د افغانستان او نامیبیا مسابقه

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن په یو ورځنۍ مسابقه کې نامیبیا ته ۲۹۰په شپږو ویکټونو او ۱۹۰ منډو ماتې ورکړه. افغانستان نامیبیا ته ۲۹۰ منډې هدف ټاکلی و. د نامیبیا ټولټال ۹۹ منډې جوړې کړای شوې.

تر دې مخکې افغانستان په څلور ورځنۍ مسابقه کې هم نامیبیا ته سخته ماتې ورکړې وه.

نن لوبه یا بیټنګ افغانستان پیل کړ او په ټاکل شویو پنځوس اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۲۸۹ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتې منډې محمد شهزاد جوړې کړې. ده په ۳۰ توپونو ۱۱۳ رنزونه جوړ کړل. محمد نبي په ۴۵ توپونو ۸۱ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد. کریم صادق په ۷۸ توپونو پنځوس منډې جوړې کړې.

اوس نامیبیا لوبه کوي. نامیبیا تر دې دمه د څلورو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په شلو اورونو کې ۶۹ منډې جوړې کړي دي.

  دولت ځدراڼ، حمزه هوتک او کریم صادق  هر یوه د نامیبیا یو- یو لوبغاړی سوځولی خومحمد نبي ۴ او حمید حسن ۲لوبغاړي سوځولي دي.

د افغانستان او نامیبیا ترمنځ بله یو ورځنۍ مسابقه به هم د نامیبیا په ویندهوک ښار کې د اګست په یوولسمه /یکشنبه/ وشي.

ټاکل شوې ده چې افغان ټیم د اګست په اوولسمه د نیپال له ملي لوبډلې سره په سینګاپور کې مخامخ شي.

د سپټمبر او نومبر په میاشتو کې به افغان لوبډله په متحده عربي اماراتو کې د کینیا او کاناډا له ټیمونو سره مسابقې وکړي.

د لوبې نتیجه شېبه په شېبه بدلېږي.

اوس د نامیبیا ۹ لوبغاړي سوځېدلي او په داسي حال کې چې ۳۱ اور روان دی، ۹۶ منډې یې جوړې کړي دي.

One thought on “افغانستان په یو ورځنۍ مسابقه کې نامیبیا ته ماتې ورکړه”
  1. بيا مو دوا سه
    ناميانو! په دي بي خونده اختركي خو مو يوه خوشحالي را په برخه كره ،ژوندي اوسئ

ځواب ورکول فيض ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *