هغه پروژې چې په ریکا کې پرې بحث کیږي او د پلي کولو اړوند یې تصامیم نیول کیږي ټولې زیربنایي پروژې دي
په داسې مهال چې هیواد مو له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی د ریکا شپږم کانفرانس ډیر هیله بخښونکی او ګټور دی. له دې وړاندې د افغانستان سره د اقتصادي مرستو په موخه د لندن، ټوکیو او نور کانفرانسونه هم جوړ شوي ول چې ټول یې په خپل ځای کې مهم او اغېزمن وو خو د ریکا په کانفرانس کې د نوموړو کانفرانسونو سره په توپیر اقتصادي زیربنایي پروژو ته د بسپنې ورکولو برسیره د نوموړو پروژو په تطبیق هم غور کیږي او اړین پلانونه ورته جوړیږي. لاندې د ریکا کانفرانس ځینې هغه مهمو ټکو ته اشاره کوو چې د افغانستان لپاره اقتصادي او ستراتیژیک اهمیت لري.
لومړی – هغه پروژې چې په ریکا کې پرې بحث کیږي او د پلي کولو اړوند یې تصامیم نیول کیږي ټولې زیربنایي پروژې دي. په دغه پروژو کې سرکونه او لویې لارې، د انرژۍ د سرچینو پیداکول، زده کړه، کرهڼه، د خصوصي پانګونې لپاره بستر جوړول او نور شامل دي چې دا د هیواد د اقتصاد لپاره ستر اهمیت لري. زمونږ اقتصادي نظام تر اوسه ځکه اغېزمن فعالیت نه کوي چې اقتصادي زیربنا مو کمزورې او یا هم په نشت حساب ده. که د زیربنا په برخه کې د ریکا کانفرانس پریکړې عملي شي نو په راتلونکې کې به مونږ پر اقتصادي قوانینو ولاړ یو اغېزمن اقتصادي جریان او نظام ولرو.
دوهم – افغانستان کولای شي له هغه پروژو څخه چې ګاونډیان او د سیمې هیوادونه پکې شریک وي ستراتیژیکه ګټه پورته کړي. د بیلګې په ډول د کاسا او ټاپي هغه دوه لویې پروژې دي چې د پاکستان په شمول د افغانستان څو ګاونډي هیوادونه پکې شامل دي. که ستراتیژیک مدیریت مو غښتلی وي نو کولای شو د دغه پروژو په تطبیق کې پر پاکستان فشار راوړو تر څو د افغانستان په ثبات کې مرسته وکړي. که دغه پروژې په خطر کې وویني، پاکستان د خپلې ګټې په موخه هم د افغانستان د بې ثباته کولو څخه لاس اخلي.
دریم – د ریکا پریکړې د ګاونډیو او د سیمې له هیوادونو لپاره هم مهمې دي ځکه دوی هم د انرژۍ د کمښت او نورو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي چې د ریکا کانفرانس د افغانستان په کوربه توب او مرکزي رول سره د نوموړو هیوادونو اقتصادي انضمام Economic Integration ته لار هواروي. په دغه انضمام یا تړلتیا کې دوی د انرژۍ، ترانزیت او په نورو برخو کې د افغانستان له لارې خپلې اړتیاوې پوره کوي چې د بیلګې په توګه یې د کاسا او ټاپي پروژو او یا هم د ریل د کرښې له لارې د تاجکستان او ایران له نښلولو څخه یادونه کولای شو.
څلورم – په داسې حالاتو کې چې د افغانستان د اقتصادي او امنیتي وضعیت اړوند منفي خبرې کیږي د ریکا په کانفرانس کې د نړۍ د شا او خوا اویا هیوادونو د استازو راټولیدل په اسیا او په ټوله نړۍ کې د افغانستان اعتبار ته ګټه رسوي. له دې امله بهرنۍ پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لیواله کیږي او دا چاره په خپل وار سره د هیواد اقتصادي پرمختګ ته لار هواروي.
پنځم ـ که د ریکا ګډونوال په خپلو ژمنو عمل کوي او خپلې پلان شوې زیربنایي پروژې په افغانستان کې پلې کوي نو دا چاره په هیواد کې د روزګار د فرصتونو د جوړښت لامل کیږي. په دغه پروژو کې به د هیواد د کاري ځواک لویه برخه چې اوس بې کاره ده په کار بوخت شي، خو لکه مخکې مو چې وویل دا په هغه صورت کې چې کله د ریکا د هیوادونو پروژې او مرستې یوازې د کاغذ پر مخ د یوې طرحې په بڼه پاتې نه شي بلکې د عملي کولو چارې یې هم پیل شي.
ډير په زړه پورى معلومات ګرانه وروره له تاسو مننه کوو چى داسى شايسته معلومات مو له مونږ سره شريک کړل