تاند- ایران وايي چې د ۹ ملیارد تومانو په ارزښت یې ۱۰ هیوادونو ته ژاولي صادرې کړي او تر ټولو زیاتې یې افغانستان ته صادرې کړي دي.
ایراني رسنۍ د دغه هیواد د ګمرکونو د راپور پر اساس وايي چې تر ټولو زیاتې ژاولې یې افغانستان او بیا عراق ته صادرې کړي دي.
د راپور له مخې، ایران د سږ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د نړۍ لسو هیوادونو ته نژدې۵۰۰ ټنه ژاولې صادرې کړي دي چې له دې درکه یې ۳ ملیون ډالره ترلاسه کړي دي.
په افغانستان کې د برېښنا د نشتوالي او د جګړې د دوام له امله پانګوونکو ته د پانګونې مناسب شرایط نه دي برابر شوي او له کبله یې د ژاولو په شان ابتدايي صنعتونو وده نه ده کړې.
we wish to make some factory our trader.