تاند- په داسي حال کې چې اسراییلو د غزې اوسېدونکو ته ویلي چې له خپلو کورونو ووځي، د افغانستان حکومت د غزې له مصیبت ځپلیو سره د خواخوږۍ د نښې په توګه ۵ لکه ډالره مرسته اعلان کړه.
د غزې له خلکو سره د مرستې پرېکړه په ارګ کې د ولسمشر کرزي په مشرۍ په غونډه کې وشوه. دا په داسي حال کې ده چې پرون د پکتیکا په ارګون کې یوې وحشیانه تروریستې حملې ۸۹ تنه ووژل او نژدې سل تنه نور ژوبل کړل خو د افغانستان حکومت نه ملي ویر اعلان کړ او نه یې د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې یادونه ژمنه وکړه.
پر غزې د اسراییلو د حملو له پیله د دې تړانګې د چارواکو په وینا ۲۰۵ تنه وژل شوي دي. اسراییلو پر غزې له ۸ ورځو حملو وروسته د جګړې د درولو غږ وکړ خو فلسطیني لوری (حماس) وايي چې د خپلو قربانیانو غچ اخلي.
د حماس له لوري پر اسراییلو د توغندويي بریدونو د نه درولو له اعلانه وروسته د اسراییلو پوځ د غزې د شمال او ختیځ شاوخوا یولک اوسېدونکو ته خبرداری ورکړ چې له کورونو ووځي.
اسراییل وايي چې ژر به پر دغو سیمو حملې پیل کړي. اسراییلو په ځلونو دې ته ورته بریدونه کړي، فلسطینیان یې له یو مخي وژلي او کورونه یې ورنړولي دي.
Bad ye kerhi. Khpel ghamzapeli mo kam di chey os ye de zaan shodeney lepara naahla arabo sera mresta kawu.
دواړه اسراییلی دولتونه یو ډول تروریستی اعمال سرته رسوی. زمونږ ګاونډی تروریستی هیواد هم له اسراییلو کم نه دی . که اسراییلو په اتو ورځو کی 205 تنه ووژل نو زمونږ ګاونډی له هغه نه ډیر په کندهار ، هلمند ، لغمان، پکتیکا ، کابل ، بدخشان او نورو سیمو کی ووژل. ښه به دا وی چی خپل شهیدان او مصیبت ځپلی هم هیر نه کړو
دسړی خندا راشی
ته خپله ټوک ټولوی او دامریکا او غرب متیازو ته ناست یی او کاکه ګی کوی او هغه فلسطین ته لیزی. شرم ده