د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن په متحده عربي اماراتو کې د کینیا ملي ټیم ته په دوهمه یو ورځنۍ مسابقه کې هم ماتې ورکړه او په دې ډول د ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړیوالو اتلولیو ته بریالی شو.

دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یوه سپورټي ډله یې نړیوالو اتلولیو ته بریالۍ کېږي. افغانستان تر دې مخکې یو ځل شل اوریزو نړیوالو سیالیو ته بریالی شوی.

نن پچه افغانستان وګټله خو کینیا ته یې بلنه ورکړه چې لوبه پیل کړي. کینیا په ۴۳ اورونو کې ۹۳ منډې جوړې کړای شوې

خو افغانستان په دېرشم اور کې د ۳ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې هدف پوره کړ.

په دې سیالۍ کې محمد نبي ۴۶ منډې جوړې کړې. ۲ شپږیزې او ۳ څلوریزې یې ووهلې.

په دې لوبه کې همزه هوتک درې کینیايي لوبغاړي وسوځول. حمید حسن، کریم صادق او محمد نبي دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.

6 thoughts on “افغانستان د لومړي ځل لپاره د کرکټ نړیوالو اتلولیو ته بریالی شو”
  1. سلامونه
    تولو وطنوالو ، جناب محترم كرزي صاحب، او په خاصه توگه دي افغانستان دي كركت ملي لوبدلي ملي اتلانو ته چي په رشتيا هم اصلي ملي اتلان دي، ددغي بريا په مناسبت مباركي وايم، الله ج دي په دغسي برياوو زموژ زوريدلي ملت ته نوري هم خوشحالي ور په برخه كري،
    ستاسو مسافر ورور محمد عمران

  2. Tebriekaat!
    Shaghaly Karzai saheb de yawazy Footbalistan na nazawy , Crikettarano sahibano ta ham che Narraywal Jam ta yi lara pyda krrah, bayad jawaiz warkllral shi.Pa de ki ham bayad da hazara aw Pashtun tab`aiez wa na krry.Manana.vessalaam.OOOOO SPOOOOORTs.

ځواب ورکول کلئير کټ ډانکټر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *