تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د لومړي ځل لپاره د کرکټ د نړیوالې شورا له یوه بشپړ غړي هیواد زیمبابوې څخه د یو ورځینۍ یا پنځوس اوریزې مسابقې لړۍ وګټله.
نن د پنځمې یا وروستۍ پنځوس اوري مسابقې پچه زیمبابوې وګټله خو پرېکړه یې وکړه چې افغان لوبغاړي لومړی بیټنګ وکړي.
افغان لوبغاړو په پنځوس اورونو کې د ۹ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۲۴۵ منډې وکړې.
د افغانستان لپاره نورعلي ځدراڼ په ۱۶۳ توپونو ۵۴ منډې، محمد نبي په ۱۰۱ توپونو ۵۳ منډې، محمد شهزاد په ۲۵ توپونو ۲۶ منډې، اصغر ستانکزي په ۸۷ توپونو ۳۸ منډې، میرویس اشرف په ۱۸ توپونو۲۱ منډې، دولت ځدراڼ په ۱۰ توپونو بې له دې چې وسوځي ۱۳ منډې وکړې.
د افغانستان په باولرانو کې دولت ځدراڼ خورا ښه وځلېد. ده نه یوازې دا چې ۴ زیمبابوې وال لوبغاړي وسوځول بلکې لږ منډې یې هم ورکړې.
امیر حمزه هم ۳ لوبغاړي وسوځول، راشید خان ۲ او میرویس اشرف ۱ وسوځول.
د زیمبابوې لپاره سین ویلیمز سلیزه پوره کړه.
ده په ۱۷۹ توپونو ۱۰۲ منډې جوړې کړې او بالاخره د راشید خان له لوري وسوځول شو.
د زیمبابوې لوبغاړي په داسي حال کې وسوځېدل چې تقریباً ۶ اورونه یې لا پاتې ول. دوی د افغانستان د ۲۴۵ منډو په وړاندې ټولټال ۱۷۲ منډې جوړې کړای شوې.
زه غواړم ستاسو د پاڼې ګډون وال ووسم