تاند- هند وايي چې په وروستیو ورځو کې له افغانستانه د ورځې ۱۰۰۰ ټنه پیاز دغه هیواد ته رسېږي چې له کبله یې په دغه هیواد کې د پیازو بیه خورا ټیټه شوې ده.
سوداګر وايي چې د افغانستان پیاز د پاکستان له لارې د واګې بندر ته رسول کېږي او له هغه ځایه ښارونو ته وړل کېږي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، سوداګر وايي، د دې لپاره چې له افغانستانه د پیازو واردات زیات دي ممکن تر راتلونکو ۱۵ یا ۲۰ ورځو پوري د ورځې د زر ټنو پیازو واردات دوام وکړي.
تېر کال هم هند ته د افغانستان د پیازو له رسېدو سره په دغه هیواد کې، چې د پیازو تقاضا خورا لوړه وه، بیې ټیټې شوې.
د هندي پنجاب د مرکز امرتسر د سوداګرۍ د خونو پخواني ريیس راجیپ اپال نن /پنجشنبه/ پي ټي آی (پریس ټرست اف انډیا) خبري اژانس ته وویل :«له افغانستانه د پیازو واردات د ورځې له ۲۰ تر ۲۵ ټرکونو ته زیات شوي او ټول د واګې بندر له لارې راوړل کېږي.»
تر دې مخکې به له افغانستانه د ورځې ۶ یا ۷ ټرکه پیاز هند ته وړل کېدل.
دا پیاز په پنجاب، ډیلي، کشمیر، اتراپردېش، چاندي ګړ او هریانا کې هر کیلو د ۱۵ او ۳۰ هندي روپیو ترمنځ پلورل کېږي.
په پنجاب کې لا هم د هر کیلو پیازو بیه د ۵۵ او ۶۰ روپیو ترمنځ ده.
الله ج دې زموږ په ګران هیواد کې نور امن سلحه راولي چې افغانان ټول په یو ځای سره را ټول شي
زموږ غني وطن زموږ اقتصاد په خپله په پښو د رولی شي هیڅ نړوال هیواد ته مو بیا ضرورت نشته
که چیرته مو وطنوال د جنګ په ځای ریښتنې سوله وغواړي او امریکا په افغانستان کې خپل دوه مخي فعالیتونه پریږدي موږ کولای شو یوازې د افغانستان پر میوه غلجاتو هبوباتو په صادرولو باندې خپل هیواد ګل او ګلزار کړو او له نړۍ سره یې سیال کړو