تاند- د افغانستان حکومت د پاکستان له لوري پر دیورند کرښه د ازغن سیم پر لګولو اندېښنه څرګنده کړه.

د یکشنبې په ورځ د ولسمشر کرزي په مشرۍ د افغانستان د ملي امنیت شورا په غونډه کې پر دې موضوع خبرې وشوې.

د راپورونو له مخې د پاکستان پوځ د ډیورنډ پر کرښه د ازغن سیم د تېرولو کار پیل کړي دی. پاکستان هڅه کوي چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په وجه د سیاسي بې ثباتۍ له روان وضعیته په استفادې یو اړخیز اقدامات وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په غونډه کې د کورنیو چارو وزارت او دغه راز د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د دې مسلې په اړه څېړنه وکړي او معلومه کړي چې پاکستان د ډیورند کرښې په کومه برخه کې ازغن سیم نصب کړی یا یې د نصبولو په حال کې دی.

راپورونه وايي چې پاکستان پکتیکا ولایت ته څېرمه پر ډیورنډ کرښه ازغن سیمونه لګولي دي. پاکستاني پوځیانو د پکتیکا د انګور اډې بازار په شان ځینې سیمې لاندې کړي هم دي.

څو کاله وړاندې پاکستان وړاندیز کړی و چې پر ډیورند کرښه دې ازغن سیمونه ولګول شي خو هغه مهال د افغانستان حکومت د پاکستان له وړاندیز سره کلک مخالفت وکړ.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په غونډه کې د کورنیو چارو او سرحدونو چارو وزارتونو څخه وغوښتل شول چې د صفري نقطې په اړه هم معلومات ټول کړي.

په وروستیو درو لسیزو کې پاکستاني پوځیان د دیورنډ کرښې په اوږدو کې په ګڼو برخو کې له صفري نقطې د افغانستان لور ته رامخکې شوي دي.

One thought on “افغانستان پر ډیورنډ کرښه د پاکستان له لوري د ازغن سیم په اړه څېړنه کوي”

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *