تاند – د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نامیبیا په ویندهوک ښار کې کوربه هیواد ته په څلور ورځنۍ لوبه کې سخته ماتې ورکړه.

د لوبې په لومړي پړاو کې د نامیبیا ټول لوبغاړې د ۱۹۰ منډو له جوړیدو سره وسوځیدل. د افغان باولرانو له لورې د محمد نبي باولنګ د ډیرې ستاینې وړ و، چې شپږ نامیبیایي لوبغاړې یې د لوبې له ډګره خارج کړل. د نامیبیا په لوبغاړو کې ( ایس جې بارډ) ښه وځلید او ۷۲ منډې یې وکړې، خو د افغان باولرانو ښه باولنګ ته یې نور لوبغاړی ټینګ نه شول.

د دې منډو په ځواب کې افغان لوبډلې بیټنګ ته ملا وتړله، شبیر نوري د ۸ منډو په کولو سره ژر وسوځید، خو نوروز منلګ ۵۹ منډې وکړې او د خورا ستاینې لوبغاړی اصفر ستانکزی دی چې په دې پړاو کې یې د خپل ژوند تر ټولو ډیرې منډې جوړې کړې، ده ۱۲۷ منډې وکړې او د لوبې په وروستیو شیبو کې وسوځید. دولت ځدراڼ چې ښه باولر دی، ښه بیټنګ یې وکړ ده هم د خپل ژوند تر ټولو ډیرې منډې وکړې، ۵۰ منډې یې جوړې کړې او ټول افغان لوبغاړې د ۳۵۴ منډو له جوړیدو سره وسوځیدل، خو په ځواب کې چې کله نامیبیایي لوبغاړو دوهم ځلي بیټینګ پیل کړ دوی وتوانیدل چې یوازې ۱۶۸ منډې جوړې کړي او په دوه ځلې لوبه کې یوازې ۴ منډې تر افغانانو ډیرې وکړي. دغه څلور منډې افغان لوبغاړو په یوه اوور کې بشړې کړې او په دوهم اوور کې یې یوه بله منډه وکړه او په دې ډول یې تر نامیبیا پښه واړوله.

دا ځل په باولنګ کې د عزت اله دولتزي نوبت و، ده په اخره کې درې لوبغاړې په دریو توپونو سر په سر وسوځول او ټولې ویکټې یې پنځه شوې.

په داسې حال کې چې د دې لوبې لا یوه ورځ بشپړه پاتې ده افغانان پر نامیبیایي لوبغاړو په خپل کور کې بریالي شول.

ټاکل شوې ده چې د اګست په نهمه افغانستان خپله بله لوبه په همدې ویندهوک ښار کې له نامیبایي لوبغاړو سره وکړي.

د دې مسابقې څو عکسونه

3 thoughts on “افغانستان نامیبیا ته په ۱۰ویکټونو ماتې ورکړه”
  1. ډیر ښه افغانان ډیر ښه وځلیدل خداي دي وکړي چی نور هم دارنګه په بالینګ او ورسره بیټینګ وکړي دلا بریا په هیله

ځواب ورکول quyom ajaz ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *