تاند- د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، نوې سروې ښيي چې افغانستان له طبیعي سرچینو څخه تر ۲ لکه ۲۰ زره میګا واټه پوري برېښنا تولیدولی شي.

باختر خبري اژانس په خپله انګلیسي ویبپاڼه کې نن لیکلي، د اوبو او انرژۍ د وزارت د لمریزې انرژۍ د تولید د ریاست سرپرست امان الله غالب وویل:«افغانستان د انرژۍ په تېره بیا د لمریزې انرژۍ د تولید د ظرفیت له پلوه د نړۍ یو تر ټولو شتمن هیواد دی او حتي په دې برخه کې د افغانستان ظرفیت تر پاکستان، هند او سعودي عربستان هم زیات دی چې په سیمه کې تر ټولو تاوده هیوادونه دي.»

ښاغلي غالب همداراز وویل:« د هیواد لږترلږه په شپږو ولایتونو کې به د لمریزې انرژۍ وسایل نصب شي چې ۳۰ میګاواټه انرژي به تولید کړي.»

د انرژۍ کارپوهان وايي چې افغانستان د خپل اقلیم له کبله د لمریزې انرژۍ د تولید خورا ښه شرایط لري او په دې کې هیڅ شک نشته چې دا هیواد په زرګونو میګاواټه لمریزه انرژي په اسانه تولیدولی شي.

د اقتصادي چارو کارپوه محمد اکرم وویل:«موږ د انرژۍ په سیکتور کې پانګونې ته اړتیا لرو، افغانستان د طبیعي سرچینو له درکه یو شتمن هیواد دی. د هیواد په ځینو سیمو کې خلک اوس هم له لمریزې انرژۍ کار اخلي او ښه نتیجه یې لرلې ده.»

د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي وايي:«د لمریزې انرژۍ له برکته زموږ ژوند اسوده شوی دی، موږ حتي خپل خواړه په لمریزه انرژي پخوو.»

د کابل په شمول د افغانستان د ځینو ښارونو د واټونو څراغونه په لمریزې انرژۍ کار کوي.

One thought on “افغانستان له لمره ۲ لکه شل زره میګاواټه انرژي تولیدولی شي”
  1. افغا نستان هر ډول انرژی لری که هغه په اقتصادی بعد کی وی، که په سیا سی بعد کوی او که په لمریزه یا شمسی بعد کی وی یوازنی مشکل ز موږ په عقل او تدیبر کی دی، که چیری دغه ملی خا ین ښا غلی تورن سما عیل خا ن د افغا نستان لس کا له نه وای ور ضا یع کړی اوس به موږ د کا ملی بریښنا خاوندان وای.
    دا ضعف په دولت کی و او اوس هم شته د ښا غلی کرزی صاحب حکومت چی پر مصلحتونوبا ندی ولاړوی تر هغو به دا مملکت جوړ نه شی با وجود له دي چی زه جنا ب کرزی صا حب ته سخت ا حترام لرم خو وطن په کار، زحمت کښلو او با احسا سه خلګو جوړیږی د خدای پر لحا ظ راځی چی د دغه بی کفا یتۍ مخه ونیسو تر څو پوری به داسی بی کفایته وزیران لکه سما عیل خا ن لرو.
    هیله ده چی دغه اوسنی نوی وزیر د ا فغا نستا ن برق جوړ کړی. زموږ لس کا له وخت د برق د جوړولو لپا ره بی ځایه تیر سو.
    زه ددغه سروی سخت هر کلی کوم خدای ج دی وکړی زموږ د ګران ا فغانستان برق جوړ شی.

ځواب ورکول نجیب ا لله علیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *