوې او په مقابل کې یې د نیپال ۱۸ اورونه کم شول.

افغان کرکټ بورډ د اسیايي شورا په پریمرلیګ کې نویو لوبغاړو ته زیاته موقع ورکړه. د عثمان غني تر څنګ حشمت الله شهیدي، او ناصر احمدزي په شان نوي لوبغاړي ښه وځلېدل.

تر دې مخکې په بنګله دېش کې په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې د بیټنګ په برخه کې د افغانستان کمزورتیا له ورایه وه خو نویو بیټسمینانو دا هیله پیدا کړې چې راتلونکی کال په استرالیا او نیوزیلنډ کې په نړیوال جام کې به افغانستان ښه لوبه وکړای شي.

0 thoughts on “افغانستان د اسیايي شورا د پریمرلیګ د اتلولۍ کپ وګاټه”
  1. ټولو افغانانو ته ددی بریا مبارکی وایم
    پخپلو ملی لوبغاړو فخر کوم

  2. وټولو درنو هیواد والو ته دګران افغا نیستان داتل کریکیټ ټیم دبرې له امله مباارکې وړاندې کوم.
    الله(ج) دې هغه ورځ په موږ او تا سې ووینې چې زموږ سیا سی مشران همدغسې اتلولې وښیې اوتر خپلو شخصې ګټو او دچوکۍ تر شوق تیر شې اود ګران هیوا د عالې ګټو ته لومړیتوب ور کړې دګا ونډیانو اونورو حلقه بګوش غلامې پریږدې.
    هیله ده چې ښاغلی کرزی ، ملا محمد عمر اخند اونورو…………… څخه په ډیره درنا وې هیله کوم چې دسلیم عقل او فکر څخه کا رواخلې او دخپل هیواد او مسلمان اولس لپا ره دا سې اتلولې ښکا ره کړې لکه اتل!!!!!!!!!!!!!!!! افغان کریکیټ ټیم چې وښودل. اونوره وروروژنه بس کړې (۳۶) کاله افغا نا نو دغه ورور وژنه وکړه خو فکر کوم چې څه په لا س نه ورغله. په درنا وې
    ژوندی دې وې ګران افغانیستان ، ژوندی دې وې دګران افغانیستان زړه ور وسله وال پوځ ، ژوندی دې وې دګران افغا نیستان اتل!!!!!!!!!!! کریکیټ ةیم
    ژوندې هغه افغانان چې غلامان نه وې

  3. وټولو درنو هیواد والو ته دګران افغا نیستان داتل کریکیټ ټیم دبرې له امله مباارکې وړاندې کوم.
    الله(ج) دې هغه ورځ په موږ او تا سې ووینې چې زموږ سیا سی مشران همدغسې اتلولې وښیې اوتر خپلو شخصې ګټو او دچوکۍ تر شوق تیر شې اود ګران هیوا د عالې ګټو ته لومړیتوب ور کړې دګا ونډیانو اونورو حلقه بګوش غلامې پریږدې.
    هیله ده چې ښاغلی کرزی ، ملا محمد عمر اخند اونورو…………… څخه په ډیره درنا وې هیله کوم چې دسلیم عقل او فکر څخه کا رواخلې او دخپل هیواد او مسلمان اولس لپا ره دا سې اتلولې ښکا ره کړې لکه اتل!!!!!!!!!!!!!!!! افغان کریکیټ ټیم چې وښودل. اونوره وروروژنه بس کړې (۳۶) کاله افغا نا نو دغه ورور وژنه وکړه خو فکر کوم چې څه په لا س نه ورغله. په درنا وې
    ژوندی دې وې ګران افغانیستان ، ژوندی دې وې دګران افغانیستان زړه ور وسله وال پوځ ، ژوندی دې وې دګران افغا نیستان اتل!!!!!!!!!!! کریکیټ ةیم
    ژوندې هغه افغانان چې غلامان نه وې
    څو چې دا ځمکه اسمان وې څو چې دا جهان ودان وې څو چې پا تې یو افغا نوې تل به دا افغا نیستا ن وې

  4. مپارن ږلمو. ستاسو د برکته او همت له وجی ورک سوی هویت می را ږوندی سو. کور مو ودان

ځواب ورکول ظفر خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *