تاند- په بلخ ولایت کې پر شاهین قول اردو له خونړۍ تروریستي حملې وروسته د افغانستان حکومت له هنده وغوښتل چې د افغانستان د هوايی ځواک د خرابو شویو روسي هیلي کوپترو د ترمیم په شمول پوځي مرستې ورسره وکړي.
افغانستان له هنده د خپلو ۱۱ روسي ایم آی -۳۵ څرخکو او ۵ ترانسپورتي الوتکو لپاره پُرزو ته اړتیا لري.
یوه تخنیکي ټیم، چې تېر کال یې افغانستان ته سفر وکړ، د افغانستان د هوايي ځواک د الوتکو د ترمیم او د پُرزو لګښت ۵۰ ملیون ډالره اټکل کړ.
د هند حکومت اوس د افغانستان پر وړاندیز غور کوي چې ایا د روسي الوتکو د پرزو او ترمیم او یا د موافقې په صورت کې روسیې یا د پخواني شوروي اتحاد کوم بل هیواد ته د هغو د وړلو مصرف ورکولی شي.
تېر کال افغانستان هند ته یو لیست وسپاره چې د شاوخوا ۵۰ هیلي کوپترو او یو شمېر اې این -۳۲ ترانسپورتي الوتکو لپاره د پُرزو او ترمیم غوښتنه پکې شوې وه.
هند مخکې لا له روسیې سره په ۲۰۱۴ م کال یوه موافقه لاسلیک کړې چې پر اساس یې روسیه باید د افغانستان ملي اردو ته ځینې وسلې ورکړې.
خو له هاغې نېټې راوروسته د طالبانو او روسیې ترمنځ اړیکې خورا نژدې شوي او د یو شمېر افغان او امریکايي چارواکو په وینا روسیه طالبانو ته وسلې او نورې مرستې ورکوي.
روسیې دا تورونه رد کړي دي.
ښه به داوه چې د افغانستان حکومت مخامخ له روسی سره خبرې کړی وای او دا به مونږ ته ارزانه تمامه شوې وه ، که احیانا روسان افغانستان سره د مرستې اویا همکارۍ لپاره نه حاضریږي ، د اوکراین جمهوریت او یا بیلاروس هم کولای شی پدې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.