تاند- د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ له روسیې او نورو هیوادونو وغوښتل چې د افغانستان د شخړې په پای ته رسولو کې فعاله ونډه واخلي.
ده وویل چې په افغانستان کې مداخله د شوروي اتحاد د پرزېدو سبب شوه.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د امریکا پر مداخلې هم نیوکه وکړه.
ټرمپ په خپلو ضد نقیض څرګندونو کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد لس کلن یرغل وستایه، ویې ویل:
«د دې دلیل چې روسان افغانستان ته لاړل دا و چې له هغه ځایه روسیې ته تروریستان اوښتل. دوی په حقه ول چې افغانستان ته لاړل.»
ده وویل، امریکا اوس د طالبانو په شمول له بېلابېلو لوبغاړو سره د سولې په لټه کې په خبرو بوخته ده.
ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا له افغانستانه خپل پوځیان باسي، وویل«هند هلته دی، روسیه شته، روسیه شوروي اتحاد و، خو افغانستان ورڅخه روسیه جوړه کړه، ځکه چې د افغانستان جګړې دېوالیه کړ.»
ده زیاته کړه«نورو هیوادونو ته پام وکړئ، پاکستان هلته دی، دوی باید جګړه وکړي. خو روسیه باید وجنګېږي، په دې خاطر چې تروریستان روسیې ته ځي، دوی په حقه دي چې هلته حضور ولري، ستونزه دا ده چې دا سخته جګړه وه او وروسته (روسان) دېوالیه شول…»
Yes, but what did the former USSR change Afghanistan to??
ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا له افغانستانه خپل پوځیان باسي، وویل«هند هلته دی، روسیه شته، روسیه شوروي اتحاد و، خو افغانستان ورڅخه روسیه جوړه کړه، ځکه چې د افغانستان جګړې دېوالیه کړ.»