د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي ټیمونه نن په دوهمه شل اوریزه سیالۍ کې مخامخ شول.

د دې لوبې پچه زیمبابوې وګټله او پرېکړه یې وکړه چې لومړی په ��پله بیټنګ وکړي.

زیمبابوې په ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۹۰ منډې وکړې.

دولت ځدراڼ، ګلبدین نایب او امیر حمزه هره یوه دوه – دوه زیمبابوې وال لوبغاړي وسوځول، یو لوبغاړی رشید خان وسوځواوه.

عمثمان غني په ۴۹ توپونو ۶۵ منډې، محمد شهزاد په ۵۰ توپونو ۲۴، محمد نبي په ۱۶ توپونو ۱۵، ګلبدین نایب په ۴۹ توپونو ۵۶ منډې په داسي حال کې وکړې چې تر پایه ونه سوځېد.

کریم صادق په ۱۴ توپونو ۱۱ منډې وکړې.

افغانستان تر دې مخکې د یو ورځنیو مسابقو لړۍ او دغه راز یوه شل اوریزه مسابقه له زیمبابوې ګټلې وه.

2 thoughts on “افغانستان زیمبابوې ته په ۵ ویکټونو ماتې ورکړه”

ځواب ورکول S h ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *