تاند- د افغانستان حکومت د پاکستان د کراچۍ پر نړیوال هوايي ډګر او په دغه هیواد کې پر شیعه زیارتوالو بریدونه وغندل.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان حکومت د کراچۍ د هوايي ډګر د تېرې شپې حمله او په بلوچستان صوبه کې د شیعه زیارتوالو د موټرو پر کاروان برید، چې له کبله یې زیات کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي، په سختو ټکو غندي.

د کراچۍ پر هوايي ډګر د تېرې شپې پر حملې، چې تر سهاره روانه وه، ډېرو افغانانو په دې خاطر خوښي ښکاره کړې چې پاکستان له تېرو درو لسیزو راهیسي په افغانستان کې د تروریستي بریدونو ملاتړ کړی دی، د افغانستان پلونه، سړکونه، ښوونځي، دولتي ادارې او نور بنیادي تاسیسات یې ویجاړ کړي دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې هم دې مسلې ته په ضمني ډول اشاره شوې او راغلي:«افغانستان په دې باور دی چې د دې ډول حملو دوام په تکرار ثابتوي چې زموږ سیمه لا ناامنه شوې او موږ باید په دې سره پوی شوي یوو چې د وسیلې په توګه له افراطیت او تاوتریخوالي څخه استفاذده د هیڅ هیواد په ګټه نه ده.»

د کراچۍ د نړیوال هوايي ډګر په برید کې ۲۸ تنه وژل شوي، په لسګونو ژوبل دي او ګڼ مالي تاوانونه پېښ شوي دي.

د افغانستان حکومت د پاکستان حملو ته په اشارې ویلي:«د افغانستان خلک، چې له کلونو راهیسي له داسي تاوتریخوالو سره مخامخ دي، یو ځل بیا له پاکستانه غواړي چې د تروریزم د ریښو د وچولو لپاره چې له بده مرغه نن سبا د پاکستان خلک یې هم قربانیان دي، ریښتونې همکاري وکړي څو زموږ سیمې ته سوله او سوکالي راشي.»

له دې سره په یووخت د افغانستان د ملي امنیت شورا پرون په خپله غونډه کې وویل چې د جمعې په ورځ په کابل کې د عبدالله عبدالله پر انتخاباتي کاروان برید د بهرنیو استخباراتو له لوري د لشکر طیبه په وسیله تنظیم شوی و.

افغانستان تر دې مخکې د حمل د ۲۶ نېټې د انتخاباتو په درشل کې د سرینا هوتل حمله هم د آی ایس آی له لوري تنظیم شوې بللې وه.

0 thoughts on “افغانستان: له افراطیت او تشدده استفاده د هیڅ هیواد په ګټه نه ده”
  1. وایی د مار نیوونکی مرګ د مار دلاسه وی او بله دا چی رحمان بابا څو سوه کاله وړاندی ویلیوو :کوهی مه کنه د بل سړی په لار کی ««»» چیری ستا به د کوهی په غاړه لارشی::::: ته چی بل په غیشو ولی هسی پوه شه ««»» چی همدا غیشی به ستا په لورګوذارشی لا

ځواب ورکول محمدربی آماج ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *