د کونړ او هرات پخوانی والي فضل لله وحیدي

تاند- د افغانستان حکومت نن/شنبه/ له پاکستانه په کلکه وغوښتل چې د افغانستان د کونړ او هرات پخوانی والي ژر تر ژره ومومي.

فضل الله وحیدي د جمعې په ورځ ناوخته په داسي حال کې چې غوښتل یې له خپل لمسي سره په اسلام اباد کې یوه رستوران ته ننوځي د نامعلومو وسله والو له لوري وتښتول شو.

د کونړ او هرات پخوانی افغان والي په اسلام اباد کې، چې سخت امنیتي تدابیر پکې نیول شوي، په داسي سیمه کې تښتول شوی چې امنیت یې تر نورو سیمو هم زیات دی او د مهمو سیاستوالو او بیروکراتانو کورونه پکې موقعیت لري.

د افغانستان حکومت د کونړ او هرات د پخواني والي فضل الله وحیدي پر برمته کېدو جدي اندېښنه ښکاره کړه او له پاکستاني چارواکو یې په کلکه وغوښتل چې نوموړی ژر تر ژره ومومي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي:«افغانستان د فضل الله وحیدي پر یرغمل کېدو جدي اندېښنه لري. موږ له پاکستانه غواړو چې د وحیدي د سمدستي موندلو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.»

په اسلام اباد کې دیپلوماتیکې سرچینې وايي چې د دغه ښار پولیس نه دي توانېدلي چې د دغه پخواني افغان والي څرک ولګوي.

د پولیسو چارواکي وايي چې فضل الله وحیدي د اسلام اباد د ایف ۷ سیمې په یوه مېلمستون کې اوسېده. نوموړی د خپلې کورنۍ له غړیو سره څو ورځې مخکې اسلام اباد ته تللی و څو د بریتانیا وېزه واخلي.

په کابل کې د بریتانیا سفارت افغانانو ته وېزه نه ورکوي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکترعمر زاخېلوال د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته ویلي چې له پاکستاني چارواکو سره د پېښې په اړه په تماس کې دی.

ده وویل:«زه له اړوندو جګپوړ چارواکو سره په تماس کې یم، ډاډ راکړی شوی چې دوی به دا قضیه په جدي ډول تعقیب کړي.»

10 thoughts on “افغانستان له پاکستانه په کلکه وغوښتل چې وحیدي ژر تر ژره ومومي”
  1. وحیدی صاحب الله ج د مل شه، لکه چی تر لندنه (انګلیستان) و نه رسیدی. یره طالبان هم بلا خلګ دی، سړی پیژنی

  2. طالبان په ده سه کوی چه داکس یی تختولی دی٫ دی خو دومره مهم شخص ندی ٫ دطالبانو دوکداری په وخت کی وحیدی صاحب عریضه نویس وه ٫ اوس بیا دی یو مهم شخصیت شو؟

  3. وحیدی سیب محترم د پاکستان د ای اس ای بدنامی اداری لخوا نیول شویدی او دا عمل لکه ددوی د نورو اعمالو په څیر ډير بی شرمانه او بست عمل دی. غواړم یادونه وکړم چی وحیدی سیب د خپلی وطن دوستۍ ښکار شویدی او پاکستاني پست څارګره اداره غواړي چی د پاکستانی طالبانو د ….. لپاره وحیدی سیب له ځان سره یرغمل کړی او همدارنګه پدی توګه غواړی چی د سولی د خبرو پیشرفت هم سبوتاژ کړی

  4. دغه محترم والی خپله ګرم ده د څه کول چی پاکستان کی ویزه احستله ولی دا ویزه به یی په هندوستان کی اخستلی وای

  5. yaw kho da kar Bilkol da isi da baed Hamdasi Amal La Pakistani Diplomatano sara ham wa she bal da che bartanya safarat afghanano ta pa khpal watan ke vesa na war kawe bya da safarat dalta noor sa kawe ,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,?

  6. د افغانستان سپی می پر داسی گرفتارئ نه دی پیرزو، خو زه د تولو افغانانو سخه غوارم ددغه سپی مملکت سخه لاس واخلی، خو پدی هیله چی والی صاب بیرته خپل کور ته را وگرزی

  7. د زاهد صاب د خبری په تایید ده ته نه وه پکار چی ویزه په پاکستان کی واخلی هند به تللی وایی یا هم یو بل همسایه چی هلته انگلستان د دیزی خدمات وراندی کوی د هغه زایه به یی ویزه تر لاسه کری وایی اوس نو موژ و چاته کشینو چی واحیدی را ایله کره

  8. وایی حافظجی چی مړ شو،سترګی یی بادامی شوی! اوس نو ورته کینۍ د دوستانو تبصرو ،انګیرنو او نیوکو ته، اوس ورته وایی چی څه یی کول چی پاکستان ته تللو یاخو باید هندوستان ته تللۍ وای اوداسی نور.

ځواب ورکول دقیق اففان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *