تاند- د افغانستان حکومت له هنده غوښتي چې د افغانستان لپاره یوه ځانګړې سپوږمکۍ، چې یوازې افغانان ورڅخه کار اخلي، فضا ته ولېږي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د افغانستان حکومت له هند څخه دا غوښتنه درې میاشتې وروسته له دې وکړه چې هند د جنوبي اسیا لپاره سپوږمکۍ وتوغوله.

د هند د ایکانومیک ټایمز ورځپاڼې له راپور سره سم افغان چارواکو ورته ویلي، له هند څخه دا غوښتنه د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په وروستیو کې وکړه.

احمدشاه سادات

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست سید احمد شاه سادات په وروستیو کې په کابل کې د هند له سفیر مانپریت وهرا سره ولیدل او له هغه یې وغوښتل چې هند دې د افغانستان لپاره یوه سپوږمکۍ ځانګړې کړي.

ایکانومیک ټایمز ورځپاڼه وايي، دا څرګنده نه ده چې د افغانستان حکومت له ځانګړې سپوږمکۍ څخه د تروریستانو د پټنځایونو په موندلو کې هم کار اخلي او که نه.

ډاکتر سید احمدشاه سادات، چې د یوې لنډې مودې لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست و، په دغه وزارت کې د پام وړ اصلاحات راوستل خو تېره اوونۍ ارګ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ لپاره شهزاد اریوبي د نوي وزیر په توګه ونوماوه.

ښاغلي سادات د هند له سفیر سره د جنوبي اسیا په سپوږمکۍ (سټیلایټ) کې د افغانستان لپاره د یوه ترمینل د پرانیستل کېدو غوښتنه هم وکړه.

د ایکانومیک ټایمز د راپور پر اساس، ټاکل شوې ده چې د جنوبي اسیا له سپوږمکۍ څخه د افغانستان د استفادې په اړه یو یادښت ژر لاسلیک شي.

له ۱۲ ترانسپوندرونو څخه به ۲ افغانستان ته ورکړای شي او له سپوږمکۍ څخه به د مخابراتو، تلویزیوني خپرونو، کرهنې، کانونو او نورو برخو کې کار واخلي.

د سږ کال په مې میاشت کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د جنوبي اسیا له نورو مشرانو سره د جنوبي اسیا د هیوادونو لپاره د هند په وسیله د سپوږمکۍ د استولو په مراسمو کې ګډون وکړ.

3 thoughts on “افغانستان له هند څخه د یوې ځانګړې سپوږمکۍ غوښتنه کړې”
  1. د سادات صاحب څخه وپوښتئ چې د جنوبی آسیا د سپوږمکئ څخه دوی کومه فایده اخلی ؟ آیا دوي ورته تیارئ لرلو؟ آیا اوس څوک پدې کار کوي چې څنګه ګټه ترې واخلي؟ آیا اوس څوک شته چې د سپوږمکۍ فعالیت او ګټه و څاري ؟ آیا د مخابراتو وزارت کوم پلان درلود یا یې لري ددې سپوږمکئ لپاره چې لا نورې هم غواړي ؟ آیا فیسبوکی تبلیغاتو ته د اصلاح نوم آخیستئ شو ؟ آیا ددې سوالونو ځوابونه سادات سره شته د سپوږمکۍ په باره کې ؟

  2. دلته خلک فکر کوي چې که افغانستان سپوږمکۍ ولري نو شايد له سيالانو سيال شي، خو دا خبره مهمه ده چې د سپوږمکۍ مصارف او په افغانستان کې يې ګټه سره پرتله کړي. دلته په اخبار کې تر اوسه تخنيکي ليکوالان هم
    نلرو چې د سپوږمکۍ باره کې تخنيکي ليکنه وکړي او استعمال خو يې ليرې خبره ده.

    لکه څنګه چې پاس روښان صیب سوالونه کړيدي مخابرات دې يې ځواب کړي. سادات صیب شايد فکر کړي وي چې غټه غوښتنه وکړه شايد چې نوښت به مې کړی وي. هغه د زوم خبره د غټو خبرو پرځای یې ویل چې (اوښ، ميښه، اسمان

  3. sadat has allocated team in MCIT for satellite Program. Hanannan Hashumi and Engineer Habibi are working on this. All the points that you mentioned Rokhan are addressed by sadat in MCIT and president’s adviser in Arg.
    The recent progress in MCIT is remarkable.

ځواب ورکول روښان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *