تاند- د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نن په نیپال کې د جنوبي اسیا د فوټبال په پایلوبه کې د هند ملي ټیم ته دوه پر صفر ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د فوټبال په یوه نړیوال ټورنمنټ کې د اتلولۍ کپ وګاټه.

د افغانستان لپاره لومړی ګول مصطفي ازادزوی د لوبې د لومړۍ نیمايي په نهمه یا لسمه دقیقه وواهه. له ګوله وروسته د

د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم ګولکیپر منصور فقیریار د ټول تورنمنټ غوره لوبغاړی وپېژندل شو
د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم ګولکیپر منصور فقیریار د ټول تورنمنټ غوره لوبغاړی وپېژندل شو

افغانستان پر ګول د هند فشار خورا زیات شو خو هر توپ تکړه ګولکیپر فقیریار په ډېر مهارت دفاع کړ. لومړۍ نیمايي یو پر صفر د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.

په دوهمه نیمايي کې هند بیا د افغانستان پر ټیم فشار ته دوام ورکړ، د ګول وهلو څو چانسونه یې پیدا کړل خو فقیریار دفع کړل. په همدې منځ کې سنجر احمدي ته یوه ښه موقع په لاس ورغله او ښه استفاده یې ورڅخه وکړه. احمدي په خورا مهارت توپ ګول کړ او افغانستان یې دوه پرصفر وړاندې کړ.

دوهم ګول د هند د ټیم د پلویانو، چې شمېر یې په لوبغالي کې زیات و، هیلې مړې کړې . د هند د ټیم په استازیتوب کیپتان ته یې د پنځوس زره ډالرو چک ورکړای شو او د افغانستان د ټیم کیپتان فخرالدین ته د پنځوس زره ډالرو چک ورکړل شو.

7 thoughts on “افغانستان د جنوبي اسیا د فوټبال د فوټبال د فدراسیون اتلولۍ کپ وګاټه”
  1. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ټول افغان ولس ته دې زموږ د ځوانانو دغه بری مبارک وي. بريالي اوسی! افغان ولس ته مو ستر وياړ ورپه برخه کړ! الله مو په ټولو کارونو کې بريالي او سرلوړي لره!
    معه سلاموکم الاخوتالافغانيون
    ملا ميوند آخوند

  2. د مبارکی پیغام
    د سهیلی اسیا په فوټبال لوبی کی د افغانستان د فوټبال ملی ټیم د بشپړ بری او د اتلولی مقام ته د رسیدلو له امله ټولو هیوادوالو ته مبارکی وایو. دې بری وښودل چی افغانان د سرشاره استعداد لرونکی دی . په سوله ایز ژوند کی به تر دې لاوځلیږی او د ویاړونو ستر څلی به جوړ کړی.
    سلام فرهنګی ټولنه او اړوندان یی ټولو هیوادوالو ته په افغانی مینه مبارکی وایی . د افغانستان لپاره د نورو بریو او سوکاله سوله ایز ژوند دعا کوو.
    په درنښت
    د سلام فرهنګی ټولنی د مشر تابه جرګه ګی له لوری

  3. زه پخپل وارسره ددی اتلولی مبارکی ټولو افغانانووروڼوته په خاص ډول دافغانستان ورزشی لوبغاړوته تبریکی وایم خدای جل جلاله دوکړی چه په نورو لوبو کی هم همدغسی اتلولی ترلاسه کړی او موږامیدواره یو چه په کرکټ کی هم دغسی اتلوی ترلاسه کړو

    دافغانستان دسرلوړی په هیله

  4. هند لوبډلې ته یې پنځویشت زره امریکايي ډالر ورکړل تاسو لیکلي پنځوس زره امریکايي ډالر!!!!!!

ځواب ورکول shams shinwari ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *