تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې یو شمېر افغانان د عراق د اسلامي دولت له وسله والې ډلې سره ملګري شوي دي.
د افغانستان د باندنیو چارو وزارت دا خبره نن وروسته له دې وکړه چې ایران پرون اعلان وکړ چې یو شمېر افغانان او پاکستانیان یې په دې تور نیولي چې غوښتل یې عراق ته واوړي او د عراق د داعش له تروریستي ډلې سره، چې ایران یې تکفیري ډله بولي، یوځای شي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا فضلي وویل، ایراني ځواکونو یو شمېر افغانان او پاکستانیان، چې غوښتل یې د ایران له لارې عراق ته لاړ شي د عراق د اسلامي دولت له وسله والې تروریستي ډلې سره د اړیکو په تور نیولي دي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر د نیول شویو کسانو شمېر اعلان نه کړ.
د عراق د اسلامي دولت وسله والې ډلې د پاکستان په پښتني سیمو کې په پښتو او دري ژبو رسالې خپرې کړي او خلک یې د خپل خلیفه ابوبکرالبغدادي بیعت ته وربللي دي.
ویل کېږي چې په افغانستان او پاکستان کې د دې ترهګرې دلې فعالیتونو افغان طالبان او القاعده بېرولي دي.
دې ډلې ویلي چې په ټوله سیمه کې به اسلامي خلافت جوړ کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په ایران کې د داعش له تروریستي ډلې سره د اړیکو په تور د ایران له لوري د افغانانو نیول نه ردوي ځکه چې یو شمېر افغانانو په انفرادي ډول له دې تروریستي ډلې سره لېوالتیا ښودلې ده.
د اسلامي دولت وسله والې ډلې، چې پخوا داعش یا د عراق او شام اسلامي دولت بلل کېده، د سیمې لپاره نوې نقشه چاپ کړې ځکه چې د ټولې سیمې لاندې کول یې خپل هدف ټاکلی دی. د اسلامي دولت ډلې په نقشه کې د افغانستان، پاکستان او ایران نومونه نشته او ټولو ته یې د خراسان نوم ورکړی دی.
هرڅه چې د ايران دولت وايي د افغانستان د باندنۍ چارو وزارت پرې د تائيد مهر لګوی ، مونږ غواړو دغه د ترورستانو بدنام لفظ د افغانانو څخه لیرې کړو او نړيوالو ته وښايو چې ترورستان څوک دي ، ځالې ېې چيرته دي او څوک ېې تمویلوی ، زمونږ د بهرنۍ چارو وزارت د هغې څخه بدتر تهت په ځان مني چې دادئ داعشيان ېې هم کړو او دومره نامعقول دليل راوړي چې په انفردي ډول ځينو افغانانو داعش خوښ کړيدئ ، لکه د مثال په ډول چې کله د پغمان قضيه باندې خلک خبرې کوی د ډېرې غصې وايي چې دې مجرمانو سره طالباني قطعي حکم جوړیده نو څوک که موجوده حالات ډېر وځوروي او داعش خوښ کړي چارواکي دې په علت فکر وکړي خو نه دا صاحبان يوټکئ پیژني او هغه دا چې څه چې ايران وايي هغه صحيح ده، هزار افسوس
دافغانستان دولت ته په کارده چي د دغو نيول شویو اشخاصو په هکله دايران ددولت څخه په رسمی توګه غوښتنه وکړی تر څو يي دافغانستان سفارت ته تسليم کړی .او افغان قضايي ارګانونه دا معلومه کړی چي داڅوک دی.ډير أفغانان دايران له خاوری په قا چاقی توګه غربی هيوادونوته له دی لاری ځان رسوی. ممکن ايران دسياسی ګټو په خاطر داسی تبليغات کوی