شریف افغانمل –

د پخواني ولسمشر حامد کرزي خلاف ولسمشر غني د پاکستان یوې لویې غوښتنې ته مثبت ځواب ووایه او هغه د نظامي زده کړو په خاطر پاکستان ته د شپږو افغان سرتېرو استول دي.

د دې خبر له خپرېدو وروسته ګڼو افغان ځوانانو د حکومت پدې سیاست نیوکه وکړه او د ګډ نظامي ټولګي (طالبان او افغان سرتېري سره ټولګیوال شول) فارغان یې د افغانستان راتلونکي ته جدي ګواښ وبلل.

د افغانستان استول شوي شپږ افغان سرتېري د پاکستان په هغه نظامي اکاډمۍ کې روزل کېږي، چېرته چې د افغانستان د ورانۍ لپاره تر دې وړاندې زرګونه وسله وال روزل شوي دي. د نړۍ د ستر ترهګر اسامه بن لادن د مېشت ځای (ایبټ اباد) نظامي اکاډمۍ، د کشمیر او افغانستان د دوو جهادونو؟ د اتل ضیاء الحق پوځي اکاډمۍ، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د خړو غرونو ترمنځ را ایسارو نظامي سنګرونو کې د ملاعمر روزنځای او بالاخره له هنده نړۍ ته د تېرې شوې دریڅې په روحیه د را لوی شویو پاکستاني نظامیانو په پوځي اکاډمیو کې.

اوس اصلي خبره داده چې ولسمشر غني دا ټول خطرات ولې ومنل او دا دومره لویه قرباني یې د څه لپاره ورکړه؟ آيا تر اوسه هغه تضمین رامنځته شوی چې مستقیماً له افغان سولې سره تړلی دی؟

د ولسمشر غني د واکمنۍ له پیله څلور پاکستاني پلاوي کابل ته راغلي او یو وار ولسمشر غني په رسمي سفر پاکستان ته تللی دی. د راغلیو او تللیو پلاویو ترمنځ د بحث اکثریت موضوعات همدا ول چې افغانستان پر پاکستان اعتماد نه لري او تر هغو چې د باور فضا رامنځته نشي، نو د سولې په اړه د پاکستان هر اقدام ته به منفي نظر کېږي.

ولسمشر غني پاکستان ته درې میاشتې مُهلت ورکړ، چې د اعتماد فضار رامنځته کړي. د پاکستان له لوري د ګڼو شرایطو له ډلې لومړی یې دغه هېواد ته د افغان سرتېرو د یوې ډلې استول دي چې پاکستان غواړي پدې سره پخوانی طلسم مات کړي، په مقابل کې به یې پاکستان د افغان سولې لپاره هلې ځلې چټکوي او د افغانستان تر تضمین وروسته به تضمین وړاندې کوي.

خبره چې د افغان سولې په اړه د دواړو لوریو ترمنځ د تضمین ده، نو افغانستان خو د اعتماد جوړونې پدې لومړۍ ازموینه کې لومړنی شرط پوره کړ، اوس افغان ولس پر پاکستان د افغانستان د اېښي شرط نتیجې ته انتظار وباسي.

ددې مسایلو ترمنځ باید افغان حکومت څو خبرو ته پام وکړي، هسې نه چې د تضمینونو پدې منځ کې هم سر ولاړ شي او هم سرسر.

په سیمه کې د نوې لوبې پیل

ولسمشر غني د افغان سولې په اړه پر پاکستان له نفوذ لرونکو هېوادونو هم مرسته غوښتې او د نړیوالو فشارونو په لړ کې ښکاري پاکستان هڅه کوي لوبه بدله کړي.

په افغانستان کې داعش ډلې ته د طالب په نوم د تیت پرک وسله والو راټولول د پاکستان هغه نوې پروژه ده، چې تر دې وروسته به پرې سیمه ییز ثبات پخپله ګټه څرخوي، چې افغان لوری باید دې مسایلو ته پام وساتي.

د اقتصادي همکاریو پراختیا

په پاکستان کې د افغانستان د سفیر جانان موسی زي له قوله پاکستاني رسنیو راپور ورکړ، چې افغانستان په شمال کې پاکستاني سوداګرو ته د پانګونې زمینه سازي کوي. د ولسمشر غني د سفر پرمهال پرېکړه وشوه چې موجوده اقتصادي اړیکي به په راتلونکي کې تر پنځو میلیاردو ډالرو پراخېږي، اما د غور وړ خبره داده چې ولې پاکستاني پانګوال په ټول افغانستان کې شمال انتخابوي؟

د داعش په نوم د پاکستان نوې پروژه د افغانستان په شمال کې پلي کېدونکې ده او په همدې خاطر پاکستاني سوداګر له وړاندې پدغه سیمه کې د نفوذ په لټه کې دي. پاکستان له وړاندې د افغانستان په شمال کې د هند له نفوذه هم اندېښنه لري، ځکه خو ددې شک د رفع کولو لپاره د پاکستاني سوداګرو په چوکاټ کې خپل ایجنټان شمال ته استوي.

د افغانستان لومړنی شرط څه دی؟

افغانستان له ټولو انتقادونو، شکونو او خطرونو سره خپل پوځیان د اعتماد جوړونې لپاره پاکستان ته واستول، خو لا تر اوسه حکومت له ولس څخه هغه لاسته راوړنه پټه ساتلې چې پاکستان یې ددې شرط د پوره کېدو په مقابل کې پوره کوي. افغان لوری په اوسنیو شرایطو کې تر دې زیاته لاسته راوړنه نه لري، خو که چېرې د افغان سولې په تړاو د پاکستان توافق ښودل کېږي، نو دا توافق یوازې د سولې د مذاکراتو پرمخ وړلو لپاره طالبانو ته د قطر پر ځای په دوبۍ کې د دفتر په پرانستو نه خلاصه کېږي.

د طالبانو پټنځایونه او روزنځایونه د هغو شپږو افغان سرتېرو تر روزنځایونو یوازې یو کیلو مټر فاصله لري، چې روزل شوي وسله وال یې تر تور بیرغ لاندې په افغانستان کې د راټولېدو په درشل کې دي. که افغان لوری تر اوسه پدې معامله کې تر دې زیات کومه لاسته راوړنه لري، نو بیا دې ولس ته روښانه کړي.

One thought on “افغانستان ـ پاکستان، د اعتماد جوړونې لومړنۍ ازموینه”
  1. aya Pakistan sola ghoari?

    Daa zamonga kochai saade sarai de.

    pe kuner aw jalalabd ki de khwanzayeo swazawal kha lass te raawrene de.

    tor-makhi taaliban de Afghanistan pe pwaz ki ne balki de ghlo pe ser hamlay kawi. kho Afghan ser teri ke jasosaan shi no pe khpal pawzi uniform ki be faaliet kawi. sok be ne pre khbregi

    kho ter toloo de sharam khbara daa de chi Afghan askar de panjabiano ter qumandi laanidi zde kre wokri?

    Ghani baba te pe kaar de chi zamong pwazian Amreki , england aw japan te waligi.

    ne daal khro te.

ځواب ورکول Paind ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *