معصوم ستانکزی

تاند – د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزی وایي چې پاکستان د افغانستان پرضد جګړه اعلان کړې ده.

معصوم ستانکزي تیره ورځ په کابل کې وویل، د طالبانو له نوي مشر سره په پاکستان کې په ښکاره د بیعت لپاره غونډه وشوه او د دې غونډې برخه والو اعلان وکړ چې دوی به په افغانستان کې خپلې جګړې ته دوام ورکړي. ستانکزي زیاته کړه چې په همدې غونډه کې طالبانو د دغو وروستیو جنایتونو چې په کابل کې وشول، مسوولیت ومانه.

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر په داسې وخت کې دا خبرې کړې دي چې د راپورونو له مخې د طالبانو یو شمیر جګپوړیو مشرانو په ښ:اره په خیبر پښتونخوا کې غونډې کړې دي او په هغې کې یې د ملا محمد عمر د ځان ناستې د ټاکلو مساله څيړلې ده.

د ملا محمد عمر مړینه تیره میاشت تایید شوه چې په ۲۰۱۳ کال کې مړ شوی دی. افغان حکومت وویل چې ملا محمد عمر په کراچي ښار کې مړ شوی، خو اسلام اباد دا ردوي چې ملا محمد عمر دې په پاکستا ن کې مړ شوی وي.

د پاکستان سفیر احضار شو:

افغ��نستان د اګست په ۱۸ په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او په کونړ کې یې د پاکستاني پوځیانو د ډزو له امله هغه ته اعتراض وړاندې کړ.

د افغانستان د بهرنیو چار وزارت پاکستاني استازي ابرار حسین ته د هغو اتو افغان امنیتي ځواکونو د وژلو په خاطر اعتراض وکړ چې د دوشنبه په ورځ ماسپښین د کونړ په ناړۍ ولسوالي کې د پاکستاني ځواکونو د ډزو پر مهال ووژل شول، همداراز افغان لورې وویل چې د پاکستاني پوځیانو د ډزو له امله افغانانو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پاکستاني لورې ته څرګنده کړه چې ورته تیروتنې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو بیا بیا او بیا شوې دي او پاکستان خپله تګلاره نه بدلوي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د پاکستان سفیر ژمنه وکړه چې دا پیغام به د اسلام اباد له چارواکو سره شریک کړي.

3 thoughts on “افغانستان وایي، پاکستان جګړه اعلان کړې او د دې هیواد سفیر احضار شو”
  1. پيغام شريكول ءي دنډ ه ده مګر نتيجه بعدي څه؟
    دبعدي نتيجي غو ښتل لازمي دي .!

  2. خود بے شریک کړی.پاکستاني سفیر دغه خبره ده اسلام اباد سره.تاسو مهرباني وکړي. انتظار وکړي. چی می لس نور در مړی کړي

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي2 ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *