تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن /دوشنبه/ وویل چې د پاکستان له لوري پر ختیځو ولایتونو د توغندويي بریدونو د مخنیوي او مقابلې لپاره پر هر انتخاب غور کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویندوی احمد شکېب مستغني خبریالانو ته وویل چې د باندنیو چارو وزارت مسوولیت دا دی چې ستونزه له دیپلوماتیکو لارو حل کړي.

مستغي زیاته کړه، د ډیورنډ له پوري غاړې څخه د توغندويي بریدونو د پای ته رسولو لپاره نور انتخاباتونه هم پر مېز شته.

د بهرنیو چارو وزارت ویندوی دا خبرې وروسته له دې وکړې چې د پښتونخوا عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي بي بي سي ته وویل چې تېره میاشت کابل ته لاړ چې پر پاکستان د افغانستان د احتمالي ځوابي حملې د نه کولو غوښتنه وکړي.

د مستغني په وینا د افغانستان حکومت به د نورو انتخابونو په اړه په مناسب وخت کې او کله چې اړتیا پیدا شوه پرېکړه وکړي.

د پاکستان پوځ له دوو کلونو راهیسي د افغانستان پر کونړ او نورستان ولایتونو د درنو وسلو ډزې کوي.

پاکستان په وروستي یو کال کې پر کونړ حملې زیاتې کړي دي او وايي چې په کونړ او نورستان کې پاکستاني طالبان پناهځایونه لري.

3 thoughts on “افغانستان د پاکستان د توغندويي بریدونو په وړاندې پر ځوابي بریدونو غور کوي”
  1. پر پاکستان د ځوابی برید له مسلی هم د ګل مرجان د منلو مسله جوړه شوه. له ډیری وخت راهیسی عادي افغانان د داسی یو ځوابی عمل په هیله دی

ځواب ورکول خوشال ساپی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *