تاند- ځوانو افغان کرکټ لوبغاړو په دوبی کې د کینیا لوبډلې ته په څلور ورځنۍ لوبه کې په اتو ویکټو ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې چې لومړی بیټنګ کینیا وکړ ټول ټیم یې د ۱۶۲ منډو له جوړیدو سره اوټ شو. بیا افغان لوبډلې ۲۳۴ منډې وکړې چې په دغو منډو کې د تکړه پیاوړي ځوان لوبغاړي رحمت شاه منډې د پام  وړ دي او د ستایلو جوګه دي، ده په یوازې سره ۱۴۴ منډې جوړې کړې.

کینیایي لوبغاړو بیا په دوهمه مرحله کې ۱۴۰ منډې وکړې او یو ځل بیا د افغان باولرانو توپ غورځونکو ته ټینګ نه شول. د کینیا د دوو لوبو نژدې ۷۰ منډې توپیر ته افغانان د دوو لوبغاړو تر سوځیدو وروسته ورسیدل.

د افغانستان ټیم تقریبا ټول نوی و او د ملي لوبډلې څو محدود کسان په دغې لوبډلې کې د کینیا په وړاندې ولوبیدل، خو دغو نویو ځوانانو ښه لوبه وکړه اما تر ډیره افغان ډله د ځوان لوبغاړي رحمت شاه د ۱۴۴ منډو منتباره ده چې دغه لوبه د افغانستان په ګټه پای ته ورسیده. افغانستان به د دسمبر په میاشت کې له آیرلنډ سره په یوه نړیواله مسابقه کې مخامخ شي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان لوبډله د اکتوبر په یوولسمه په شارجه کې د کینیا له لوبډلې سره د شل اورونو یوه لوبه وکړي او بیا افغانستان ته ستنه شي.

ګڼ افغانان په افغانستان کې د خپلې ملي لوبډلې د هرکلي تږي دي. افغان لوبغاړو د تیرې جمعې په ورځ په یوه ورځنۍ لوبه کې کینیا ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام لوبو ته لاره پیدا کړه

2 thoughts on “افغانستان له کینیا سره یوه بله شل اوریزه لوبه کوي”

ځواب ورکول عبدالمالک افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *