تاند- د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي ادعا کوي چې د ملي اردو ځواکونه تیارسی دي او که د پاکستان له لوري توغندويي برید وشي نو خامخا ځواب ورکوي.
د دفاع وزارت ویندوی ظاهرعظیمي د افغانستان د ملي اردو د ځواکونو د تیارسي او ځوابي حملې خبرداری وروسته له دې ورکړ چې پاکستان په شاوخوا لسو ورځو کې پر کونړ تر ۱۰۰۰ زیات توغندي وویشتل او هوايي بمباري یې هم وکړه.
عظیمي وویل چې د پاکستان له لوري به د توغندويي بریدونو دوام خطرناکې پایلې ولري. ده دا هم وویل چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي افغان ځواکونو ته د تیارسي امر کړی دی.
جنرال عظیمي دا هم وویل چې که د دې ستونزې د حل کولو لپاره د دیپلوماتیکو چاینلونو هڅو نتیجه ورنه کړه، افغانستان به له خپلو هغو وسلو څخه استفادې، چې اوس یې په لاس کې لري، د پاکستان ځواب ووايي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وویل چې سرحدي پولیس چمتو دي چې د ضرورت په صورت کې اقدام وکړي.
په وروستیو ورځو کې پر کونړ د پاکستان د توغندويي حملو په غبرګون کې د افغانانو غبرګون هغه وخت وازمویل شو چې په کابل کې ګوته په شمېر کسان راټول شول. د پاکستان د حملو په وړاندې د کابل له محدودې غونډې ورهاخوا په پکتیا او ننګرهار کې عکس العمل ولیدل شو.
د ځینو کتونکو په باور که دا بریدونه پر شغنان یا واخان یا هرې بلې برخې شوي وای ممکن په وړاندې یې افغانانو په پراخه پیمانه یووالی ښودلی وای. د دوی په باور پاکستان هم د افغانانو د ضعف همدا ټکی احساس کړی او حملو ته په ډاډه زړه دوام ورکوي.
The Afghan Government is not capable to bring peace to the capital city Kabul, how can they confront the Pakistani army. They are only good in corruptions.