شاهپور ځدراڼ د هانګ کانګي لوبغاړي له سوځېدو وروسته

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د شل اوریزو نړیوالو سیالیو په لړ کې نن هانګ کانګ ته په ۷ ویکټونو او ۱۲ توپونو ماتې ورکړه.
هانګ کانګ بیټنګ پیل کړ، په ۲۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې۱۵۳ منډې جوړې کړې.

شاهپور ځدراڼ، حمزه هوتک او محمد نبي دوه – دوه هانګانګي لوبغاړي وسوځول. دوه نور دولت ځدراڼ او سمیع الله شینواري وسوځول.

د دې لوبې تصویري راپور:

د افغانستان لومړی لوبغاړی نجیب تره کی ژر وسوځېده. ده په ۶ توپونو ۱۱ منډې وکړې. خو شهزاد تر ډېرو پاتې شو. محمد شهزاد په ۶۹ توپونو ۶۸ منډې وکړې. له شهزاد سره اصغر ستانکزي تر ډېرو ملګرتیا وکړه خو نن د ستانکزي خونده نه وه. ده په ۳۱ توپونو ۱۳ منډې وکړې.

له شهزاد سره شفیق الله ملګرتیا وپالله. تر څو چې شهزاد په میدان کې و شفیق الله تېزه لوبه نه کوله خو د شهزاد له سوځېدو او د هغه پر ځای د کیپتان محمد نبي له راوتو وروسته شفیق الله خورا په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

ده ۵ څلوریزې او ۳ شپږیزې ووهلې او د لوبې انډول یې یو مخ د افغانستان په ګټه واړاوه. د شفیق الله تر شپږیزو مخکې وېره احساسېده ځکه چې توپونه لږ وو او منډې زیاتې پاتې وې.

شفیق الله په دې مسابقه کې په ۳۹ توپونو ۵۱ منډې وکړې اوترپایه ونه سوځېد. له ده سره محمد نبي ملګرتیا جاري وساتله. محمد نبي د منډو د جوړولو هڅه ونه کړه . ده په ۱۲ توپونو ۶ منډې وکړې.

په دې توګه دا مسابقه په ۷ ویکټونو او ۱۲ توپونو افغانستان وګټله.

افغانستان خپله لومړۍ مسابقه په ډېر توپیر په بنګله دېش وبایلله. پرون نیپال هانګ کانګ ته ماتې ورکړه او نن به نیپال له بنګله دېش سره مخامخ شي.

One thought on “افغانستان هانګ کانګ ته په ۷ ویکټونو او ۱۲ توپونو ماتې ورکړه”

ځواب ورکول abdul wasi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *